د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو لپاره د عدالت لپاره لارې

سريزه د لسیزو جګړې او شخړې په پایله کې د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او په افغانستان کې په بالقوه توګه د نسل وژنې له امله بې شمېره خلک قربانیان شوي دي. ډیری خلک هیڅکله عدالت ته نه دي رسيدلي. له عدالت – حساب ورکولو، جبران/غرامت او پخلاینې – پرته انفرادي کړاو دوام […]

محدودیت، ځپل او سانسور: په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان آزادۍ وضعیت

په افغانستان کې هغه فعالې رسنۍ چې مخکې يې د بيان د آزادۍ په ترويج او په آزاداه توګه د اطلاعتو په خپرولو کې مهم نقش درلود، خپله خپلواکي او د عمل آزادي يې له لاسه ورکړې، او د وېرې او اختناق د فضا له امله هيوادوالو څخه د آزاد او انتقادي نظر څرګندولو حق هم اخستل شوی دی.

د بشري حقونو د نړيوالي ورځي او د روادارۍ د لومړي کليزي په پار

د بشري حقونو د نړيوالي اعلاميې د تصويب د ۷۵مي کليزي د رارسيدو سره همهاله، رواداري په افغانستان کي د بشري حقونو د وضعيت د خرابيدو له امله ژوره انديښنه څرګندوي. د تېرو دوو کلنو په لړ کي چي طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، موږ د هيوادوالو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو په پراخه […]

له ټولنې څخه د ښځو حذف ول، د بشري حقونو دوامداره سرغړونې او د رسنیو محدودیتونه: په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پایلې

د ۲۰۲۱ کال د اگست پر ۱۵مه، د طالبانو اسلامي امارت بياځلي پر افغانستان مسلط شو. له هغې وخته تر اوسه دوه کاله تيريږي، او په دې موده کې موږ په بېلابېلو برخو کې د مهمو بدلونونو شاهدان وو، چې د بشر حقونو پر وضيت يې خورا منفي او زيانمنوونکې اغېزې او پايلې درلودې.

د طالبانو په عدلي او قضايي نظام کې عدالت ته د لاسرسي وضعيت

رواداري د طالبانو د عدلي او قضايي نظام د فعاليت او هم عدالت ته د افغانستان د خلکو د لاسرسي د وضعيت د يو دقيق او روښانه تصوير وړاندې کولو په موخه دغه راپور خپروي. په دغه راپور کي راغلي معلومات او موندنې د طالبانو د عدلي او قضايي بنسټونو پر کړنو باندي د ۲۰۲۱ د اګست د ۱۵  نيټي څخه تر ۲۰۲۳ جون مياشتي پوري رانغاړي

مطبوعاتي اعلاميه د مارچ د اتمې په مناسبت

د مارچ د اتمې په مناسبت، رواداري د افغانستان د آزادۍ غوښتونکو ښځو د نه ستړي کېدونکو مبارزو درنښت کوي. د افغانستان ښځې په ټوله کې په يواځې ځان او له ټولو ګواښونو او ننګونو سره، سره په زړورتيا او ژمنتيا سره د خپل هيواد د راتلونکي لپاره مبارزه کوي. د ښځو د پيوستون په […]