له ټولنې څخه د ښځو حذف ول، د بشري حقونو دوامداره سرغړونې او د رسنیو محدودیتونه: په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پایلې
د ۲۰۲۱ کال د اگست پر ۱۵مه، د طالبانو اسلامي امارت بياځلي پر افغانستان مسلط شو. له هغې وخته تر اوسه دوه کاله تيريږي، او په دې موده کې موږ په بېلابېلو برخو کې د مهمو بدلونونو شاهدان وو، چې د بشر حقونو پر وضيت يې خورا منفي او زيانمنوونکې اغېزې او پايلې درلودې.
د طالبانو د رهبر د فرمانونو د اجرا، څارنې او تعقيب بنسټ ته د لويې څارنوالۍ راټيټول
د طالبانو رهبر ملا هيبتالله اخندزاده په يو شفاهي فرمان سره، د لويې څارنوالۍ بنسټ، چې د هيواد د عدلي او قضايي سيستم اصلي بنسټ دی، «د احکامو او فرمانونو د څارنې او تعقيب لوی رياست» ته اړولی.
مطبوعاتي اعلاميه د مارچ د اتمې په مناسبت
د مارچ د اتمې په مناسبت، رواداري د افغانستان د آزادۍ غوښتونکو ښځو د نه ستړي کېدونکو مبارزو درنښت کوي. د افغانستان ښځې په ټوله کې په يواځې ځان او له ټولو ګواښونو او ننګونو سره، سره په زړورتيا او ژمنتيا سره د خپل هيواد د راتلونکي لپاره مبارزه کوي. د ښځو د پيوستون په […]
رواداري د برابر او سولهایز افغانستان لپاره خپل کار پيلوي
رواداري نن ورځ له ۱۵ مياشتو فکر، مشورو، د بشر حقونو بې غږ و غوږه څارنې او په هيواد کې د ننه او بهر د خپلې شبکې تر پياوړتيا وروسته، په ښکاره خپل کار پيلوي.