د ۲۰۲۵ تعلیمي کال پیل او په افغانستان کې د ښوونځیو پرانیستل، د دې هېواد د ښځو او نجونو د زدهکړې له حق څخه د محرومیت څلورم کال یادوي، چې هغوی د جنسي تبعیض او ظلم لاندې ژوند ته مجبورې کړي دي. په دې موده کې، طالبانو د لیکليو او شفاهي فرمانونو له لارې، په پراخ او سیستماتیک ډول، له ۱.۵ میلیونه څخه ډېرو وړ نجونو د ښوونځي او زدهکړې حق اخیستی دی. اوس چې نوی تعلیمي کال پیلېږي، بدبختانه د طالبانو د تبعیض پر بنسټ سیاست کې د بدلون هېڅ نښه نه شته، او نه هم د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو هیله لیدل کېږي. دا وضعیت د ښځو پر وړاندې د ټولو تبعیضي بڼو د له منځه وړلو نړیوال کنوانسیون ښکاره سرغړونه ده او کېدای شي د بشریت پر ضد د جرم یوه بڼه وبلل شي.
د ښځو او نجونو د زدهکړې له حق څخه محرومیت تر اوسه کورنیو او ټولنې ته جدي ټولنیزې، رواني او اقتصادي ستونزې پیدا کړې دي. هغه نجونې چې یو وخت یې د لوړو زدهکړو او علمي بریاوو لویې هیلې لرلې، اوس له هېڅ روښانه راتلونکي پرته، له ګڼو ستونزو سره مخ دي. ژور خپګان، رواني ناروغۍ، جبري او زودهنګام واده، او د ځان وژنې زیاتې هڅې، د دې وضعیت مهمې پایلې دي. د طالبانو دا تبعیضمحوره سیاست، ټولنه د ښځو له استعدادونو او مهارتونو بېبرخې کړې او د هېواد ټولنیز او کلتوري پرمختګ ته یې جبرانناپذیره زیان رسولی دی.
د نوي تعلیمي کال په درشل کې، رواداري او مصور د طالبانو له سیستماتیکو هڅو اندېښمن دي، چې غواړي د افغانستان د زدهکړې نظام ایدیولوژیک کړي، چې دا به د دې هېواد د ماشومانو پر راتلونکي ناوړه اغېزې ولري. طالبان، د ښځو د زدهکړې د مخنیوي تر څنګ، د قومي او مذهبي لږکیو ماشومانو ته د مذهب، تاریخ او کلتور د تدریس مخنیوی هم کوي. همداراز، هغوی د ښوونځیو په نصاب کې پراخ بدلونونه راوړي، چې له امله به یې تبعیض، جنسي نابرابري او د ټولنې کلتوري تنوع له منځه یوړل شي.
سره له دې، موږ ټینګار کوو چې د افغانستان د ښځو د بشري حقونو د دوامداره سرغړونو مخنیوی او د هغوی د زدهکړې د حق تضمین یوازې د طالبانو د نړیوالو بشري حقونو د میکانېزمونو له لارې حساب ورکولو او د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د اسلامي او سیمې هېوادونو جدي فشار ته اړتیا لري. موږ هیله لرو چې روانې هڅې به د زدهکړې د حق د ټولو سرغړونکو محاکمه یقیني کړي او د ښځو د موجود ظلم او تبعیض دایمي پای ته رسېدو ته به لار هواره کړي.