سريزه
دا مهال افغانستان د نړۍ يواځنی هيواد دی چې ښځې او نجونې پکې منځنيو او لوړو زدکړو ته لاسرسی نه لري. د ملګرو ملتونو تعليمي، علمي او فرهنګي سازمان ويلي چې قدرت ته د طالبانو له راستنېدو راپدېخوا، له ۱.۴ ميليون څخه ډېرې په شرايطو برابرې نجونې په عمدي توګه ښوونځی ته له تګ منعه شوې دي.
په دې راپور کې د افغانستان د ښځو د تعلیم او تحصيل پر حق د طالبانو د بيا راستنېدو د اغېزو تحليل او ارزونه، او هم تر ټولو مهم بدلونونه چې د دې هيواد د ښوونې او روزنې په نظام کې په تېرو درې کلونو کې پېښ شوي دي، تحليل او ارزول شوي دي. موخه دا ده چې له يوې خوا د تعليم او تحصيل له حق څخه د ښځو د عمدي محروميت لپاره د طالبانو د سازمان شويو اقداماتو او سياست حقوقي او د بشري حقونو ابعاد بيان شي او له بل پلوه د دې ډلې په سياست او تعليمي نظام کې د ماشومانو او ځوانانو د ښوونې او روزنې د لرليد شننه او ارزونه وشي. ځکه مساله يواځې د تعليم له حق څخه د ښځو او نجونو محرومېدل نه دي؛ بلکې بله اندېښنه چې تر اوسه ډېر کم بحث ورباندې شوی، پر داسې لاره د ښوونيز نظام د روانولو لپاره د طالبانو پراخې او هدفي هڅې دي، چې کولای شي د افغانستان د ټولنې پر کليت او د دې هيواد د ښځو او نجونو پر وضعيت اوږدمهاله اغېزې وښندي.
سره له دې، په دې راپور کې هڅه شوې چې د ښځو او نجونو د تعليم د حق د وضعيت د تحليل تر څنګ پر هغو لويو بدلونونو هم بحث وشي چې حاکمې ډلې واک ته له راستنېدو وروسته د تحصيلي او ښوونيزو موسسو په درسي پروګرامونو کې پلي کړي دي. د ښځو او نجونو د تعليم د حق د سلبولو لپاره د طالبانو تدريجي، سازمان شوي او هدفي اقدامات، د «امربالمعروف او نهی عن المنکر» د قانون له خپرولو وروسته په ښوونځيو او تعليمي او تحصيلي موسسو کې محدوديتونه سختېدل، د ښوونځيو او پوهنتونونو په ښوونيزو نصابونو کې پلي شوي بدلونونه، د تعليمي او تحصيلي مرکزونو د کتابتونونو تفتيش، د ښوونځيو د ښوونکو او د پوهنتونونو د استادانو د استخدام لپاره د طالبانو معيارونه، په درسي نصاب کې بدلونونه او په پايله کې يې د بشر حقونو د معيارونو نقض، په مورنۍ ژبه زدکړې ته د لاسرسي وضعيت او قومي او مذهبي لږکيو زده کوونکو او محصلينو ته د مذهب، فرهنګ او تاريخ ښوونه، د سواد او کار زده کړې ته د معلوليت لرونکو نجونو لاسرسی، په ښوونځيو کې د ماشومانو انضباطي لاري چاري، د تعليم له حق څخه د ښځو د محروميت ټولنيزې، اقتصادي او رواني پايلې او د ښځو او نجونو لپاره د تعليم د بديلو لارو چارو ارزونه هغه مهم موضوعات دي چې په دې راپور کې په جامع او مفصل ډول ارزول شوي دي.
تمه کيږي چې د دې راپور موندنې او وړانديزونه د نړيوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان او په ځانګړي ډول د جزايي ميکانيزمونو، د بشر حقونو د سازمانونو، د حاکمو چارواکو او نورو اړوندو مراجعو د پام وړ وګرځي او د تعليم او تحصيل حق ته د لاسرسي د تامين او هم د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ښوونې او روزنې بحران ته د رسېدو لپاره اغېزناک اقدامات ترسره شي.
د معلوماتو د راټولولو لاري چاري
په دغه راپور کې د راغليو اطلاعاتو لويه برخه، د پوښتنپاڼو له لارې د رواداري د څارونکو له خوا ترلاسه شوې او د هغو ښځو او نجونو قربانیانو چې د تعليم له حق څخه محرومې شوې دي او د هغو ښځو چې د تاوتريخوالي قرباني شوې دي، او د عيني شاهدانو، خبريالانو، مدني فعالانو او د بشر حقونو د مدافعانو، د روغتيايي مرکزونو د مسئولينو، د ښوونځيو او پوهنتونونو د استادانو، د نجونو او هلکانو محصلينو او زده کوونکو، مدافع وکيلانو او بين المللي اړوندو بنسټونو د کارکوونکو په ګډون د افغانستان په ۲۶ ولايتونو کې ډېر شمېر محلي سرچينو ته له مراجعې څخه ترلاسه شوې. د معلوماتو او مرکو د راټولولو پروسه، د رواداري د شپږ تنو څيړونکو تر څارنې لاندې ترسره شوې، او له يادو سرچينو څه د ترلاسه شويو اطلاعاتو له کيفيت او اعتبار څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، د رواداري څېړونکو د تحصيلي او ښوونيزو موسسو اړوند د طالبانو له خوا له صادر شويو پرېکړو، فرمانونو او نورو کتبي اسنادو سره مقايسه شوي او مطابقت ورکړل شوی.
په دې راپور کې، د رواداري په مخکنيو راپورونو، او نورو مطالعاتي راپورونو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه مخکې د افغانستان د ښځو د تعليم او تحصيل د وضعيت په اړه د بشري حقونو سازمانونو او رسنيو له خوا خپاره شوي، هم استناد شوی دي. همدا راز، له مخکنيو قوانينو او د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت د پوهنې وزارت او اړوندو بين المللي سازمانونو له راپورونو څخه د پوهنې د مخنينې د درک لپاره، او هم د طالبانو د اوسني ښوونيز او روزنيز نظام د وضعيت اړوند له راپورونو څخه استفاده شوې. سره له دې، دا راپور د افغانستان د ښځو د تعليم او تحصيل د وضعيت او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه واک ته د طالبانو له بيا راګرځېدو څخه د ۲۰۲۴ کال تر نوامبر پورې د هيواد د ښوونځيو او پوهنتونونو په درسي پروګرامونو کې د پلي شويو بدلونونو جامع تحليل وړاندې کوي.
د يادونې وړ ده چې د مرکه شويو کسانو او سرچينو له امنيت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د نېټې د ذکر کولو او د يو شمېر پېښو د موقعيت اړوند د جزئياتو وړاندې کولو څخه په قصدي ډول ډډه شوې ده.
محدوديتونه
د طالبانو له خوا د سختو محدوديتونو د پلي کولو له امله اطلاعاتو ته لاسرسی د هرې ورځې په تېرېدو لا سخت شوی دی، ځکه هغوی د وېرې او ډار د فضا په رامنځته کولو سره د طالبانو د خوښې خلاف د هر ډول معلوماتو او د بشر حقونو د نقض اړوند معلوماتو د خپرولو مخنيوی کوي. په دې منځ کې، د استخباراتو، امربالمعروف، د اطلاعات و فرهنګ رياستونه او د واليانو دفترونه د دې محدوديتونو په پلي کولو کې مهم نقش لري. په ځانګړي ډول، د طالبانو سختو قوانينو ته په پام سره د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعيت اړوند د معلوماتو راټولول د لا زیاتو ننګوونو او سخت کار سره مخ شوي دي.
لکه څنګه چې مرکه شويو کسانو رواداري ته ويلي چۍ طالبان خبريالانو، رسنيو او نورو هيوادوالو ته چې د ښځو غږ ثبت او خپور کړي سزا ورکوي. سربېره پر دې، طالبانو په يو شمېر ولايتونو کې رسنۍ او سيمه ييز خبريالان تهديد کړي چې که د افغانستان د ښځو د وضعيت او د بشر حقونو د نقض د قضيو په اړه معلومات خپاره کړي، رسنۍ به يې وتړل شي او خپله به بنديان شي. همدا راز، د مرکه شويو د مرکو پر بنسټ، طالبان حتا ټلفوني، د ټولنيزو رسنيو د مسنجرونو لکه وټساپ، فيسبوک او ټلګرام اړيکې هم ګوري چې د بشر حقونو د نقض د پېښو د ثبت او خپرولو د مخنيوي ډاډ ترلاسه کړي. له همدې امله رواداري بنسټ د دې راپور د اړتيا وړ معلوماتو د راټولولو په بهير کې، د هيواد په ځينو برخو کې له د يو شمېر ښځو د مرکو اخيستلو او د طالبانو تر کنټرول لاندې د ديني مدرسو د درسي پروګرامونو اړوند د جزئياتو په ترلاسه کولو کې له جدي محدوديتونو سره مخامخ و.