د طالبانو لخوا د هرات ښار د سقوط او نیولو په دوهمه ورځ مونږ سخت په اندیښنه او وېره کې وو، هر غږ به مو چی اورېدو زمونږ په بدن به لړزه راتله .یو ناڅاپه د کور دروازه په ویره ونکي ډول او لوړ غږ وټه کېده او دکور آرمتیا ماته شوه په لومړی سر کې مې فکر وکړ چی زما ورېرونه به وی او غواړی د تل په څېر ما ووېروي.په بیړه د دروازې پر لور ولاړم، خو کله چې مې دروازه خلاصه کړه، د وسلوالو او وېرونکو طالب څېرو سره مخ شوم. پوښتنه یی وکړه : «ته فلانی یې؟» ما وویل: «هو.» لا مې خبرې نه وې خلاصې کړې چی لاس یې را واچو او ویې نیولم . دوی اته تنه وو، له وسلو سره زموږ کور ته ننوتل او د کور هره برخه یې تلاشی اوکتله.
له دوی سره زما د نیولو رسمي حکم نه وو، خو په بشپړې بېرحمۍ سره یې زما د کور حرمت مات کړ. ګاونډیان چې د شخړې او جنجال غږ واورېد، راټول شول او په اندېښنه یې وپوښتل چې ما ولې بیایی او څه ګناه می کړې . د دوی ځواب لنډ او بېرحمه وو: «کافر شوی دی.» په هغه شېبه کې هېچا د مقاومت یا مخنیوي او یا پوښتنو وس نه درلود. د هغوی وسله د هغوی ژبه وه؛ داسې ژبه چې یوازې ګواښ او مرګ یې پېژندل. په ډیر سپکاوي سره یې ماته د مرګ ګواښ وکړ او د سراچه موټر شاته یې واچولم. په هماغه لومړیو شېبو کې یې زما بټوه او موبایل واخیستل. په ټوله لاره کې یې سپکاوی او توهین نه بندېده. ښه پوهېدم چې د دې ټولو لامل څه دی: ما په ټولنیزو شبکو کې، له هېڅ وېرې پرته، د طالبانو پر ضد خبرې کړې وې او د هغوی له ظلمونو مې پرده پورته کړې وه
زه یې د هرات ښار یوې سیمې ته، د یوه شخصي کور دننه، ولېږدولم. هلته شاوخوا پنځلس نور طالبان هم موجود وو. هغوی د مازدیګر لمونځ ادا کړ، خو ماته یې حتی تشناب ته د تلو یا خپل لمونځ د ادا کولو اجازه هم رانکړه، سره له دې چې څو ځله مې غوښتنه وکړه. وروسته یې زما سترګې او لاسونه وتړل او دوه طالبانو په موټرسایکل د هرات د یوې ولسوالۍ پر لور بوتلم. د لارې په اوږدو کې یې داسې خبرې راته کولې چې اوس یې هم را په یاد کړم، بدن مې رېږدي. ویل یې: «ستا څېره د کافرانو څېره ده، الله ج ستا څېره اړولې ده.» ویل یې بېدینه یې او ژر به ووژل شې. تږی وم، وږی وم، خو د اوبو څښلو اجازه مې نه لرله، ان ساه اخیستل مې هم له وېرې سره مل وو.
زه یی زندان ته نه بلکې دوه جلا جلا ځایونو ته بوتلم – لومړی یی یوې نامعلومې سیمې ته، بیا یې د ولسوالۍ مقر ته. دواړه ځایونه راته په ریښتیني کابوس بدل شول. په خلاصه فضا کې یې، له تړلو سترګو او لاسونو سره، شکنجه کړم – د خاورې او اوبو په وسیله یې مصنوعي ډوبول را باندې وکړل، زما پر بدن او پښو ودرېدل، په سوکانو ، لغتو، قمچینو او لرګیو یې سخت ووهلم تر هغه یې ووهلم چې بېهوښه شوم. د دې ټولو شکنجو پر مهال یې یوازې یوه پوښتنه کوله: «له چا سره اړیکه لرې؟ د چا له خوا د تمویل او ملاتړ کیږي ؟ څوک پیسې درکوی؟ دچا جاسوس یې؟ ولې زموږ پر ضد تبلیغ کوې؟»
زه یې پر ځمکه څملولم ، په خاورو او اوبو یې زما ساه را بندوله ، زما پر بدن او پښو ودرېدل، دومره یې ووهلم (سوکونه، لغتې، قمچین او لرګي) چې نور مې څه نه دی په یاد دومره مې یاد دی چې فکر می کولو مړ کیږم … کله چې بېرته په هوش راغلم ، د ولسوالۍ د ودانۍ په یوه تیاره کوټه کې وم. هلته هېڅ نه وو؛ نه بستر، نه رڼا، نه توشک، نه اوبه، نه خواړه، ان یو عادي تشناب هم نه وو. ټول وخت مې په تیاره کې، یوازې، له ټپي بدن او د شکنجو له ستړیا سره تېر کړ. خو شکنجه کونکو په دې بسنه ونه کړه. په هماغه کوټه کې یې هم زه «چپه ولچک» کړم، زما غاړه یې په رسۍ داسې کلکه ونیوله چې چی نفس می بند او احساس مې کاوه چی نور نو مړ کیږم ، بیا یی هم سخت ووهلم له ما یې ویډیو واخیسته. هر څو دقیقې وروسته به می ددوی غږ اورېد چې ویل به یې: «سبا به دا کافر د ولسوالۍ په بازار کې اعداموو.»هغه شیبه تنها زما جسم نه بلکی زما روح هم ماتېده . پداسی حال کی چې ما دهیچا سره تړاو او اړیکه نه درلوده نه می دکوم شخص یا سازمان لخوا ملاتړ کېدو نه د چا جاسوس وم یواځی زه زما قلم او ژبه وو او بس .
لکه څنګه می چی په لومړیو کې وویل له نیکه مرغه زه وتوانیدم چی وتښتم خو هره شیبه چې را یاد شی چې زه څنګه وتوانیدم دهغو ظالمانو له منګلو وتښتم زړه او ساه می ریږدی.
