رسنیزه اعلامیه

رسنیزه اعلامیه

دوشنبه, 13 اکتوبر 2025

په بریالیتوب سره د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې د ترسره کېدو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د افغانو ښځو لپاره ولسي محکمه د روادارۍ بنسټ، د افغانستان د بشري حقونو او ډموکراسۍ مؤسسې، د څېړنې او پراختيا بنسټ او د بشري حقونو د مدافعینو د ټولنې په ګډ ابتکار، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې نېټې پورې د قاضیانو پلاوي او څارنوالانو ، د بشري حقونو د متخصصینو، قربانيانو او شاهدانو په حضور کې، د هسپانیا په مادرید ښار کې په بریالۍ توګه ترسره شوه.

موږ د هغو قربانيانو او شاهدانو له زړورتیا او اغیزمن حضور څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د دې محکمې د استماع دوو ورځو غونډو په ترڅ کې یې خپلې کیسې او تجربې شريکې کړې او د قاضیانو د پلاوي په وړاندې یې شهادت ورکړ. همدارنګه، موږ د درنو قاضیانو او څارنوالانو، د مادرید د حقوقپوهانو د ټولنې، د رسنیو د اغېزمن ګډون او د دې تاریخي بهیر د پراخ پوښښ، او همدارنګه د افغانستان د ولس، مدني ټولنې د بنسټونو،  نړیوالو بشري حقونو د ادارو، د خلکو دایمي محکمې او د اندونیزیا د ښځینه عالمانو د کانګرې د ارزښتمن ملاتړ له امله خپله مننه او قدردانی څرګندوو.

د دې بهیر ترسره کېدل د څو مياشتو هڅو، پلان جوړونې، همغږۍ او دوامدار کار پايله ده، چې په نېکمرغۍ سره د قاضيانو پلاوي او څارنوالانو، کارپوهانو، د مدني ټولنې د بنسټونو، د بشري حقونو د بنسټونو، رسنيو او په ځانګړي ډول د قربانيانو او شاهدانو د زړور حضور په مرسته، همکارۍ او ارزښتمن ملاتړ سره په برياليتوب ترسره شو. دا بهیر زموږ ټولو ګډه لاسته راوړنه او د عدالت د ټینګښت، حساب ورکونې او د قربانيانو د حقونو د ملاتړ په لور يو مهم ګام ګڼل کېږي.

موږ پوهېږو چې د عدالت ترلاسه کول او د بشري حقونو د قربانيانو د غوښتنو پوره کول يو ستونزمن او له ګڼو ننګونو ډک بهير دی؛ خو د دې محکمې بريالۍ تجربې وښودله چې د يووالي، ونډې او ګډو هڅو له لارې کولای شو د قربانيانو د حقونو د ملاتړ او د حساب ورکونې د ميکانيزمونو د پياوړتيا په لور ستر ګامونه واخلو.

د دغه لاري په دوام، موږ د مدني ټولنو له بنسټونو، کارپوهانو او رسنيو سره د همکارۍ، سلا مشورې او رغنده تعامل پر ارزښت ټينګار کوو او د خپلو ټولو مخاطیبینو له هر ډول وړانديز، نيوکې او رغنده نظرونو څخه په تود هرکلی سره استقبال کوو.

پای

په نورو ژبو فارسی/دری English