د روژې میاشت وه او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سخته جګړه روانه وه. بې پیلوټه الوتکې په هوا کې ګرځېدې او ما د بمبارۍ له وېرې د کورنۍ ټول غړي کور ته نږدې کرنیزو ځمکو ته ولېږدول، څو هلته خوندي وي. یوازې زه او زما یو خوریی په کور کې پاتې شوو. د شپې شاوخوا دوه نیمې بجې کلی ارام شو او موږ فکر وکړ چې جګړه پای ته رسېدلې ده. د کورنۍ هغه غړي چې په کرنیزو ځمکو کې یې پناه اخیستې وه، د پیشمني لپاره کور ته راغلل. ټول د پیشمني په خوړلو بوخت وو چې د چاودنو غږونه بیا پورته شول. اندېښمن شوم او خپل د تره زوی ته چې زما تر څنګ ناست و، مې وویل چې ټولې ښځې او ماشومان د کور تهکوي ته ولېږدوي. زه پخپله د کور له شاتنۍ دروازې ووتم چې وګورم برید چېرته شوی دی. په همدې شېبه کې مې د یوې پاکستاني بې پیلوټه الوتکې ګرځېدو ته پام شو او ناڅاپه یوه لویه چاودنه وشوه. ټول کور په لوګي او خاورو کې پټ شو… موږ ټول ملکي او بې غرضه خلک وو. هلته نه طالبان وو او نه کوم بل وسله وال کس. موږ غریب او بزګر خلک یو چې له طالبانو سره هېڅ اړیکه نه لرو. هغوی پخپله لیدل چې ښځې او ماشومان د کور تهکوي ته لاړل، خو بیا یې هم برید وکړ او زما د کورنۍ ټول غړي یې ووژل. زموږ ګناه څه وه؟ زموږ فریاد څوک اوري؟ بشري حقونه چېرته دي؟ چا ته شکایت وکړو؟ څوک به زما د کورنۍ غړي ماته راوګرځوي؟ پاکستان وايي چې موږ ترهګر وژلي دي، ایا ښځې او ماشومان ترهګر دي؟ تېر کال مې په زلزله کې ۱۳ تنه خپلوان او ملګري له لاسه ورکړل او سږکال هم زما د کورنۍ ۱۴ غړي د پاکستان په برید کې ووژل شول. نږدې د خپلې کورنۍ او خپلوانو ټول غړي مې له لاسه ورکړي دي.
روایت
روایت
چهارشنبه, 4 نوومبر 2026
