روایت

روایت

پنجشنبه, 12 مارچ 2026

د فیسبوک په پاڼه یوه انتقادی پوست زما ژوند په کابوس بدل کړ

ما تل د خپل فیسبوک په پاڼه د جمهوری دولت او ورسته د طالبانو په کړنو او سیاستونو انتقاد کولو. کله چی طالبانو د پوهنتونونو او ښونځیو دروازی د نجونو پر مخ وتړلې، زه هم د نورو ملیونونو افغانانو غوندې سخت تر تاثیر لاندې راغلم او ډېر خفه شوم او د خپل فیسبوک په پاڼه مې یو انتقادی پوست خپورکړ.

د پوست له خپرېدو څو ورځی نه وې وتلې چې څلورتنه وسلوال طالبان په ډير وحشت او دهشت سره مکتب ته را ننوتل اوزما دفتر ته راغلل او له ګواښ څخه په ډکه لهجه یې را ته وویل «ته پلانۍ یې؟» ما ځواب ورکړ «هو »، څلورو واړو په ما بريد وکړ لاسونه یې را ولچک کړل اود مکتب د دروازی په لور یې کش کړم ما څو واری پوښتنه وکړه تاسو څوک یاست؟ ما څه ګناه کړې؟ خو دوی به یواځی راته ویل خبرې مه کوه ته یو خائن او جاسوس یې. یو شی چی ما ته تر ټول سخت او زړه ماتونکی وو هغه دښونځي د زدکونکو وېره،او ژړا وه ځکه دوی زما د نیولو صحنه په سترګو ليده. زه یې موټر کې کینولم اود استخباراتو یوې حوزې ته یې بوتلم، تلفون یې رانه واخیست او زه یې په یوه کوټه کې بندی کړم.

د مازدیګر څلور یا پنځه بجې وې چې د استخباراتو دری تنه منسوبین چی شخصي جامې یې په تن وې، زما خونی ته را د ننه شول، یوه تن یی له ما وپوښتل ته یې نن راوړل شوی یې؟ ما ورته وویل هو بیا یی پوښتنه وکړه ولې نیول شوی یې؟ ما ورته وویل زه نه پوهېږم چې ما څه ګناه کړې ده. له دوی نه یوه تن په ډېره تنده لهجه او ښکنځلو راته وویل «ته جاسوس او غلام یې او تل د اسلامی امارت په ضد تبلیغ کوې !» ما په نرمه لهجه ورته وویل هیچ کله می داسی کار نه دی کړی نه می کوم تبلیغ کړی او نه هم جاسوس یم. یوتن ما ته را لنډ شو او زه یی یوه محکمه څپېړه ووهلم ورسره سم دوو نور کسانو د ټوپک په قنداغ، سوکانو او لغتو زما په وهلو پیل وکړ هر څومره می ورته وویل : «زما ګناه څه ده ؟ ولې مې وهی ؟» یواځې ښکنځلې مې اورېدې  « خبرې مه کوه بی ناموسه ! قواره دې د مسلمان نه ده !»

ددوی مشر امر وکړ «د ابو پیپ یا کیبل راوړی ». څو تنه راغلل زه یې په زور څملولم ما چیغی وهلې او ژړل مې خو هیچا زما دچیغو او ژړا پروا نه کوله، یوه تن می پښې ټينګې نیولې وې او خپله د حوزه آمر له سر تر پښو په کیبل چې د اوبو یو پیپ وو، ډېر سخت وهلم او خندل به یی ما ورته زاری کولې ویل د خدای لپاره نور بس دي په ما رحم وکړی خو دوی زما خبره نه اورېده او وهلو ته یی ادامه ورکړه. تقریبا شپږ دقیقی یی سخت ووهلم. کله چی د حوزې امر زما په وهلو ستړی شو ماته یی وویل «پاڅه » زه په ډېره سختۍ پاڅېدم او ده بیا په ولاړه په همغه پیپ ووهلم او بیا یې راته وویل « ته مسلمان نه ښکاری که مسلمان هم وې کلمه د ووایه نن شپه چې هرڅه د زده وي ووایه  نن د د ژوند اخره شپه ده صبا د وژنو!» او له کوټی نه ووتل ټوله شپه مې بدن درد کولو ډوډی یې راته راوړه ومی نه خوړه، په ویره کې وم چې صبا به مې څنګه وژني ځکه ما سل په سلو کې فکر کولو چی صبا مې وژني. له نیکه مرغه صبا د خپلې کورنۍ او ملګرو په هڅو او همکارۍ دهغه ظالمانو له منګلو نه خلاص شوم خو تر اوسه هم د روحی او روانی اړخه په بد او سخت حالت کې یم او د هغه شپې ترخه تجربه مې تر اوسه ځوروي.

په نورو ژبو فارسی/دری English