د افغانستان د مدني ټولنې د څلورو بنسټونو ايتلاف وياړي چې د ولسي دایمي محکمي تر چتر لاندې د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې جوړښت اعلان کړي. دا يو بېساری نوښت دی چې په افغانستان کې د جنسیتي ځورونې پر وړاندې د معافيت کلتور ته غبرګون ښيي او د طالبانو د ظلم او ځپنې د عادي کېدو مخنيوی کوي. په داسې حال کې چې افغانۍ ښځې او نجونې د طالبانو له خوا له يو منظم ظلم او جبر سره مخامخ دي، او سره له دې چې د نړۍ يو شمېر دولتونه ورو ورو د طالبانو د جنايتونو د عادي کولو پر لور روان دي، افغان مدني ټولنې په دې اړوند عملي ګام پورته کړی دی. د افغانو ښځو لپاره د ولسي محکمې په پيلولو د افغانستان مدني ټولنې او د ښځو د حقونو ډلو يو داسې حرکت او مسير رامنځته کړی، چې طالبان د خپلو جنايتونو له امله مسئول ګرځوي د عدالت غوښتنه کوي او افغان ښځو او نجونو ته دا زمينه برابروي چې غږ يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې واورېدل شي
له هغه راهيسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بيا واک ونيو افغان ښځې او نجونې د خپلو بنسټي بشري حقونو په برخه کې له لوی شاتګ سره مخ شوې دي. ښځې او نجونې له منځنيو او لوړو زده کړو راګرځول شوې دي، نږدې په ټولو کاري برخو کې له کار کولو څخه محرومې شوې، او له ټولنيز ژوند څخه محوه شوې دي، او دا مهال د جنسیت پر بنسټ د ظلم تر ټولو سختې او بې سارې بڼې سره مخامخ دي. ښځې او نجونې په خپل هېواد کې خاموشه کړل شوې دي، دوی قصداً حاشيې ته تمبول کيږي او اوس دا خطر شته چې د نړۍ له ياده هم ووځي. له بلې خوا، له طالبانو سره د واکمن رژيم په توګه د ډيپلوماتيکو اړيکو عادي کولو چارې روانې دي چی وروستئ بیلگه یی د روسیي فدراسیون له خوا د طالبانو د پرته له توجیه په رسیمیت پیژندل و
څلور تنه افغان څارنوالان ، چې هر يو يې په نړيوال جزايي عدالت او د جنسیت پر بنسټ د تاوتريخوالي اړوند تخصص لري، دا مهال د محکمې پر وړاندې د تورن لیک پر چمتو کولو بوخت دي، د اسنادو راټولولو د يوې ځانګړې ډلې له خوا د دوی ملاتړ کيږي، چې دغه ډله د مستندو شواهدو د راټولولو مسؤليت پر غاړه لري، او همدا راز په نړيواله کچه يو نوموتی تخنيکي ټيم هم ورسره مرسته کوي. د قضيو اورېدل به د نړيوالو قاضيانو لخوا ترسره شي. د قاضيانو د پلاوي نومونه په راتلونکو اونیو کې اعلانيږي
د ولسي دایمي محکمه به د روان ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له اتمې څخه تر لسمې نېټې د هسپانيې په مادريد ښار کې د مادريد د حقوق پوهانو د اتحاديې په همکارۍ خپلې عمومي استماعيه ناستې وکړي، چې په ټوله نړۍ کې به خپرې شي. دا ناستې افغان ښځو او نجونو ته دا فرصت برابروي چې خپل شهود شريک کړي. همداراز، په دې ناستو کې به د مدني ټولنې، حقوقپوهانو، اود بشر حقونو د نړيوالو پوهانو شهادتونه هم واورېدل شي. تمه کيږي چې د قاضيانو پلاوی به خپل پرېکړه ليک د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په لومړۍ نيمايي کې صادر کړي
که څه هم د افغانستان د مدني ټولنې ائتلاف د افغانستان لپاره د حساب ورکونې د ټولو ميکانيزمونو ملاتړ کوي، او په ځانګړې توګه د نړيوالې جزايي محکمې (ICC) له خوا د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د هغو حکمونو هرکلی کوي، چې د طالبانو د لوړپوړو مشرانو د نيولو لپاره د بشريت ضد جرم، چې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې اړوند دی، صادر شوي دي. خو سره له دې دا ايتلاف ټينګار کوي چې دا ګام په يواځې ځان بسنه نه کوي. د خلکو دايمي محکمې په افغانستان کې د عدالت او حسابورکونې لپاره پر پراخ، دوامدار او بيړني اقدام تاکيد کړی، او د انتقالي عدالت لپاره د يو هراړخيز، قرباني محوره او ټول ګډونه لېدلوري رامنځته کېدو غوښتنه کوي
له یادوڅارنوالانو څخه یو یی وايي
د بشريت ضد جنايتونو ترسره کېدو پر مهال د دولتونو چوپتيا پخپله يو جنايت دی. د افغانستان د ښځو لپاره د خلکو محکمه به نړۍ دې ته اړ باسي چې د افغان ښځو او نجونو غږ واوري
دې خپلواکې نړيوالې محکمې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې شواهد د نړيوالو قوانينو له مخې د يو جرم په توګه ارزولي دي، او دا ښيي چې د افغانو ښځو او نجونو سخته ځپنه، هم د اسلامي ارزښتونو او هم د نړيوالو تعهداتو ښکاره نقض دی. دې قرباني محوره او د خلکو په مشرۍ بهير د ښځو غږونه پياوړي کړي دي. دا بهير به حياتي شواهد راټول، او له هغو کسانو څخه به حساب وغواړي چې د جنسيت پر بنسټ د ځورونې مسؤل دي
رخسار (مستعار نوم)، يوه افغانه فعاله وايي: موږ له نړيوالې ټولنې يوازې خواخوږي نه غواړو. موږ اقدام غواړو، او اوس د اقدام وخت دی
اړیکې
د تیلیفون شمیره: 0032496989296
Afg-pt@rawadari.org
شاليد
د ولسي دایمي محکميپه اړه: دا محکمه يوه نړيواله نظرپوښتنه او قضاوت دی چې د بشري حقونو د سختو سرغړونو، د بشريت ضد جنايتونو، جنګي جنايتونو، او د نسل وژنې قضيو ته رسیدګي کوي. دا محکمه په روم کې موقعيت لري او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه يې قضيې اورېدلې دي. دا محکمه په نړيواله کچه د پېژندل شويو پوهانو لخوا رامنځته شوې. د ولسي دایمي محکمهد ایټاليا په روم ښار کې ده، او په ټوله نړۍ کې يې له ۵۰ څخه زياتې قضيې اورېدلې دي. دې محکمې په افغانستان کې د قضيو اورېدلو دوه غونډې ترسره کړې دي چې د ۱۹۷۹ کال د شوروي پوځي يرغل پر موضوع وې، يوه غونډه يې په ۱۹۸۱ کې په استکهلم ،او بله په ۱۹۸۲ کې په پاريس کې ترسره شوې وه
د افغانستان د مدني ټولنې ائتلاف له څلورو بنسټونو جوړ دی: رواداري، د افغانستان د بشر حقونو او ډيموکراسۍ بنسټ، (AHRDO)، د څېړنو او پراختېا بنسټ (DROPS)، او د بشر حقونو د مدافعانو بنسټ ـ+ (HRD+). سربېره پردې، د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر مېاشتې راهیسې دغه څلور بنسټونو له قربانيانو، ژغورل شویو کسانو، اسلامي عالمانو، د بشري حقونو نړيوالو وکيلانو، مدني ټولنو، او د نړيوال جزايي عدالت پوهانو او متخصصينو سره د افغانستان دننه او بهر سلا مشورې ترسره کړې
مهمې نېټې
ډسمبر ۲۰۲۴: څلورو بنسټونو د خلکو دايمي محکمې ته د افغانستان د ښځو اړوند د ولسي محکمېجوړولو غوښتنلیک وړاندې کړ؛
جنوري ۲۰۲۵: د خلکو دايمي محکمې غوښتنليک ومانه؛
جولای ۲۰۲۵: د افغانستان د ښځو لپاره د خلکو محکمه اعلان شوه؛
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې: د هسپانيې په مادريد کې استماعيه ناستې ترسره شي؛
ډسمبر ۲۰۲۵: به وروستۍ پرېکړه صادره شي؛
د خلکو د محکمو اړوند نور معلومات: د رواداري بنسټ “د عدالت لارې” سند وګورئ