موږ د افغانستان د ښځو او نجونو په پیوستون کې له دوی سره ولاړ یوو، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له راستنیدو راپدېخوا د خپلو بنسټي حقونو په برخه کې له ویجاړونکي سیستماتیک بدلون او پرشاتګ سره مخامخ شوې دي. مونږ د ښځینه يا فیمينستي سازمانونه په توګه د مسلمانانو له شرایطو سره سم جنسيتي برابرۍ او د ښځو حقونو ته ژمن یو، موږ د ښځو او نجونو د حقونو په چټکۍ سره د له منځه تلو له امله ژوره اندېښنه لرو ، دا وضعيت د دوی خوندیتوب، کرامت او راتلونکي ته ګواښ دی. ی
طالبانو یو لړ ظالمانه پالیسۍ بیا وړاندې کړې دي، چې افغان میرمنې له عام ژوند څخه حذفوي. په تعلیم، کارموندنې، او حتی عامه ځایونو ته پر لاسرسي بندیزونه له افغان ټولنې څخه د ښځو د حذفولو لپاره د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده. افغان میرمنې، له خپلې ټولې تنوع سره، اوس د داسې یو رژیم رحم و کرم ته پاتې دي، چې غواړي د دوی د ژوند ټول اړخونه کنټرول کړي، او د دوی له بنسټي حقونو، استازولۍ او خپلواکۍ څخه انکار کوي. ی
د طالبانو له بيا واکمنېدو راهیسې، افغان میرمنې له منځنيو او لوړو زده کړو منعه شوې، په ډیرو سکتورونو کې له کار کولو څخه راوګرځول شوې، او د پارکونو او ورزش-ځايونو په څیر له عامه ځایونو څخه په زوره ووېستل شوې دي. د مذهبي واک په پلمه او نامه لاندې، دوی د ښځو چارو وزارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر په وزارت بدل کړی، چې په پراخه توګه او په کلکه له محرم پرته د ښځو تګ راتګ څاري، روغتيايي پاملرنې او تعلیم ته د ښځو د لاسرسي مخه نیسي، او د پوښاک سخت قواعد پرې پلي کوي. دا فرمانونه په سیستماتیک ډول په عام ژوند کې د میرمنو ګډون او حضور له منځه وړي، د دوی ټولنیزو، تعلیمي او اقتصادي امکاناتو ته د نه جبرانيدونکي زیان لامل کيږي، او په مؤثره توګه “جنسیتي اپارتايد” رامنځته کوي. دا پالیسۍ د محاسبه شويو هڅو یوه برخه ده، چې د افغان میرمنو لپاره او د مېرمنو په هڅو ترلاسه شوي د لسیزو پرمختګونه بیرته شاته وګرځوي. ی
زموږ همکارو ادارو، د بشر حقونو مدافعينو د ښځو د حقونو فعالانو د ښځینه رهبرانو په نښه کیږدو ا و خاموشه کولو د بوګنوونکي وضعيت رپورټ ورکړی، طالبانو پر هغو کسانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې یو وخت یې د عدالت او برابرۍ لپاره مبارزه کړې ده. د ښځو د بشر حقونو د مدافعينو د خپلسرې وژنې، جبري تري تم کېدل، او په منظمه توګه د تاوتریخوالي رپوټونه د بحران کچه په ګوته کوي. ب
موږ، دغه کړنې غندو، چې د بشر حقونو نړیوال قانون او د اسلام اساسي اصول نقضوي. اسلام د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افرادو لپاره د برابرۍ، عدالت او کرامت هڅونه کوي. د خپل ظلم د توجیه کولو لپاره د هغو ارزښتونو تحریفول چې اسلام یې ملاتړ کوي، د طالبانو لخوا د اسلامي لارښوونو تحريف شوی تفسیر یوه لویه سرغړونه ده. ی
اسلامي تعلیمات په روښانه ډول تاییدوي چې هیڅ څوک دا واک نلري په بل باندې مذهبي اطاعت یا عمل جبراً عملي کړي، لکه څنګه چې د قران کریم (۲:۲۵۶) آيت کې ورته اشاره شوې ده. دا بنسټي اصل د اسلامي فقهې د فکر پر پراخې تنوع او بډاينې تاکيد کوي، چې په بېلابېلو تفسيرونو کې وده مومي او څو ګوني قانوني مکتبونه (مذاهب) يې رامنځته کړي دي. ښځې، له نارینه وو سره په برابر ډول د شریعت د تشریح کولو مسؤلیت پر غاړه لري، او دا مهمه ده چې دا ټولشموله او متنوع دود دوام ومومي، په ځانګړي ډول د افغانستان په څېر هیوادونو کې. س
هغه کسان چې په افغانستان کې واک لري باید په اسلامي قانوني دود کې د شریعت او فقهې تر منځ له مهم توپیر څخه په بشپړ ډول خبر وي. شريعت، معنا “لاره” یا “مسير”، چې د خدای راهنمايي ده، او په ټولو مسلمانانو باندې په ټوله نړۍ کې د پلي کیدو وړ ارزښتونه او اصول په ګوته کوي. دا دايمي او تلپاتې دي. فقه، برعکس، په ځانګړو ټولنیزو شرایطو کې د دې الهی اصولو تشریح او پلي کولو لپاره انساني هڅو ته وايي. فقه د بدلون تابع ده او د وخت او ځای سره توپیر لري. دې تفسیري انعطاف اسلامي فقهې ته دا وړتيا وربښلې چې له تل بدليدونکي چاپیریال سره مرتبط پاتې شي، د هغو متنوعو واقيتونو په ګډون چې نن ورځ مسلمانان ورسره مخ دي. س
د اختلاف يا -د نظر توپیر- مفهوم په اسلامي دود کې د رحمت په توګه ګڼل شوی. رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روايت دی چې ويلي يې دي، “زما په ټولنه کې اختلاف د نظر رحمت دی،” او دا اصل د بېلا بېلو مذاهبو د را څرګندېدو بنسټ دی. افغانستان باید د قانوني تنوع دې میراث ته دوام ورکړي، دا ډاډمن کړي چې قانوني جوړښتونه يې د ټولنې بدليدونکې اړتیاوې منعکسوي، په داسې حال کې چې د اسلام د اصلي ارزښتونو ساتنه کوي. س
اسلام د زده کړې حق د بنسټي حق په توګه مني، او د مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کې په مختلفو برخو کې ښځې د پوهانو او رهبرانو په توګه موجودې وې، دا د دې بېلګه ده چې د ښځو د زده کړو د بندولو لپاره هیڅ مذهبي بنسټ نشته. قرآن د ټولو لپاره د پوهې د لټون هڅونه کوي، لکه څنګه چې په علق سوره (۹۶:۱-۵) کې وينو، چې ټولو مسلمانانو ته امر کوي “د خپل رب په نوم ولوله،” دا هغه امر او لارښوونه ده چې نارینه او ښځینه دواړه پکې شاملې دي. سربېره پر دې، رسول الله صلی الله علیه وسلم همدا راز فرمايلي چې بې له شکه جنسيت ته له پاملرنې پرته تعليم او د پوهې لټون په هر مسلمان باندې فرض دی.” س
د طالبانو له خوا تپل شوی د محرم درلودلو سیسټم هم د اسلامي لارښوونو خلاف دی، اسلامي لارښوونې د ښځو پر تګ راتګ (خوځښت) او تحرک باندې دا ډول محدودیتونه نه لګوي. د اسلامي تاریخ په لومړیو کې میرمنو سفر کاوه، په سوداګرۍ بوختې وې، او د ژوند په هر اړخ کې يې نارينه محرم ته له اړتيا پرته په ټولنه کې برخه درلوده. د طالبانو پالیسۍ له دې اسلامي اصل سره مخالفت لري چې دواړه نارینه او ښځې باید له کرامت او خپلواکۍ سره ژوند وکړي، او پخپله د خپلو کړنو مسؤلیت واخلي. ی
موږ همدا راز وايوو چې له سیاسي پروسو څخه د افغان میرمنو ایستل د منلو وړ نه دي. قرآن د عدالت او بښنې اصول رامنځته کوي (سوره – النساء ۴:۵۸)، چیرې چې واک باید په عادلانه ډول وکارول شي، او د ظلم یا تاوتریخوالي لپاره هیڅ ځای پاتې نه وي. ی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د نارینه او ښځو پر مساوي کرامت ټینګار کړی، او د وداع په خطبه کې يې لارښوونه وکړه چې “ښځو سره ښه چلند وکړئ، ځکه چې دوی ستاسو ملګرې او ژمنې مرستندويانې دي” د طالبانو لخوا د ښځو د ښوونې او روزنې، کارموندنې او تګ راتګ مخنيوی په دې ښوونو کې د ذکر شوي دوه اړخیز درناوي او مسؤلیت له روح څخه سرغړونه ده. ی
د تاوتريخوالي څخه د زیانمنو په ګډون، د هغو کسانو ساتنه چې زیان منونکي وي، په اسلام کې يو لومړیتوب دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو پر دې دنده ټینګار کړی، چې په فعاله توګه د هر ډول ناسمو کړنو مخه ونيسئ، اصرار يې کړی چې خپل غږ او اعمال وکاروئ یا لږ تر لږه په زړه کې يې بد وګڼئ، او چې کله ناوړه کارونه ووينئ مقاومت ورسره وکړئ. ی
کله چې انساني کرامت، برابري، عدالت، او بښنه ټول په شریعت کې ریښې لري- دا د بشر حقونو له نړیوالو اصولو، په ځانګړې توګه له جنسيتي برابرۍ او عدالت سره سمون لري. شريعت د یو اخلاقي لارښود په توګه، انسانیت د عدالت او مساوي چلند پر لور رهبري کوي، یو داسې چوکاټ وړاندې کوي چې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ کوي. ی
افغان میرمنې غیر فعالې قربانې نه دي. دوی د بدلون استازې دي، چې د سختو شرایطو سره سره مقاومت ته دوام ورکوي. موږ د دوی زړورتیا او انعطاف ته درناوی کوو، او د عدالت او مساوات لپاره په دې مبارزه کې د دوی تر څنګ ولاړ یوو. ی
زموږ غوښتنې روښانه دي:
د افغان میرمنو او نجونو لپاره ملاتړ: موږ له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له حکومتونو او سیمه ییزو سازمانونو څخه غواړو، چې ډاډ ترلاسه کړي افغان ښځې او نجونې له ياده ويستل شوې نه دي. دا د بانفوذه دولتونو لپاره خورا مهمه ده چې پر طالبانو فشار راوړي، چې د ښځو او نجونو لپاره تعلیم او کارموندنې ته لاسرسی بیرته اعاده کړي، همدا راز د تګ راتګ ازادي او د طالبانو لخوا تر بريد لاندې د ښځو ټول حقونه بېرته ورکړي
د پریکړې کولو په پروسو کې شمولیت: هر هغه سوله یا سیاسي حل چې افغان میرمنې پکې شاملې نه وي غیر مشروع دي. میرمنې باید د دې بحران اړوند د پریکړې کولو په پروسو کې له بشپړ ګډون سره د هرې حللارې په مرکز کې قرار ولري
د پناه غوښتنې لپاره خوندي لاره: هیوادونه باید خپلې پولې د هغو کسانو لپاره پرانستې وساتي چې له تاوتریخوالي او ځورونې څخه تښتي. موږ په نړیواله ټولنه غږ کوو تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغان کډوال، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، د خوندیتوب، پناه اخستو او بیا میشتیدنې اختیارونه لري
د ژورنالیستانو او د رسنیو د مسلکي کسانو لپاره د بیان ازادي: موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د ساتنې ملاتړ وکړي. د هغو ښځینه خبریالانو ملاتړ ته باید ځانګړې پاملرنه وشي چې له خپلو مسلک څخه په زوره ایستل شوې دي او په سیمه، ایران او پاکستان کې په جلاوطنۍ کې له خطرناکو شرایطو سره مخامخ دي، له قانوني محدودیت او له خوندیتوب پرته ژوند کوي. دا اړینه ده چې د دوی امنیت تامین شي، د دوی غږ لوړ شي او په هیواد او بهر کې د افغانستان خپلواکې رسنۍ خوندي کړای شي
د بشري حقونو د ښځینه مدافعینو لپاره د سرچینو ملاتړ: موږ په بسپنه ورکونکو او نړیوالو سازمانونو غږ کوو چې د هغو نوښتونو لپاره د دوی ملاتړ زیات کړي چې موخه يې د افغان میرمنو خوندیتوب او پیاوړتیا تضمینول وي
د يو نړیوال جرم په توګه د جنسيتي اپارتايد پیژندنه: موږ پر دولتونو غږ کوو چې د بين المللي قانون له مخې جنسيتي اپارتايد د جرم په توګه وپیژني، ترڅو د ښځو او نجونو پر وړاندې له شته ظم سره مبارزه وشي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې
د احتساب ملاتړ: موږ پر هيوادونو، په ځانګړې توګه پر هغو هيوادونو چې له افغانستان سره فرهنګي او مذهبي مشترکات يا ورته حقوقي سيستمونه لري غږ کوو چې د هغه حقوقي نوښت ملاتړ وکړي، چې د عدالت په نړیواله محکمه کې د CEDAW (د تبعيض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسيون) څخه د سرغړونو په برخه کې افغانستان مسؤل وګرځوي. د دې نوښت لپاره له سیمې ور هاخوا او پراخ ملاتړ د افغانستان له ښځو سره د نړیوال پیوستون ښکارندوی دی، او د هيلو یوه سرچینه کیدای شي
موږ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د پرشاتګ د مخنیوي لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کوو. موږ د افغانستان دننه او بهر له دیني او سیاسي مشرانو څخه غواړو چې د طالبانو د جنسیتي اپارتايد پر ضد کلک ودریږي، او د افغان ښځو او نجونو د اساسي حقونو دفاع وکړي
په پیوستون کې، ی
رواداري
مساوا
د افغانستان د بشر حقونو او دیموکراسۍ بنسټ
د ښځو او ماشومانو د څیړني او دادغوښتني شبکه
د افغانستان د ښځو د سیاسي ګډون شبکه
انسان
په افغانستان کي د معترضو ښځو رضاکاره غوڅښت
مصور بنسټ
خانه آزادي بیان – افغانستان
حوریه مصدق د شخړو د تحلیل د شبکي ریسه
وژمه فروغ د بشرحقونو مدافع وکیله
Window for Hope Network
Human Rights Defenders Plus (HRD+)