ځانګړی راپور
16/05/2024
د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو لپاره د عدالت لپاره لارې

فهرست

سريزه

د لسیزو جګړې او شخړې په پایله کې د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او په افغانستان کې په بالقوه توګه د نسل وژنې له امله بې شمېره خلک قربانیان شوي دي. ډیری خلک هیڅکله عدالت ته نه دي رسيدلي. له عدالت – حساب ورکولو، جبران/غرامت او پخلاینې – پرته انفرادي کړاو دوام لري، او د هیواد د جګړې او تاوتریخوالي څرخ به بې له شکه  چې دوام ومومي.

له همدې امله، لکه څنګه چې په افغانستان کې دننه معافیت او جدي سرغړونې دوام لري، دا خورا مهمه ده چې عدالت ته د رسېدو لپاره احتمالي لارې وپيژنو.

دا مهال کورنۍ لارې بندې دي، خو یو شمیر نړیوالې لارې شته. دا لنډ لارښود د افغانانو لپاره د حساب ورکونې معتبر، نړیوال قضایي او غیر قضایي میکانیزمونه په ګوته کوي، او د فعالانو او د مدني ټولنې سازمانونو لپاره د ماخذ يا حوالې په توګه کارول کیږي.

د نړیوال عدالت لپاره اوسنۍ لارې له نړیوالې جګړې وروسته راڅرګندې شوې، ځکه چې نړیوالې ټولنې د بشريت پر وړاندې د نه تصور کيدونکو جرمونو څخه د خلاصون يا جبران هڅه وکړه. دولتونو په ګډه د قوانینو رامنځته کولو لپاره کار وکړ چې د داسې جنايتونو د بیا پېښېدو مخه ونیسي او د نړیوالې جنایي محکمې په ګډون د نړیوالو جرمونو د مخنیوي یا محاکمې لپاره ادارې رامنځته کړي. ډېری دې قوانینو نړیوال دودیز قانون یا قانوني نورمونو ته انعکاس ورکړ، چې د هغو ډېر شمیر هیوادونو لپاره اهميت لري چې په رامنځته کولو کې يې ښکیل ؤ.

دا قوانین او میکانیزمونه بشپړ نه دي او د تکامل په حال کې دي. خو په افغانستان کې دننه او د ملي میکانیزمونو له لارې د عدالت د ټينګښت په پرتله، ممکن دا ميکانيزمونه د عدالت لپاره د افغانانو ترټولو مناسب انتخاب وي.

هره لاره خپله پياوړتيا او کمزوري لري، او په مثالي توګه په بشپړوونکې بڼه وکارول کيږي، څو د قربانیانو او حساب ورکونې په برخه کې د اغېزو لپاره ګټور تمام شي.

 

په نورو ژبو:

فهرست

محتوا:

راپورونه

رسنیزه اعلامیه

ملتی‌میدیا

مقالات

رواداری په اړه

همکاری با رواداری

تماس

رواداری را در شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید

Search