د‌ برابر او سوله‌ ایز افغانستان لپاره

رسنیزه اعلامیه

مطبوعاتي اعلاميه د مارچ د اتمې په مناسبت

08/03/2023

د مارچ د اتمې په مناسبت، رواداري د افغانستان د آزادۍ غوښتونکو ښځو د نه ستړي کېدونکو مبارزو درنښت کوي. د افغانستان ښځې په ټوله کې په يواځې ځان او له ټولو ګواښونو او ننګونو سره، سره په زړورتيا او ژمنتيا سره د خپل هيواد د راتلونکي لپاره مبارزه کوي. د ښځو د پيوستون په نړيواله ورځ، رواداري د ښځو د انساني غوښتنو د پوره کېدو په موخه د افغانستان له ښځو سره پر ولسي او نړيوال پيوستون ټينګار کوي.

د افغانستان ښځې په تېرو ۱۸ مياشتو کې د طالبانو د سيستماتيک او هدفي توپير په پايله کې له خپلو ډېرو لومړنيو حقونو او آزاديو څخه محرومې شوې دي. اوس چې د طالبانو د حاکميت نژدی دوه کاله تيريږي، له بده مرغه موږ افغانستان کي د بشري حقونو د ټولو لاسته راوړنو د له منځه تللو لکه د تېرو نافذو قوانينو لغوه کېدل او ورپسې د ښځو د مدني حقونو د ملاتړ لپاره د قانوني ميکانيزمونو د له منځه تللو شاهدان يوو، چې دا چاره په بېلابېلو ابعادو کې د تاوتريخوالي او د ښځو د مدني او سياسي آزاديو د نقض لامل شوې ده.

له بلې خوا، په تېرو ۱۸ مياشتو کې د ښځو پر اساسي حقونو د محدوديت لګولو او په عمومي چارو کې د ښځو د ګډون د مخنيوي په موخه د طالبانو له خوا يو شمېر مقررات او فرمانونه اعلان شول، چې په پايله کې يې سلګونه زره ښځې او نجونې د تعليم او کار له حقونو محرومې شوې. تر دې چې روغتيايي مرکزونو ته هم د ښځو لاسرسی محدود شوی؛ ځکه طالبانو د ښځو پر آزاد تګ را تګ هم سخت محدوديتونه لګولي دي.

په افغانستان کې ښځينه فعالانې دغو محدوديتونو ته په ځواب کې په يواځې ځان خو په زړورتيا سره درېدلې دي. د حقونو او جنسيتي برابرۍ لپاره د افغانو ښځو په دې زړوره مبارزه کې، د اسلامي هيوادونو رهبران او د سيمې او ټولې نړۍ رهبران منفعل څارونکي ؤ، او يا يې يواځې په اعلاميو او ويناوو بسنه کړې. سره له دې، په افغانستان کې ښځينه او نارينه فعالانو خپلې پرله پسې مبارزې ته دوام ورکړی. پر سړکونو د لاريونونو په جوړولو، د هنري آثارو په توليد، د آنلاين او پټو ښوونيزو ټولګيو په جوړولو، د کتابخانو په جوړولو، په ملي او بين المللي کچو د عدالت غوښتونکو او د نورو اعتراضي او روڼ آندي فعاليتونو په ترسره کولو سره، ښځې د خپلو بنسټيزو حقونو د بېرته ترلاسه کولو په لټه کې وې. يو شمېر نارينه فعالان هم په مدني نافرمانۍ او د ښځو د زده کړو د حق لپاره د عدالت غوښتنو له لارې له دې مبارزې سره يوځای شوي دي. خو دې مدني او سوله‌ييزو هڅو ته د طالبانو ځواب تهديد، ټکول، نيول او د فعالانو او لاريون کوونکو شکنجه کول ؤ. اوس هم يو شمېر دغه فعالان او معترضان په توقيف کې دي او د برخليک په اړه يې دقيق معلومات په لاس کې نشته.

په داسې وضعيت کې او د ښوونځيو او پوهنتونونو د پسرلنيو سمسترونو د پيل په درشل کې، د افغانستان ښځې او نجونې د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره په ملي او بين المللي کچه معنا لرونکي او اغېزناک پيوستون ته اړتيا لري.

په ملي کچه، متنفذين، علما، سوداګر او د خصوصي سکتور استازي بايد په ټوليز او هدفي ډول د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د بيا پرانستلو لپاره لازم فشارونه وارد کړي، دا ډلې او اقشار بايد د اوسني غيرعادلانه وضعيت د بدلون لپاره خپل ټولنيز او اقتصادي نفوذ او قدرت وکاروي. د ښځو او نجونو د تعليم لپاره په اوسنيو شرايطو کې ملي پيوستون د بدلون تر ټولو کارنده او ځواکمن ابزار دی.

د ښځو او نجونو د تعليم او کار بندېدل به د افغانستان د ټولو خلکو او د دې هيواد د پراختيا او پرمختګ د بهير لپاره زيانمنوونکې او اوږدمهالې ناوړه پايلې ولري.

په هيواد کې دننه له فعالانو او خوځښتونو سره په بهر کې د مېشتو فعالانو،افرادو او اغېزناکو مدني بنسټونو پيوستون د اوسني وضعيت بله مهمه اړتيا ده. د تعليم، کار او د ښځو لپاره د برابرو حقونو غوښتلو د ګډې موخې لپاره د افغانستان د مدني بنسټونو همغږي او ګډ کار، کولای شي د افغانستان وضعيت ته د نړۍ مثبته پاملرنه جلب کړي، او د دې هيواد د خلکو لپاره هيله بښونکي وي.

سربېره پر دې، په افغانستان کې د ښځو د وضعيت د بدلون لپاره د نړۍ په کچه د نړیوالو بنسټونو او سياسي رهبرانو له خوا د معنا لرونکي پيوستون اړتيا هم شته. نړيواله ټولنه بايد په پرله پسې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعيت د ښه والي لپاره فشار وارد کړي. اړوند نړیوال بنسټونه بايد د افغانستان د تنوع په منلو سره، د دې هيواد اړوند د ټولو تصاميمو او پاليسيو په برخه کې، د هيواد په دننه او بهر کي د افغانستان له ښځو سره مشورې وکړي.

حاکم مقامات بايد د بشر حقونو د منل شويو اصولو او موازينو د درناوي او د فقر او د افغانستان د خلکو د جمعي کړاو د کمولو لپاره پر خپلو قانوني مسئوليتونو او مکلفيتونو عمل وکړي، او ژر تر ژره د ښځو پر بنسټيزو حقونو او آزاديو لګول شوي محدوديتونه لرې کړي.

د افغانستان د مبارزو ښځو د شعار د تحقق په هيله «ډوډۍ، کار، آزادي»

د‌ برابر او سولیز افغانستان لپاره​

محتوا:

راپورونه

رسنیزه اعلامیه

ملتی‌میدیا

مقالات

رواداری په اړه

همکاری با رواداری

تماس

رواداری را در شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید

Search