د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو لپاره د عدالت لپاره لارې

سريزه د لسیزو جګړې او شخړې په پایله کې د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او په افغانستان کې په بالقوه توګه د نسل وژنې له امله بې شمېره خلک قربانیان شوي دي. ډیری خلک هیڅکله عدالت ته نه دي رسيدلي. له عدالت – حساب ورکولو، جبران/غرامت او پخلاینې – پرته انفرادي کړاو دوام […]

محدودیت، ځپل او سانسور: په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان آزادۍ وضعیت

په افغانستان کې هغه فعالې رسنۍ چې مخکې يې د بيان د آزادۍ په ترويج او په آزاداه توګه د اطلاعتو په خپرولو کې مهم نقش درلود، خپله خپلواکي او د عمل آزادي يې له لاسه ورکړې، او د وېرې او اختناق د فضا له امله هيوادوالو څخه د آزاد او انتقادي نظر څرګندولو حق هم اخستل شوی دی.

د طالبانو په عدلي او قضايي نظام کې عدالت ته د لاسرسي وضعيت

رواداري د طالبانو د عدلي او قضايي نظام د فعاليت او هم عدالت ته د افغانستان د خلکو د لاسرسي د وضعيت د يو دقيق او روښانه تصوير وړاندې کولو په موخه دغه راپور خپروي. په دغه راپور کي راغلي معلومات او موندنې د طالبانو د عدلي او قضايي بنسټونو پر کړنو باندي د ۲۰۲۱ د اګست د ۱۵  نيټي څخه تر ۲۰۲۳ جون مياشتي پوري رانغاړي

په افغانستان کې خپلسرې او غير قانوني نيونې

سريزه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د آزادۍ او شخصي امنيت د حقونو نقض له شته ننګونو او اندېښنو څخه دي، چې په دې هيواد کې د ډار او وېرې د فضا رامنځته کېدو لامل شوي. د روادارۍ د موندنو او معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې پر هيواد له […]

په کندهار، پنجشير، ننگرهار او سرپل د هدفي او محاکمې پرته وژنې

سريزه د ۲۰۲۱ کال د اگست پر ۱۵مه نېټه افغانستان د لوی بدلون شاهد و. د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له طالبانو سره له شل کاله جگړې او شخړې وروسته بالاخره سقوط وکړ، او طالبان له نظامي لارې په زور پر افغانستان مسلط شول او د هيواد چارې يې په لاس کې ونيولې. دې ډلې […]

ځپل او شاتګ

پېژندنه دغه راپور پر هغو ډېرو مهمو پيښو او د بشر حقونو د سرغړونو پر مواردو راڅرخي، چې د طالبانو د يو کلن حکومت پر مهال د (۱۴۰۰ هجري لمريز د زمري له ۲۴مې څخه د ۱۴۰۱ لمريز کال د زمري تر  ۲۴) پورې په افغانستان کي پېښې شوې دي. يادې پېښې د بشر حقونو […]