د‌ برابر او سوله‌ ایز افغانستان لپاره

رسنیزه اعلامیه

د طالبانو ډلي له خوا په افغانستان کي د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د اجرا له امله د بشري حقونو د نقض اړوند

26/08/2024

رواداري د افغانستان د وګړو د بنسټيزو آزاديو او حقونو په اړه «د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون»د پايلو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي. دغه قانون چي د اسلامي شريعت څخه د افراطي، سليقوي او سختګيرانه تفسيرونو پر بنسټ رامنځته شوي دي، د زور ويلو، ازاديو د ځپلو او انساني کرامت د نقض د کلتور د پراختيا باعث به وګرځي. دغه ډول تفسير د افغان ټولني او نورو اسلامي هيوادونو د اسلامي منځلارو تعبيرونو سره په ټکر کي دي، اما دا ډول افراطي تفسيرونه په دغه هيواد کي نه تاريخي ريښه لري او نه به هم د خلکو په منځ کي د منلو وړ وي. له همدي امله، ياد قانون، په حقيقت کي د بشري حقونو څخه د سرغړوني او پر ټولنه باندي د بي دليله محدويتونو د تحميل په اړه د طالبانو رسمي فرمان او حکم دي

 د زور ويلو کلتور پراختيا او د ټولني کنترول

د «امربالمعروف او نهی عن المنکر» قانون چي د تاوتريخوالي پر لارو چارو، ځوروني، سخت اجبار او سزا باندي ټينګار لري، اجرا به يې د روز ويلو د کلتور د پياوړتيا باعث وګرځي. ځکه چي دغه قانون د طالبانو اړوند افرادو او بنسټونو ته د دي اجازه ورکوي چي د زور، فشار، ويرې او ګواښ له لاري خلک د خپلو ځانګړو مذهبي معیارونو  پيروي ته اړ کړي. دغه لار نه تنها د بشري حقونو د اصولو سره په ټکر کي ده، بلکه په ټولنه کي د ډار د فضا د رامنځته کيدو او ژوري بي اعتمادي باعث هم ګرځي

 د ښځو د حقونو نقض او د جنسيتي تبعیض زياتوالي

دغه قانون پر ښځو باندي د سختو محدويدتونو د وضع کولو  له امله، لکه د ځانګړي پوښښ اجباري کول، او د ښځو د ټولنيز حضور محدودول او آن د ښځو غږ، په ښکار ډول د ښځو د برابرو حقونو نقض او د جنسيتي تبعیض سختوالي ته لمن وهي. دغه کړنلاره، ښځي د انتخاب له حق او خپلو بنسټيزو حقونو څخه محروموي، او هغوي تر اوس لا هم زيات د ټولني څخه ليري کوي

 د بيان او عقيدي د آزادۍ ځپل

د دغه قانون سره سم، ټول هغه عقايد او افکار چي د طالبانو د ليدلوري سره همږغي ونلري د سزا وړ بلل کيږي. پر رسنيو، کلتور او هنر باندي د شديد کنترول، د بيان آزادۍ باندي د محدوديتونو وضع کولو، د فکري او کلتوري نوښت د پراخ سانسور او ځپلو سبب به وګرځي. دغه محدوديتونه، په ټولنه کي د آزادو خبرو اترو او د افکارو د تبادلي فضا له منځه وړي او د طالبانو ډلي فکري انحصار ته مشروعيت ورکوي

 د خصوصي حريم نقض او په شخصي ژوند کي مداخله

دغه قانون، د طالبانو اړوند اشخاصو او بنسټونو ته اجازه ورکوي چي د افرادو پر شخصي ژوند او کړنو باندي څارنه وکړی. دغه ډول مداخلې، د ښاروندانو د خصوصي حريم ښکاره نقض دي، او د دي باعث ګرځي چي خلک په دوامداره توګه د طالبانو ډلي د څارني او کنترول لاندي و اوسي. دغه ډول څارنه نه تنها د بشري حقونو د اصولو سره په ټکر کي ده، بلکي، د قدرت څخه د ناوړه ګټي اخيستني د زياتوالي او افرادو پر حقونو باندي د تيري باعث هم ګرځي

 د کلتوري او مذهبي تنوع پر وړاندي ګواښ

د «طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون»، د ځانګړو مذهبي او کلتوري بېلګو د تحميل له امله، د افغانستان غني کلتوري او مذهبي تنوع د ګواښ سره مخ کوي. د يو ځانګړي مذهبي ليدلوري څخه پيروي ته مجبورول، په ټولنه کي د لږکيو د ځپلو، يو بل سره د سولييزي اوسيدني او تنوع د کمزوري کولو باعث ګرځي. دغه کړنه نه تنها د مذهبي لږکيو او نورو ټولنيزو ډلو د حقونو د سرغړوني باعث ګرځي، بلکي، په ټولنه کي ټولنيزو اختلافاتو او بي اتفاقيو ته هم لمن وهي

پايله

رواداري د افغانستان د خلکو پر آزاديو او بنسټيزو حقونو باندي د «طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون» د اجرا د مخربو پايلو په اړه ژوره انديښنه لري. دغه قانون، د درنښت او يو بل سره د اوسيدني د کلتور د پراختيا په ځاي، د زور ويلو، د بشري حقونو د نقض او د فردي آزاديو د نقض باعث ګرځي. رواداري په هيواد کي دننه او بهر د ديني علماؤ او چارو پوهانو، د اسلامي او سيمه ييزو هيوادونو مشرانو، نړيوالي ټولني او نړيوالو بنسټونو څخه غواړي چي د دغه قانون د لغوه کولو لپاره خپلي هڅی زیاتي کړي او د عدالت او برابرابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو ملاتړ وکړي.

د‌ برابر او سولیز افغانستان لپاره​

محتوا:

راپورونه

رسنیزه اعلامیه

ملتی‌میدیا

مقالات

رواداری په اړه

همکاری با رواداری

تماس

رواداری را در شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید

Search