د‌ برابر او سوله‌ ایز افغانستان لپاره

رسنیزه اعلامیه

د بشري حقونو د نړيوالي ورځي او د روادارۍ د لومړي کليزي په پار

10/12/2023

د بشري حقونو د نړيوالي اعلاميې د تصويب د ۷۵مي کليزي د رارسيدو سره همهاله، رواداري په افغانستان کي د بشري حقونو د وضعيت د خرابيدو له امله ژوره انديښنه څرګندوي. د تېرو دوو کلنو په لړ کي چي طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، موږ د هيوادوالو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو په پراخه کچه د محدوديتونو وضع کولو او ورځ تربلي د هغوي د انساني آزاديو او حقونو د نقض د زياتوالي شاهدان ؤ. په داسي ډول چي، ښځې او انجوني په افغانستان کي د واکمني ډلي د سيستماتيک او سازمان شوي توپېري چلندونو په پايله کي د زده کړو حق، کار حق او نورو بشري آزاديو څخه محرومي شوي دي، هغه مورد چي د بشري حقونو د ټولو نړيوالو سندونو سره په ټکر کي دي او د جنسيتي آپارتايد له مصداق څخه ګڼل کيږي.

همدارنګه، په دغه موده کي، طالبانو ډيری پخواني ملي قوانین د اساسي قانون په ګډون چي د بشري حقونو تضمين کوونکي وه لغوه کړه، او پر ځای يې نه يوازي دا چي د هيوادوالو د بنسټيزو حقونو او آزاديو د ملاتړ لپاره کوم کار ونکړ، بلکه د خورا سختو محدوديتونو په لګولو او د هر ډول ځواب ويلو څخه په مصؤنيت، د بشري حقونو د لا زيات نقض مرتکب شوه. د تېرو دوو کلونو په ترڅ کي، رواداري د مدني او سياسي حقونو د وضعيت په ځانګړي توګه د حقوقي نظم پاشلتيا، د عادلانه محاکمي د اصولو نقض او عدالت ته د قربانیانو نه لاسرسی، غير قانوني او خپلسرې نيوني، شکنجه او ناوړه چلند او د تېر حکومت د کارکوونکو هدفي وژنو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره کړي دي، چي د بشري حقونو د ناوړه وضعيت ښکارندويې کوي. همدارنګه، طالبانو د مدني اعتراضاتو او هڅو په ځپلو او د معترضانو د غيرقانوني نيولو له لاري د هر ډول سولييز مخالفت مخه نيولې ده.

په هر صورت، موږ باور لرو او تېرو دوه کلونو کي تجربي هم وښودله  چي د بشري حقونو د ارزښتونو د رعايت پرته، د انساني ټولني د يوي برخي په توګه د ښځو د فعاله ګډون څخه انکار کول، عدالت ته د قربانیانو نه لاسرسي او د ټولني څخه د توپيري چلند او بي عدالتۍ ليري کولو څخه بغير به په افغانستان کي سوله د لاسرسی څخه ليري وي. ځکه چي، د افرادو انساني کرامت او د  حقونو برابری د يوي تلپاتي سولييزي ټولني بنسټ جوړوي او تر څو چي په افغانستان کي د ټولو ډلو انساني حقونه په ځانګړي توګه د ښځو آزادي او بشري کرامت تامين نشي موږ به هيڅکله سولي، هوسايني، پراختيا او دوامداره ثبات ته ونه رسيږو. له همدي کبله، رواداري د واکمني ډلي څخه په تيګار سره غواړي چي د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه او د بشري حقونو په نورو نړيوالو اسنادو کي راغلو حقونو ته درنښت وکړئ او له دي لاري په خپلو قانوني مکلفيتونو باندي عمل وکړي او تر دي زيات د بشري حقونو د نقض اړوند خپلي کړني لا نوري درنې نکړي.

د دي سره همهاله، نن ورځ د روادارۍ د تاسيس د لومړۍ کليزي سره برابره ده. د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر مياشتي په لسمه نيټه رواداري د بشري حقونو د يو خپلواک بنسټ په توګه د «برابر او سولييز افغانستان» په شعار او د بشري حقونو د وضعيت څخه د څارني او د بشري حقونو د کلتور د ودې او بنسټيز کولو په موخه رسماُ کار پيل کړ. په دغه موده کي موږ معلوماتو ته د لاسرسي په وړاندي د پرتو ټولو امنيتي ستونزو، سختيو او خنډونو سره سره وتوانيدلو چي په دوامداره او اغيزمنه توګه د بشري حقونو د سرغړوني پيښي مستندي کړو او خپلي موندني د افغانستان د خلکو، نړیوالي ټولني، د بشري حقونو د نړيوالو بنسټونو او رسنيو سره شريکي کړو. د دي برسيره، رواداري د تېر يو کال په ترڅ کي د ملګرو ملتونو سازمان، د جزا نړيوالي محکمي او د عدالت لپاره نورو نړيوالو ميکانيزمونو سره خپلې اغيزمني عدالتي غوښتني ته په افغانستان کي د معافيت د کلتور د پاي ته رسيدلو په موخه دوام ورکړي ده. موږ د بشري حقونو د فعالينو، هنرمندانو، څيړونکو او پوهانو، معترضانو او نورو فعالو او اغيزمنو ډلو سره په سلا مشوره، همږغۍ او نژدي همکاريو سره د سولي او برابرۍ د کلتور د پراختيا لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوو. اوس د رواداري د لومړنۍ کليزي په درشل کي، موږ په خپلي پياوړي ارادی او ژمنتيا سره د بشري حقونو د پراختيا، د بي عدالتۍ او توپېرونو سره د مبارزې او په افغانستان کي د ځواب ورکووني او عدالت باندي ټينګار کوو او په دغه لاره کي، د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولني سره په همږغۍ، د ټولو قانوني وړتياؤ، امکاناتو او ابزارو څخه ګټه پورته کوو.

د‌ برابر او سولیز افغانستان لپاره​

محتوا:

راپورونه

رسنیزه اعلامیه

ملتی‌میدیا

مقالات

رواداری په اړه

همکاری با رواداری

تماس

رواداری را در شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید

Search