نن پنجشنبه د جنوری ۲۳مه ورځ د جزا نړيوالي محکمي په افغانستان کي د جنسیتی تعذیب چي د بشریت ضد جنایت حسابيږي په تور هیبت الله آخندزاده د طالبانو رهبر او عبدالحکیم حقانی د دي ډلي د ستري محکمه د ریيس د نيولو غوښتنه کړي. دا غوښتنه به د قضایي بورډ له خوا چې د محکمې د مقدماتي څانګې له دریو قاضیانو څخه جوړه وي وڅیړل شي او که تصویب شي، ټول غړي هیوادونه دنده لري چې د دغو تورنو کسانو په نیولو کې اقدام او همکاري وکړي. د غړو هيوادونو له خوا د نيولو اقدام هغه وخت تر سره کیږي کله چي تورن کسان دغو هيوادونو ته سفر وکړي
د يادو کسانو محاکمه او سزا ښايي کلونه وخت ونيسي؛ د جزا نړيوالي محکمي حکم د تورنو لپاره په داسي حال کي چي په تېرو دريو کلنو کي ښځو په افغانستان کي د ځپلو شديد ترین ډول تجربه کړي دي او د دغي مودي به جريان کي په پراخه او سیستماتيکه توګه د خپلو بشري حقونو او آزاديو لکه د زده کړو او تحصيل حق د کار او آزاد تګ راتګ حق څخه محروم شوي دي صادر کړي دي، دا په دغه هيواد کي د جنایت د عاملانو او مسؤلينو د ځواب ورکوني لپاره ډير مهم ګام دي
رواداري د جزا نړيوالي محکمي د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ، هغه د عدالت د ټينګښت او په افغانستان کي د جنايتونو د تکرار د مخنيوي لپاره اغيزمن اقدام ګڼي او همدارنګه په دغه هيواد کي د نړيوالو جرايمو اړوند ټولو دوسيو ته په رسيدګۍ باندي ټينګار کوي. ځکه چي د ۲۰۰۳م کال څخه له کومي چي افغانستان د روم د اساسنامي سره يو ځای شوي دي، په افغانستان کي په پراخه کچه د بشري حقونو د سرغړوني موارد چي د همدي محکمي په قضايې صلاحيت کي دي تر سره شوي دي. له همدي امله، موږ هيله مند يو چي د محکمي په اختيار کي کافي منابع ورکړل شي، تر څو د بشري حقونو د سرغړونو له امله د قربانيانو اړوند څيړني او نورو جرايمو ته هم د تحقیق زمينه برابره شي. موږ همداراز ټینګار کوو چې په افغانستان کې د مجرمینو او د جرمونو مسؤلینو ته د عدالت د اغیزمن تطبیق او حساب ورکولو لپاره د ټولو نړیوالو قضایي میکانیزمونو لکه د عدالت نړيوالي محکمي، نړيوال قضايې صلاحيت او د ملګرو ملتونو سازمان نورو میکانیزمونو ته په یو وخت کي د پلي کیدو ته اړتیا ده
رواداري په تېرو دریو نیم کلنو کي د عدالت غوښتني او د بشري حقونو د نقض د پيښو د څارني په ځانګړي توګه په افغانستان کي د بشريت په ضد جنايتونو اړوند د اطلاعاتو او شواهدو راټولولو له لاري د دغه ګډو هڅو برخه وه او همدارنګه د جزا نړيوالي محکمي سره د اړتيا وړ شواهدو او مدارکو راټولولو کي مرسته کړي او ادامه ورکوي. رواداري همدارنګه د قربانيانو او شاهدانو سره د بشري حقونو د سرغړوني دوسيو ته د رسيدګۍ نړيوالو قضايې میکانيزمونو په ځانګړي توګه د جزا نړيوالي محکمي د کار د ډول او لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي په ډيروالي کي خپلو هڅو ته ادامه ورکوي