د‌ برابر او سوله‌ ایز افغانستان لپاره

رسنیزه اعلامیه

رواداري د برابر او سوله‌ایز افغانستان لپاره خپل کار پيلوي

10/12/2022

په داسې حال کې چې نړۍ د بشر حقونو د نړيوالې اعلاميې ۷۵مه کليزه لمانځي، په افغانستان کې خلک له يوې بې مخينې انساني فاجعې او زياتېدونکي بحران سره مخامخ دي.

له نږدې ۱۶ مياشتو څخه چې طالبان بيا په واک کې دي، افغانستان په بشپړ ډول د ښځو د اساسي حقوقو په بل مخ د اوښتو شاهد دی. د افغانستان د بشر حقونو ماتېدونکې لاسته راوړنې – چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په سختۍ ترلاسه شوې وې – له منځه تللې دي، او ډېری د بشر حقونو فعالان چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې له خطر سره مخامخ ؤ، په ډله ييز ډول له هيواده مهاجر شوي دي.

په دې سختو نامطمئنو شرايطو کې رواداري نن ورځ له ۱۵ مياشتو فکر، مشورو، د بشر حقونو بې غږ و غوږه څارنې او په هيواد کې د ننه او بهر د خپلې شبکې تر پياوړتيا وروسته، په ښکاره خپل کار پيلوي.

موږ، په ټول هيواد کې د يو برابر او سوله ييز افغانستان، باعزته ژوند او د خپلو بشري حقونو لپاره د افغانانو له زياتېدونکو غوښتنو، او د هيواد د ننه او په تبعيد کې د افغان حقوق بشري مدافعانو له نه ستړې کېدونکو او زړورو هلوځلو څخه الهام اخستی.

په رواداري کې موږ د بشر حقونو د افغان فعالانو، مدافعانو او پلټونکو وړه ډله يوو چې په وروستيو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خپاره شوي يوو. موږ په ټول افغانستان کې د افرادو له يوې شبکې سره نږدې همکاري لرو او د افغان او نړیوالو  مشاورينو د پلاوي تر مشرۍ لاندې کار کوو.

زموږ موخه په افغانستان کې د بشر حقونو د فرهنګ تعميق، وده او بالاخره د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د درد او کړاو  کمول دي. له زده کړو درسونو، ګډو ضررونو، ماتو، او وړو برياوو په ډاډ سره، غواړو په افغانستان کې د بشر حقونو د غورځنګ له پياوړتيا سره مرسته وکړو. موږ په پراخې شبکې سره د بشر حقونو د نقض پېښې څارو او رپوټ کوو يې، او پرله پسې د افغانستان د بشر حقونو له نورو مدافعانو او سازمانونو سره، له بين المللي ميکانيزمونو او همدا راز له قرباني محوره ابتکاراتو، عدالت او د تخلفاتو پر وړاندې له ځواب ويلو څخه په استفادې کار کوو.

اته اصلي ارزښتونه زموږ د کار سرمشق دی: بې طرفي، تنوع ته درناوی، ټول شمول والی، صداقت، اعتماد، آزادي، برابري، انصاف، او زده کړې ته ژمنتيا.

موږ له خپلو افغان سيالانو او همکارانو غواړو چې د زده کړې او خدمت لپاره زموږ د ګډ سفر ملګري اوسي. موږ ستاسو په پيوستون حساب کوو او هيله لرو چې زموږ ګډ کار د قربانيانو، د هغوی کورنيو او په ټوله کې د افغانستان ټولنې لپاره ګټوره سرچينه جوړه شي.

موږ له نړيوالې ټولنې – په ځانګړي ډول له هغو کسانو چې د اوږدې مودې لپاره زموږ په هيواد کې ښکېل ؤ – دغه ډاډ ترلاسه کول غواړو، چې بشر حقونه له افغانستان سره د دوی د تعامل په مرکز کې ځای لري. موږ د سيمې او نړۍ له رهبرانو غواړو چې د بشر حقونو په دفاع کې د افغانانو تر څنګ پاتې شي. په افغانستان کې د روان حقوق بشري ويجاړوونکي بحران سره د مقابلې مسئوليت يو ګډ مسئوليت دی.

زموږ موخه په افغانستان کې د بشر حقونو د وضعيت اړوند روښانتيا رامنځته کول دي.

او په دې لاره کې به تسليم نشو.

د‌ برابر او سولیز افغانستان لپاره​

محتوا:

راپورونه

رسنیزه اعلامیه

ملتی‌میدیا

مقالات

رواداری په اړه

همکاری با رواداری

تماس

رواداری را در شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید

Search