راشيل مشاوره، هنرمنده او د بشر حقونو فعاله ده. دا مهال د ډاکټ (The Docket) پروژې لپاره د جنگي جرمونو يوه څېړنه رهبري کوي چې «د کلوني عدالت بنسټ» برخه ده. تر دې وړاندې هغه خپلواکه مشاوره وه چې تر ډېره يې د افغانستان په برخه کې له بېلابېلو بنسټونو سره کار کړی، لکه د ملګرو ملتونو «د حقونو د پراختيا بين المللي سازمان»، نړيواله جزايي محکمه، ملاله صندوق او «د لومړۍ کرښې مدافعان».

هغې اته کاله د «پرانستې ټولنې بنسټ» کې تېر کړل او په وروستيو کې د منا (منځنۍ آسيا او د افريقا شمال) لپاره مالاتړې مديره وه. هغې درې کاله په کابل کې د بشر حقونو له څار سره کار وکړ، او لومړی يې د بي بي سي لپاره د مشرې ژورناليستې په توگه افغانستان ته سفر وکړ او ۱۳ کلونه يې په افغانستان کې تېر کړل. هغه د انگلستان په لندن پوهنتون کې له گلډسميتس کالج څخه په هنر او سياست کې د فوق ليسانس سند لري او د انگلستان له اکسفورډ پوهنتون څخه په سياست، فلسفه او اقتصاد کې د ليسانس سند لري.