کله چې مې لګول شوي تورونه رد کړل، دحوزې آمر په غوسه شو او خپلو وسلوالو ته یې امر وکړ تر څو زما لاسونه پښې او خوله وتړي. دریو وسلوالو زه پړمخې څملولم اول یې زما لاسونه په یو دسمال شاته وتړل ورسته مې یې پښې یو پر بل واړولې او وتړلې او بیا یې زما خوله په یوه توره لونګۍ کلکه وتړله .د حوزې آمر راته وویل
«کله د چې غوښتل اعتراف وکړې لاسونو ته دټکان ورکړه ترڅو مونږ پوه شو چی ته غواړې اعتراف وکړې.»
خپله د حوزې آمر او وسلوالو یې زه دبرق په یوه لین په کوناټو، ملا، او پښو په ډېر شدت وهلم په دومره شدت یې وهلم چې ما نه شوای کولای چیغه وکړم. څوواری می لاسونه وښورول دوی مې خوله خلاصه کړه ویل یی غواړې اعتراف وکړې ما ورته وژړل قسمونه می وخوړل او دوی ته می زاری وکړی ورته ومی ویل زه بی ګناه یم او له لګول شویو تورونو سره هیچ اړیکه نلرم خو دوی نه منله او بیا یی هم زما په وهلو پیل وکړ.
ورسته یې یو توره لونګۍ زما په خوله واچوله او له پاسه یی اوبه پرې را اچولې، اوبه زما خولې او خیټې ته داخلې شوې ما نفس نه شوای ایستلای او فکر می وکړ اوبو کې ډوب شوم او ورسته بی هوشه شوم. کله چې په هوش راغلم د حوزې آمر راته وویل که اعتراف ونکړی وژنو دې. ما بیا ورته عذر او زاری وکړې ورته ومې ژړل او ورته می بار بار وویل چی زه بی ګناه یم اما دوی په ما هیڅ رحم ونکړ او څو وارې نور یې هم زما په خوله کې اوبه را اچولې او زه به بی سده کېدم او بیا به چې په هوش راتلم زه به یی مجبورولم چې په هغه څه اعتراف وکړم چې ما په ژوند کې نه وو کړي.
کله مې چې بیا هم ددوی دغوښتنې مطابق اعتراف ونکړ، د حوزې آمر وویل
«دا خبیث اعتراف نکوی یو چادر راوړی.»
چادریې راوړ او زه یی په خیټه او ملا کې پرې وتړلم او دوو تنو به چادر کش کولو او زما په غېټه چې له ابو ډکه وه فشار راتلو او باد به رانه وتلو او بی اختیاره به مې متیازې وتلې او د حوزې امر او وسلوالو به یې راته خندل. ما به له ډېره درده او شرمه له خدای ج نه مرګ غوښت. ټوله شپه مې په دردونو کې تېره کړه خو هغو ظالمانو حتی د درد د آرمتیا یوه ګلولۍ هم رانکړه.
په دوهمه ورځ یې بیا تحقیق ته بوتلم داځل د پخوانیو شکنجو ترڅنګ دحوزې آمر وویل
«دا دجمهوریت جاسوس اعتراف نکوي باید مړ یې کړو.»
یوه وسلوال پلاستیکی خلطه له جېبه را وایسته او د حوزې آمر ته یې ورکړه او د حوزه آمر زما سر په خلطه کې دننه کړ او ساه می یی بنده کړه ما چیغی وهلې خو غږ می نه وتلو او ما سل په سلو کې فکر وکړ چی وژني مې او زه بی هوشه شوی وم
کله چې په هوش راغلم همغه تهدید بیا هم تکرار شو
«یا به اعتراف کوې یا وژل کېږی.»
بیا می ورته زاری وکړې ورته ومې ژړل، قسمونه مې ورته وخوړل چې زه بیګناه یم خو دوی نه منله او څو وارې نور یې هم زما سر په خلطه کې دننه کړ. دا ډول شکنجه تر پخوانیو ډېره سخته وه. کله چی له شکنجی ورسته یې کانتینر ته بوتلم، له خولې مې وینې راتلې، تر خوله غږ نه وت او ټوخیدم.
په دریمه ورځ یې بیا تحقیق ته بوتلم داځل یی پر پخوانیو شکنجو سربېره یو جنراتور چالان کړ او لینونه یی زما په بدن کېښودل او زه دبرق له نیولو سره سم له ځمکې پورته شوم او بېرته را ولوېدم څو وارې یی برق راکړ پورته به شوم او په ځمکه به را ولوېدم. دوی هیچ ډول رحم او مهربانی نه پېژندله اود دوی چلند او کړنې د نه منلو غیر انسانی او درنې وې.
له درنو شکنجو ورسته ډېرزیاد ضعیف او ناتوانه شوم حتی په خپل مرګ راضې وم، دشپې به مې بد خوبونه لېدل او ډېر به نا آرام او بی خوبه وم او تر ډېره وخته به هره شپه شیطان بازي راکوله ځکه زه ډېر ناتوانه شوی وم. اوس هم دهغو سختو شکنجو تر رواني او جسمی تاثیر لاندې ژوند کوم هرڅو کوښښ کوم چې هغه سختی شپې او ورځې هېرې کړم خو د هېرولو نه دی هغه ترخی خاطرې او دردونه تر اوسه زما سره مل دی
