د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ طالبان د افغانستان قدرت ته بيا را را وګرځېدل او ددې هيواد د چارو مشري يې پر غاړه واخيسته. په دې راتګ سره يې د افغانستان د ښاروندو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو ناوړه اغېزې وښېندلې. ځکه دې ډلي په تدريجې او سيستماتيک، پلان کړل شوې او هدفمند ډول ښځي د خپلو ټولو حقوقو لکه د زده کړي حق، د کار حق، د آزادانه تګ راتګ حق، د خپل برخليک د ټاکلو حق او په عامه چارو کي د ګډون حق او نورو بشري حقونو او آزاديو څخه محرومي کړې. اوسمهال چي د طالبانو د کار ته راتګ درې کاله تېرېږي، نه يوازي دا چي د ښځو پر وړاندي په تبعيضي سياست کي يې بدلون او انعطاف نه تر سترګو کېږي، بلکي د هري ورځي په تېرېدو سره د ښځو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو باندي محدوديتونه زياتېږي.
طالبانو د اساسي قانون او نورو قوانينو او ملي خپلواکو جوړښتونو په له منځه وړلو سره ددې هيواد حقوقي ملي نظام له منځه يووړ او پدې ډول سره يې د نظام مندي بې عدالتۍ او د بشري حقونو پراخه نقض ته زمينه برابره کړه. پداسي وضعيت کي او د حقوقي عملي او ملاتړو ميکانيزمونو په نه شتون کي د تېر حکومت د کارکوونکو او د هغوئ د کورنيو د غړو، د بشري حقونو د مدافعينو په ځانګړي ډول د ښځينه فعالانو او خبريالانو پر وړاندي د تاوتريخوالي او غچ اخيستني د يرغلونو يوه لويه څپه په کار ولوېدل چي زيات شمېر قربانيان يې ودرلودل. خپلسري او نا قانونه نيوني، اجباري ورکول، شکنجه او ناوړه چلند، يو له هغو نورو شديدو مواردو څخه دی چي د بشري حقونو نقض يې رامنځته کړ، چي د هيواد په بېلابېلو برخو کي په يوه اندازه رامنځته شو او د وهم او ډار د فضا په رامنځته کولو سره د ميليونونو وطنوالو د تيښتي لامل شو.
رواداري، په ياد وخت کي په منظم او دوامداره ډول د بشري حقونو وضعيت او په ځانګړي ډول د مدني او سياسي حقونو د نقض د پېښو څارنه کړې ده او مستند کړي يې دي. زموږ همکارانو د هر ډول ستونزو او ننګونو په ځانګړي ډول هغه شديد او سخت محدوديتونه چي د طالبانو له لوري پر مطبوعاتو وضع شوي وه، د مرکو، د پوښتنپاڼو او په مستقيم ډول قربانيانو ته مراجعه، د هغوئ پاته کورنۍ غړي، عيني شاهدان او ددوی خپلوان او نورو سيمه يزو معتبرو سرچينو څخه يې د بشري حقونو د نقض د پېښو اړوند معلومات راټول او ثبت کړي دي. پر دې سربېره ټولي هغه قضيې چي د بشري حقونو د نقض اړوند دي او د رواداري په راپورونو کي نشر شوي دي، لږ تر لږه له درې خبرو او معتبرو سرچينو څخه تائيد شوي دي.
رواداري د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه بيا د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ نېټې پوري ۹۲۷۴ پېښي په افغانستان کي د بشري حقونو د نقض اړوند چي نيم له دې څخه يې د ژوند د حق د نقض اړوند قضيې دي ثبت او مستند کړي دي. دا پېښيي بېلابېلي دي لکه د ژوند د حق نقض، خپلسري او غير قانوني نيوني، شکنجې چي قتل د لامل شوي، جبري ورک کول او د ظالمانه او غير انساني مجازاتو پلي کول دي.
د لاسته راغلو شواهدو او مدارکو پر بنسټ، پدې وخت کي لږ تر لږه ۴۷۳۷ د ژوند د حق د نقض پېښي د ملکي تلفاتو اړوند دي چي هدفمند انفجاري او د ځانمرګو بريدونه، د تېرو جګړو، وسله والو شخړو او هدفمندو، پټو او د محکمې پرته وژنې او د انفجاري موادو پاته شونو په وسيله رامنخته شوي دي. ددې پېښو قربانيان ملکي کسان ښځي، نارينه او کوچنيان دي.
همدارنګه د تېرو دريو کلونو په جريان کي لږ تر لږه ۳۲۱۳ پيښي د خپلسرو او غير قانوني نیونو دي چي پدې کي ۲۲۲ پيښي د طالبانو لخوا د ښځو د نيول کېدو پېيښي دي. د تېر حکومت کارکونکي، مدني فعالان، خبريالان او د بشري حقونو مدافعان، هغه کسان چي د طالبانو د مخالفو ډلو په غړيتوب تورن دي او نور غير نظامي ښاريان په قربانيانو کي شامل دي.
د رواداري د موندنو سره سم د طالبانو د قدرت ته د راګرځېدو راهيسي ( د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه بيا د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ پوري) لږ تر لږه ۷۱۹ تنه د تېر حکومت کارمندان او د کورنيو غړي يې په خپلسري او غير قانوني ډول نيول شوي او په قتل رسېدلي دي چي پدې کي ۲۸۹ تنه په هدفمند، پټ او بېله محاکمې په قتل رسېدلي دي او ۴۳۰ نور کسان په خپلسري ډول نيول شوي او زنداني شوي دي.
همدارنګه د رواداري موندني دا څرګندوي چي د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه بيا د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ پوري لږ تر لږه ۳۲ نارينه د طالبانو په زندانونو کي د شديدو شکنجو له امله په قتل رسېدلي دي او همدارنګه پدې وخت کي ۹۰ تنه ښاروندان د هيواد په بېلابېلو برخو کي چي ۱۴ تنه يې ښځي دي په اجباري ډول ورک کړل شوي دي. دا قربانيان د تېر حکومت کار کوونکي، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او نور غير نظامي ښاروندان دي.
همدارنګه د تېرو دريو کلونو په جريان کي لږ تر لږه ۵۳۱ تنه خبريالان، مدني فعالان او بشري حقونو مدافعان، چي پدې کي ۷۸ معترضي ښځي په خپلسري ډول نيول شوي او زنداني شوي دي او هم ۸ معترضي ښځي په قتل رسېدلي دي. سربېره پر دې پدې وخت کي طالبانو لږ تر لږه ۱۱۴۴ تنه نور هيوادوال د خپلو مخالفو ډلو سره د همکارۍ، غړيتوب او يا اړيکو په تور نيولي او زنداني کړي دي.
د لاسته راغلو شواهدو پر بنسټ د طالبانو محاکمو د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه بيا د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ پوري لږ تر لږه ۱۲۰۲ تنه نارينه او ښځينه د بېلابېلو تورونو له امله په ناقانونه، ظالمانه او غير انساني ډول مجازات کړي دي. پدې مجازاتو کي د قصاص علني حکم، سنګسار، شلاق او نور غير انساني تلنلاري لکه د تورن د مخ او بدن تورول، شامل دي.
پر پورته ويل شوو مواردو سربېره، موږ بېلابېلي نوري د بشري حقونو قضيې لکه د بيان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق نقض، د ښځو د بشري حقونو نقض لکه فرمانونه، احکام او د واکمني ډلي نور تبعيضي او محدود کوونکي اقدامات، د ماشومانو، قومي او مذهبي لږکيو د بشري حقونو نقض او د طالبانو په عدلي او قضايې نظام کي عدالت ته د دوی د لاسرسي وضعيت، مستند کړی دی.
سربېره پر دې چي د بشري حقونو د نقض پيښي مو په تېرو دريو کلونو کي مستندي کړي دي، خلکو ته مو په اطلاع رسوني او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه عمومي او ځانګړي راپورونه نشر کړي دي، همدارنګه خپلي موندني او اطلاعات مو په منظم ډول د نړيوالو ميکانيزمونو سره سم لکه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د ملګرو ملتونو د ځانګړو راپور ورکوونکو او د بشري حقونو اړوند نورو ميکانيزمونو سره شريک کړي دي او د قربانيانو لپاره د عدالت غوښتني او د بشري حقونو د نقض د مرتکبينو د حقوقي تعقيب د موجوده ظرفيتونو او قانوني امکاناتو په نظر کي نيولو سره مو هڅي او عدالت غوښتني هم کړي دي.