د «رواداري» په اړه

«رواداري» يو حقوق بشري سازمان دی چې د برابر او سوله ييزافغانستان لپاره کار کوي، او موخه يې په افغانستان کې د بشر حقونو د فرهنگ دودونه، وده او بالاخره د افغانستان د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کړاو کمول دي.

رواداري د بشر حقونو د خوځښت په رامنځته کولو، او پر عدالت او ځواب ويلو تمرکز لري.

رواداري په افغانستان کې او له هيواده بهر له افرادو او ډلو سره همکاري کوي.

موږ څه کوو؟

  • په هيواد کې د ننه او بهر له نويو ملاتړو او متحدانو سره د کار له لارې د افغانستان د بشر حقونو د ټولنې ژورول يا تعميق او وده.
  • د موثقو معلوماتو برابرولو لپاره له نويو ابزارو او امنيتي پروتکولونو څخه په استفادې په افغانستان کې د بشر حقونو د نقض د مواردو څارنه او رپوټ کول
  • د بشر حقونو د نقض په برخه کې د قرباني محوره عدالت او ځواب ويلو دودول يا ترويج

زموږ د کار طرز

  • په افغانستان کې د بشر حقونو د نقض د مواردو اړوند د موثقو او پر وخت اطلاعاتو برابرول
  • له نويو او دوديزو رسنيزو ډولونو څخه په ګټې اخستنې د افغانستان په د ننه او بهر کې د بشر حقونو د ملاتړ تعميق او پراختيا
  • په افغانستان، سيمه او هغو هيوادونو کې چې اکثريت يې مسلمانان دي د بشر حقونو د پرمختيا لپاره د همغږۍ رامنځته کول او پياوړي کول
  • په افغانستان کې د بشر حقونو د ساتنې لپاره له بين المللي او سيمه ييزو لوبغاړو سره گډ ملاتړ
  • په افغانستان کې د بشر حقونو د پرمختيا لپاره د بشر حقونو له بين المللي ميکانيزمونو سره همکاری
  • په افغانستان کې د تخلفاتو په برخه کې د مصئونيت له ريښه لرونکي فرهنگ سره د مقابلې لپاره د قضايي او غيرقضايي ځواب ويلو په برخه کې د ټولو بين المللي ميکانيزمونو د استفادې غوښتنه
  • د افغانستان له ځانگړي ليدلوري د بشر حقونو له نړیوال بحث سره مرسته

زموږ اصول

موږ په خپل کار کې دې اصولو باندې اتکا کوو:

  • مونږ په خپلو ټولو کارونو کې قرباني محوره تگلاره لرو
  • موږ په خپل کار کې له محرميت او د خصوصي حريم د ساتنې څخه ډاډ ترلاسه کوو، په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او ماجراگانو اړوند چې مونږ ته روايت کيږي.
  • موږ احتمالي اغېزې او د قربانيانو، د هغوی د کورنيو، سرچينو او همکارانو د معلوماتو د خپرولو پايلې ارزوو. موږ د همکارانو د حالت رعايتولو لپاره، معلومات په حساسيت سره خپروو.
  • موږ د افغانستان په داخل او بهر کې له افغانانو سره اړيکې پياوړې کوو. موږ کوښښ کوو متحدان او ملاتړي پيدا کړو او مشارکتي همکاري رامنځته کړو.
  • موږ په دوامداره توگه ارزښت زياتوو او د قربانيانو، د هغوی د کورنيو او خپلو ډلو اړوند د خپل کار د اغېز ارزونه کوو. مونږ انعطاف پذير او چالاک يوو او له اړتياوو سره سم چلند کوو.

زمونږ ارزښتونه

 

مونږ په خپل کار کې د لاندې ارزښتونو پيروي کوو:

بې پرېتوب

مونږ د نړيوالو بشر حقونو د اصولو او ارزښتونو کارپوهان يوو. مونږ دغه تخصص په خپلو ټولو فعاليتونو کې کاروو. موږ ډاډ ترلاسه کوو چې کار مو له شخصي پلويتوب څخه پاک وي. زمونږ چلند تل د دې جهاني اصولو او ارزښتونو پيروي کوي.

نوښت يا تنوع ته درناوی

مونږ په هغو ډېرو تفاوتونو پوهيږو چې په افغانستان کې شته، لکه په مخينه، تجربه او ليدلورو کې تفاوتونه. موږ خپل تفاوتونه او توپيرونه منو او درناوی ورته لرو. موږ باور لرو چې تنوع يو ارزښت او د پياوړتيا ټکی دی. موږ د تنوع منندوی يوو، او د خپل ټيم او ليدلوري له تنوع څخه استفاده کوو.

شموليت

موږ باور لرو چې هر څوک د هغه وړتيا، جنس، جنسيت، قوميت، دين او/يا سياسي تړلتيا ته له کتلو پرته بايد ټولو سرچينو، فرصتونو او شتمنيو ته بابر لاسرسی ولري. موږ خپله ټوله هڅه کوو چې د هويت بېلابېل پوړونه کشف او درک کړو او په خپل تحليل کې يې ځای کړو. موږ دغه ښکېلتيا د يو بنسټي ارزښت په توگه منو، څو ډاډ ترلاسه کړو چې د څارنې او خپلو ټولو فعاليتونو د څارنې په کار کې په يوه بڼه ټولشموله عمل وکړو.

ريښتينولي

موږ باور لرو چې صداقت د ډلو د تشکيل او ډله ييز اقدام لپاره اړين دی. زموږ له نظره صداقت يعنې د هغه څه د حقيقت تبادله چې وينو يې، او له اجنډا پرته يې مستندول. موږ په خلاص مخ قربانيانو او د هغوی کورنيو ته غوږ نيسو. موږ د خپل کار په ټولو مراحلو کې او له هر تن سره چې کار کوو صادق يوو.

اعتماد

په يو هيله بښوونکي ليدلوري کې د هغه افغانستان لپاره چې په همکارۍ او پېرزوينې يې جوړوو، موږ هڅه کوو چې د افغانانو تر منځ اعتماد او اعتبار رامنځته کړو. موږ غواړو چې د افغانستان خلک پوه شي چې موږ ټولو ته غوږ نيسو. موږ هره ورځ کار کوو چې د خپل ټيم په منځ کې او له خپلو شريکانو سره اعتماد رامنځته کړو. موږ په بې پرېتوب، شموليت او صداقت سره اعتماد او باور رامنخته کوو.

آزادي

موږ باور لرو چې هر کس بايد بې له دې چې د بل چا ژوند، آزادۍ، يا د افرادو يا ډلو معاش ته ضرر ورسوي په آزاد ډول خپل تخصص وکاروي. موږ باور لرو چې هر کس حق لري د خپل ژوند سبک وټاکي، او موږ د ټولو لپاره پر دې آزادۍ باور لرو. موږ باور لرو هر کس بايد وتوانیږي له وېرې، تعصباتو، ستم، بې عدالتۍ او فقر پرته ژوند وکړي.

برابري او انصاف

موږ سره له دې چې د افغانستان د خلکو تفاوت او تنوع په رسميت پيژنو، باور لرو چې ټول د قوانينو پر وړاندې سره برابر دي. موږ د برابرۍ درناوی کوو او تبعيض که په هره بڼه او هر بنياد وي «نه» ورته وايوو. موږ هڅه کوو د خپل افغانستان د متنوعې ټولنې د اړتياوو لپاره منصفانه ځواب وړاندې کړو. موږ په افغانستان کې له بېلابېلو ډلو سره د تاريخي بې عدالتۍ اړوند ځان پوهوو، او د برخو تر منځ د توپير اړتياوې چې افراد او ډلې يې لري، په خپل کار کې تزريقوو.

زده کړه

موږ منو چې ممکن تېروتنه وکړو. موږ په فردي او سازماني بڼه پرله پسې زده کړې ته ژمن يوو. موږ منو چې له خلکو سره په تعاملاتو، په ځانګړي ډول هغو افغانانو سره چې د خدمت لپاره يې دلته يوو، ښه زده کړه کوو. موږ غواړو له تېرو تجربو، ماتو، زيانونو، او نيوکو زده کړه وکړو.

مشورتي پلاوی

د امنيتي اندېښنو له امله، د مشورتي پلاوي د ځينو غړو نومونه او سوابق دلته نه دي ذکر شوي.

NSarabi

ناهيد سرابي

د مديره پلاوي غړې

ناهيد سرابي د بروکينگز موسسې د «نړيوال اقتصاد او پراختيا» پروگرام «د تلپاتې پراختيا مرکز» کې مېلمه ده. هغه همدا راز د پراختيا په برخه کې خپلواکه مشاوره ده چې د پراختيا په پاليسۍ او پلان جوړونه کې لس کاله تجربه لري. ناهيد تر دې وړاندې د جمهوري افغانستان د ماليې وزارت د پاليسۍ د معينې په توگه دنده ترسره کړې. د ۲۰۲۱ کال په اگست کې د طالبانو له خوا د کابل له نيولو وړاندې نوموړې «د افغانستان پرانستې ټولنه» کې د مديره پلاوي غړې وه. سرابي د دولتي دندې له پرېښودو وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ پروگرام د استازولۍ مرستياله وه. هغه همدا راز «د ټول شموله سولې بين المللي کميسيون» او «د سولې د ابتکار اصول» کمشنره ده. ناهيد سرابي د آلمان له رور بوخوم پوهنتون څخه د پراختيا په مديريت کې فوق ليسانس سند لري، او د امريکا د لويديځ ميشيگان پوهنتون څخه د عملي اقتصاد ليسانس لري.

HS

هما سعيد

د مديره پلاوي غړې

هما سعيد (پي. ايچ. ډي)، د بشر حقونو د بين المللي سازمانونو د څېړنې مشاوره ده. هما همدا راز په لوون بلژيک پوهنتون کې مشره څېړونکې ده چې له هغه ځايه يې په افغانستان کې پر انتقالي عدالت او اقتصادي-دولتي جرايمو باندې په تمرکز سره په جرم پېژندنه کې دکتورا ترلاسه کړې. هغه په افغانستان کې د انتقالي عدالت په برخه کې د څو څېړنو او پاليسيو مؤلفه ده، د بېلگې په توګه «عدالت انتقالي و آسيب اجتماعي-اقتصادي: زمين‌خواری در افغانستان» (۲۰۲۲) کتاب يې چې د راتلج خپرندوی له خوا خپور شوی.

RReed

ریچیل ريد

د مديره پلاوي غړې

راشيل مشاوره، هنرمنده او د بشر حقونو فعاله ده. دا مهال د ډاکټ (The Docket) پروژې لپاره د جنگي جرمونو يوه څېړنه رهبري کوي چې «د کلوني عدالت بنسټ» برخه ده. تر دې وړاندې هغه خپلواکه مشاوره وه چې تر ډېره يې د افغانستان په برخه کې له بېلابېلو بنسټونو سره کار کړی، لکه د ملګرو ملتونو «د حقونو د پراختيا بين المللي سازمان»، نړيواله جزايي محکمه، ملاله صندوق او «د لومړۍ کرښې مدافعان». هغې اته کاله د «پرانستې ټولنې بنسټ» کې تېر کړل او په وروستيو کې د منا (منځنۍ آسيا او د افريقا شمال) لپاره مالاتړې مديره وه. هغې درې کاله په کابل کې د بشر حقونو له څار سره کار وکړ، او لومړی يې د بي بي سي لپاره د مشرې ژورناليستې په توگه افغانستان ته سفر وکړ او ۱۳ کلونه يې په افغانستان کې تېر کړل. هغه د انگلستان په لندن پوهنتون کې له گلډسميتس کالج څخه په هنر او سياست کې د فوق ليسانس سند لري او د انگلستان له اکسفورډ پوهنتون څخه په سياست، فلسفه او اقتصاد کې د ليسانس سند لري.

SRahbar

سياوش رهبري

د مديره پلاوي غړې

سياوش رهبری د حقوقي پراختيا په برخه کي متخصص او حقوق پوه دي. ښاغلي رهبری د «آسيا بنسټ» سره د حقوقي زده کړو او حقوقي مرستو په برخه کي کار کاوه او د «افغانستان خلاصه ټولنه» کي يې فني او مديريتي ملاتړ وړاندي کول. تر هغې وړاندې هغه له «آسيا بنسټ» سره د حقوقي مرستې او حقوقي زده کړو په برخه کې کار کاوه او «د افغانستان پرانستې ټوله» کې يې مسلکي او مديتي ملاتړ کاوه.

ښاغلی رهبري په کابل او نيويارک کې «د بين المللي حقوقو بنسټ» د پروژې د مدير او ملاتړي مامور په توگه او «د ايران د بشر حقونو د اسنادو مرکز» سره د بشر حقونو د وکيل په توګه په نيو هيون کنتيکت کې کار کړی. هغه خپل کار د روانډا لپاره د بين المللي جزايي محکمې سره د انټرن په توګه پيل کړ. ښاغلی رهبري په امريکا کې د تگزاس پوهنتون د حقوقو پوهنځي څخه جي.ډي سند لري.

کارکوونکي

د امنيتي اندېښنو له امله، د کارکوونکي د ځينو غړو نومونه او سوابق دلته نه دي ذکر شوي.

Z38A8295

شهرزاد اکبر

رئيسه

شهرزاد اکبر د افغانستان د بشر حقونو فعاله ده چې دا مهال په تبعيد کې ژوند کوي. هغه په چتم هاوس کې اکاډميکه غړې او په آکسفورډ کې د وولف‌سان کالج مېلمنه استاده ده.

شهرزاد د بشر حقونو، رسنيو او د ځوانانو د بسيجولو د فرهنگ په برخه کې متنوعه مسلکي مخينه لري. شهرزاد «د بشر حقونو لپاره بين المللي خدمت» د مديره پلاوي غړې او «هیئت مشاوران انستیتو انتقال‌های یکپارچه» غړې ده.

شهرزاد په کابل کې د مشاورې د يو شرکت تاسيس او اداره کول، «د افغانستان پرانستې ټولنې» د مديرې په توګه د افغانستان د مدني ټولنې او رسنيو ملاتړ، او د پراختيا په برخه کې له دولت سره کار کول په خپلې کاري تجربې کې لري.

د ۲۰۲۱ کال په اگست مياشت کې د طالبانو له خوا د کابل له نيولو وړاندې شهزراد اکبر «د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسیون» رئيسه وه.

شهرزاد اکبر په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ملگرو ملتونو د امنيت شورا او د ملگرو ملتونو د بشر حقونو شورا له لارې د بشر حقونو، محترمانه او منصفانه سولې او په بين المللي کچه د بشر حقونو د ښکاره نقض لپاره د ځواب وينې ملاتړ کړی دی.

د شهرزاد تاليفات په بين المللي رسنیو او افغانستان کې خپاره شوي دي، لکه په فارن افرز، واشنگټن پوسټ، سي اين اين، نيوزويک، جاست سکيوريټي، الجزيره او نور اکاډميک ژرنالونه.

شهرزاد له اکسفورډ پوهنتون څخه د ايم.فيل سند لري؛ هغې تر دې مخکې د امريکا له سميت کالج څخه ليسانس ترلاسه کړی.

Sadaf

صدف

مرستیال

اغلی صدف د روادري مرستیاله ده. نوموړې پخوانۍ دیپلوماته او په بروکسل کې د افغانستان په سفارت کې د سوداګریزې مشاورې په توګه دنده ترسره کړې ده. سربېره پر دې، هغې په تېرو اتو کلونو کې په مهمو دولتي او نادولتي ادارو کې د مدیریت په لوړو پوستونو کې دنده ترسره کړې ده. هغې د مالیې په وزارت کې د سکټوري پالیسي شننې د رییسې په توګه دنده ترسره کوله، چیرته چې هغې د خصوصي سکتور پراختیا لپاره د ملي لومړیتوبونو پروګرام (PSD NPP) د پراختیا مشري کوله.

له څلورو کلونو څخه زیاتې هغې د حرکت/افغانستان د پانګونې د اقلیم د اسانتیاوو په پروګرام کې د پروژو د رییسې په توګه کار کړی چې د DFID لخوا تمویل شوی چیرې چې هغې په ملي کچه د اصالحاتو پروژې پیل کړې (لکه د سوداګرۍ جواز ورکولو اصلاحات، په مرکزي بانک کې د کریډیټ راجستر سیسټم پراختیا. ، او د افغانستان په مالیې وزارت کې د عامه او خصوصي مشارکت واحد تاسیس کول). نوموړې په USAID کې د پروموټ پروژې د سیمه ییزې پروژې رییسې په توګه د کار کولو تجربه هم لري چې د ښځو ملکیت او رهبري شوي سوداګرۍ مالتړ کوي.

هغې د عامه پالیسۍ په برخه کې د فراغت وروسته خپلې زده کړې د آلمان د ایرفورت په پوهنتون کې د عامه پالیسۍ د ویلی برانډټ ښوونځي څخه د نړیوال سیاسي اقتصاد په تمرکز سره تعقیب کړې. نوموړې د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه په اقتصاد کې لیسانس لري. د هغې د ژبې وړتیا ته په کتو سره، هغه د مورنیو او ملي ژبو سربیره، په انګلیسي ژبه روان دی، د هغې د الماني او فرانسوي ژبو مهارتونه معتدل دي.

MHZ

مصطفی حامد ضياء

مالي مدير

مصطفی چې دا مهال په تبعيد کې ژوند کوي، د ۲۰۲۱ کال په اگست مياشت کې د طالبانو له خوا د کابل له نيولو وړاندې نوموړی «د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون» اجرايي رئيس و. تر هغې وړاندې په زراعت وزارت کې «د زراعت د پراختيا بين المللي صندوق» په پروگرامونو کې «د ملي پروګرام مدير» و.

مصطفی همدا راز په بېلابېلو دولتي او غير دولتي موسسو کې په بېلابېلو مهمو پوسټونو کار کړی.

مصطفی خپل سند په تجاري اجرايي مديريت کې د افغانستان له امريکايي پوهتون څخه ترلاسه کړی. تر هغې وړاندې ښاغلي مصطفی خپل ليسانس سند په تجاري مطالعاتو کې د انگلستان له کارديف متروپوليتن پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی.

بسپنه ورکوونکي

Ministry of Foreign Affairs, The Netherlands

Ministry of Foreign Affairs, Norway

Swiss Federal Department of Foreign Affairs

Rockefeller Brothers Fund

Open Society Foundations

په دې ویب پاڼه کې خپاره شوي ټول منځپانګې د روادري لخوا رامینځته شوي او اړینه نه ده چې د مرستندویانو نظرونه منعکس کړي

محتوا:

راپورونه

رسنیزه اعلامیه

ملتی‌میدیا

مقالات

رواداری په اړه

همکاری با رواداری

تماس

رواداری را در شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید

Search