د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د پرشاتګ په اړه ګډه اعلامیه

موږ د افغانستان د ښځو او نجونو په پیوستون کې له دوی سره ولاړ یوو، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له راستنیدو راپدېخوا د خپلو بنسټي حقونو په برخه کې له ویجاړونکي سیستماتیک بدلون او پرشاتګ سره مخامخ شوې دي. مونږ د ښځینه يا فیمينستي  سازمانونه په توګه د […]

په افغانستان کې د طبي علومو په انسټیټوتونو کې د ښځو او نجونو د زده کړو په دوام د بندیز په اړه ګډه رسنیزه اعلامیه

له ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو څخه د ښځو د پوره محوه کولو او حذفولو لپاره د طالبانو د تبعیضي او منظمو یا سیستماتیک سیاستونو په دوام، د دغې ډلې مشر په نوي ظالمانه فرمان کې طبي/روغتیايي برخو کې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو بنسټونو ته امر کړی چې وروسته له دې […]

د طالبانو ډلي له خوا په افغانستان کي د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د اجرا له امله د بشري حقونو د نقض اړوند

رواداري د افغانستان د وګړو د بنسټيزو آزاديو او حقونو په اړه «د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون»د پايلو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي. دغه قانون چي د اسلامي شريعت څخه د افراطي، سليقوي او سختګيرانه تفسيرونو پر بنسټ رامنځته شوي دي، د زور ويلو، ازاديو د ځپلو او انساني کرامت د […]

افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا راګرځیدني د دریم کال او د پراخو بشري حقونو د نقض اړوند

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ طالبان د افغانستان قدرت ته بيا را را وګرځېدل او ددې هيواد د چارو مشري يې پر غاړه واخيسته. په دې راتګ سره يې د افغانستان د ښاروندو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو ناوړه اغېزې وښېندلې. ځکه دې ډلي په تدريجې […]

د بشري حقونو د نړيوالي ورځي او د روادارۍ د لومړي کليزي په پار

د بشري حقونو د نړيوالي اعلاميې د تصويب د ۷۵مي کليزي د رارسيدو سره همهاله، رواداري په افغانستان کي د بشري حقونو د وضعيت د خرابيدو له امله ژوره انديښنه څرګندوي. د تېرو دوو کلنو په لړ کي چي طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، موږ د هيوادوالو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو په پراخه […]

له ټولنې څخه د ښځو حذف ول، د بشري حقونو دوامداره سرغړونې او د رسنیو محدودیتونه: په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پایلې

د ۲۰۲۱ کال د اگست پر ۱۵مه، د طالبانو اسلامي امارت بياځلي پر افغانستان مسلط شو. له هغې وخته تر اوسه دوه کاله تيريږي، او په دې موده کې موږ په بېلابېلو برخو کې د مهمو بدلونونو شاهدان وو، چې د بشر حقونو پر وضيت يې خورا منفي او زيانمنوونکې اغېزې او پايلې درلودې.

مطبوعاتي اعلاميه د مارچ د اتمې په مناسبت

د مارچ د اتمې په مناسبت، رواداري د افغانستان د آزادۍ غوښتونکو ښځو د نه ستړي کېدونکو مبارزو درنښت کوي. د افغانستان ښځې په ټوله کې په يواځې ځان او له ټولو ګواښونو او ننګونو سره، سره په زړورتيا او ژمنتيا سره د خپل هيواد د راتلونکي لپاره مبارزه کوي. د ښځو د پيوستون په […]