له ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو څخه د ښځو د پوره محوه کولو او حذفولو لپاره د طالبانو د تبعیضي او منظمو یا سیستماتیک سیاستونو په دوام، د دغې ډلې مشر په نوي ظالمانه فرمان کې طبي/روغتیايي برخو کې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو بنسټونو ته امر کړی چې وروسته له دې ښځې دا زده کړي نه شي کولی
دغه عمل چې په هدفمند ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو او ازادیو په ځپلو باندې د طالبانو د ښکاره ټینګار نښه ده، د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو په نړیوال کنوانسیون کې له موجوده احکامو څخه ښکاره سرغړونه او د بشريت ضد جنایت ښکاره بیلګه ګڼل کیږي او د طالبانو دا اقدام له اسلامي، افغاني او ټولو انساني اصولو سره په ټکر کې دی
په داسې حالت کې د طبي زده کړو په انسټیټوټونو کې د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز چې په هیواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې هم د دوی پرمخ بندې شوې دي، د جنسیتي تبعیض او ظلم د زیاتوالی یو بل ګام دی چې د افغانستان اوس او راتلوونکې ته ورانوونکې پایلې لرلی شي، په ځانګړي ډول روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسي له تېر څخه ډير لنډوي. له یوې خوا طالبان نارینه ډاکټرانو ته د ښځینه وو د معاینې اجازه نه ورکوي او بل لوري ته همدا اوس د روغتیايي خدمتونو مرکزونه د ښځینه کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ دي. په همدې اساس به د روغتیایي/طبي زده کړو په موسسو کې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز په راتلوونکو کلونو کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې ډیرې ننګوني رامنځته کړي
رواداري او مصور د طالبانو د دغه اقدام په غندلو سره، له حاکمو چارواکو څخه غواړي چې د بشري حقونو نړیوالو سندونو او تړونونو په رعایت، د افغانستان د قانوني مکلفیتونو په پام کې نیولو سره ژر تر ژره د نن ورځې په پریکړه له سره غور وکړي او د دغه هیواد د ښځو او نجونو د تعلیم حق ته د درناوي لپاره دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي
رواداري او مصور همداراز په نړیوالو فورمونو کې د افغان ښځو د ملاتړ او حق غوښتنې په برخه کې پر خپل کلک هوډ ټینګار کوي او د بشري حقونو له سازمانونو، رسنیو او د بشري حقونو له مدافعینو هم غواړي چې له ټولو شته قانوني وسایلو او امکاناتو څخه په استفادې د طالبانو د ظالمو او ځپوونکو سیاستونو درولو هڅې وکړي
پاي