12/08/2023
د ۲۰۲۳  کال په لومړیو شپږو میاشتو کي په افغانستان کي د بشري حقونو وضیعت

فهرست

سريزه

دغه راپور د ۲۰۲۳ کال په لومړيو ۶ مياشتو کې په افغانستان کې د بشر حقونو د وضعيت د ارزونې او تحليل په موخه، د مدني او سياسي حقونو د نقض او د ښځو د بشري حقونو د وضعيت پر مهمو پېښو تمرکز کوي. د دې راپور د موندنو پر بنسټ، په ياده موده کې د تېرو کلونو په پرتله تروريستي بريدونه او وسله والې شخړې کمې شوې دي او په دې پېښو کې د رامنځته کېدونکې ملکي مرگ ژوبلې کچه هم کمه شوې؛ خو د ژوند د حق نورې بڼې او په ځانگړي ډول هدفي، مرموزې او له محاکمې پرته وژنې لا هم په پراخه توگه د طالبانو او نامعلومو کسانو له خوا ترسره شوې دي.

همدا راز، د هيواد د وګړو، په ځانگړي ډول د ښځو د سياسي، ټولنيز، اقتصادي او فرهنگي ژوند په بېلابېلو برخو کې ورځ په ورځ زياتېدونکي محدوديتونه رامنځته شوي او طالبانو په دې موده کې له هيڅ ډول ځواب ويلو او د مسئوليت له احساس پرته، په تاوتريخوالي سره د اعتراضي غونډو او راټولېدنو ځپلو، د مخکني حکومت د کارکوونکو، معترضو ښځو او نارينه ؤ، د بشر حقونو د فعالانو، خبريالانو او د خپلو مخالفينو خپلسرو او غيرقانوني نيونو ته ادامه ورکړې. د طالبانو له خوا د پراخو محدوديتونو پلي کول او په زور او تاوتريخوالي سره تحميلولو په ټول هيواد کې د ځپلو او ډار فضا رامنځته کيدلو باعث ګرځيدلي ده. دغه وضعيت د ۲۰۲۲ کال په پرتله په بېلابېلو اړخونو کې لا خراب شوی او طالبانو پر هر ډول مدني، فردي او ډله ييزو هڅو کړۍ تنگه کړې ده.

سربېره پر دې، د زندانيانو سره ناوړه جلند او شکنجه، ظالمانه او غير انساني مجازات د ۲۰۲۳ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د طالبانو له خوا د بشر حقونو د نقض نور جدي موارد دي چې رواداري هغه مستند کړي او په دغه راپور کې يې انعکاس ورکړی دی.

تمه کيږي چې د دې راپور موندنې او وړانديزونه د نړيوالې ټولنې، ملگرو ملتونو سازمان،  بشري حقونو سازمانونو، حاکمو چارواکو او نورو اړوندو مراجعو د جدي پاملرني وړ وگرځي، او د هيوادوالو د بشري حقونو د تامين لپاره عملي گامونه پورته شي.

د معلوماتو راټولولو تګلاره

رواداري، د ۲۰۲۳ کال د جنوري مياشتې له لومړۍ ڼېټې څخه د جون مياشتې تر ۳۰مې، د ۵۲ ښځو په گډون له ۳۵۳ تنو د بشر حقونو فعالانو، قربانيانو او د هغوی له خپلوانو، عيني شاهدانو، مدافع وکيلانو، د عدلي او قضايي بنسټونو د مخکنيو او برحاله کارکوونکو، خوشې شويو بنديانو، سيمه ييزو خبريالانو، «د گذر وکيلانو»، د روغتيايي مرکزونو مسئولينو او د ښوونيزو بنسټونو محصلينو سره په ۳۰ ولايتونو کې مرکې ترسره کړې دي او د بشر حقونو د نقض پېښې يې مستندې کړې دي.

د بشر حقونو د نقض اړوند هغه معلومات او اطلاعات چې په دغه راپور کې مطرح کيږي، د يادو سرچينو سره د مرکو له لارې ترلاسه او د بشر حقونو د بين المللي اسنادو په چوکاټ کې تحليل او ارزول شوي دي.

همدا راز، په دغه راپور کي د رواداري د مخکنيو راپورونو او د بشري حقونو د ځينو نورو بنسټونو له خوا د خپاره شوو راپورونه څخه گټه اخستل شوې ده. سربېره پر دې، کتبي اسناد، فرمانونه، او رسمي ليکونه چې طالبانو د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نيمايي کې صادر کړي او رواداري ترلاسه کړي دي، د دغه راپور د معلوماتو نورې سرچينې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د رامنځته  شويو خنډونو او محدوديتونو له امله، د بشر حقونو د نقض د معلوماتو راټولول او مستندول، سخت او له ننگونې ډک کار و. د روادارۍ موندنې ښيي چې طالبانو د ۲۰۲۳ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې اطلاعاتو ته پر لاسرسي سخت محدوديتونه وضعه کړي دي. پر همدې بنسټ، هغه څه چې په دې راپور کې مطرح کيږي يواځې د بشر حقونو د نقض ځيني موارد دي، کوم چي رواداري توانېدلی د خپلو امکاناتو، ظرفيت او د لاسرسي وړ سرچينو ته په کتني مستندې کړي.

د يادونې وړ ده چې د سرچينو او مرکه شويو کسانو د امنيت د خونديتوب په خاطر رواداري په دغه راپور کي د يادو شويو کسانو د پېژندنې او د بشر حقونو د نقض د ځينو پېښو دقيقه نېټه او د پېښې د سيمې اړوند د جزئياتو له ورکولو قصداً ډډه  کړي ده.

د راپور د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ.

په نورو ژبو:

فهرست

محتوا:

راپورونه

رسنیزه اعلامیه

ملتی‌میدیا

مقالات

رواداری په اړه

همکاری با رواداری

تماس

رواداری را در شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید

Search