د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته د يوې قضیې راوړل

چهارشنبه, 3 سپتمبر 2025 مقالې ډانلوډ کړئ

فهرست

    په افغانستان کې د د بشر حقونو د وضعيت لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعيض اړوند د ملګرو ملتونو کاري ډله:د نړۍ په بل هيڅ ځای کې د افغانستان په څیر د ښځو او نجونو پر حقونو باندې په پراخه کچه، سیستماتیک او ټولیز برید  نه دی شوی.” د طالبانو د ظالمانه کړنو د نړیوالې غندنې ور هاخوا، د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د اعادې لپاره هیڅ قانوني اقدام نه دی تعقیب شوی. پرځای یې، طالبان په پرله پسې توګه خپل جبر لا سختوي.

    د افغان میرمنو، د ملګرو ملتونو د ماموريت لرونکو، حقوقي کارپوهانو، مدني ټولنې او فعالانو پراخيدونکی ایتلاف له هېوادونو غوښتنه کوي چې د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) ته، ښځو سره د تبعیض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو  کنوانسیون (CEDAW) څخه د سرغړونې په برخه کې د افغانستان پر ضد قضیه راوړي، چې افغانستان د دې کنوانسيون يو غړی هيواد دی. د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر کې اسټراليا، کاناډا، جرمني او ندرلينډ د احتساب د دې مسير پر لور لومړني ګامونه پورته کړل، خو تر اوسه رسمي قضيه نه ده پرانستل شوې.

    د ICJ په زیاتیدونکي ډول د بشري حقونو د سختو سرغړونو لپاره د دولت د مسؤلیت په نښه کولو لپاره د حیاتي ځای او مرجع په توګه پیژندل کیږي. د غزې، اوکراین او میانمار په څیر شخړو کې د ICJ لخوا وروستۍ پریکړې، د نړیوالې ټولنې لپاره فرصت په ګوته کوي چې د طالبانو تر رژیم لاندې د افغان میرمنو او نجونو د سخت وضعیت اړوند دغه محکمه ښکېله کړي. په هرصورت، د ICJ څخه مخکې د احتمالي اقداماتو اړوند ناڅرګندتیا او ناسم پوهاوی شته.

    د برخه اخستونکو د بېلابېلو ډلو د پوښتنو په ځواب کې، لاندې د ۲۱ ډیرو پوښتل شويو پوښتنو ټولګه ده، چې د ICJ پر وړاندې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په اړه د قضیې پیل کولو امکان او اغیزې په ګوته کوي. دا پوښتنې د نړیوالې جنایي محکمې ICC سره اړوند د عدالت نړيوالې محکمې ICJ رول، د احتمالي قضیې ګامونه، د طالبانو د مشروعیت او رسميت پیژندلو اندیښنه، د افغان مدني ټولنې نقش، او احتمالي پایلې راسپړي. دا بيا بيا پوښتل شوې پوښتنې همدا راز په ګوته کوي چې څنګه د ICJ محاکمه کولی شي د ممکنه قانوني احکامو له لارې د افغانانو ملاتړ وکړي، د وکالت هڅې پیاوړې کړي، پر نړیوالو اړیکو اغیزه وکړي، او نورې عملي ګټې وړاندې کړي.

    د عدالت نړیواله محکمه ICJ څه ده؟

    د ICJ او نړیوالې جنایي محکمې (ICC) ترمنځ توپیر څه دی؟           

    ولې افغانستان د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې له امله د ICJ پر وړاندې راوړل کیدای شي؟

    څوک کولی شي د عدالت نړيوالې محکمې (ICJ) پر وړاندې، ښځو سره د تبعيض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو کنوانسيون (CEDAW) له مخې د افغانستان پر ضد قضیه راوړي؟

    دقيقاً، څوک به محاکمه شي: د افغانستان دولت که طالبان؟

    څوک به د عدالت د نړيوالې محکمې پر وړاندې د افغانستان استازولي کوي؟

    ایا د عدالت نړيوالې محکمې (ICJ) ته د افغانستان قضیه راوړل طالبانو ته مشروعيت ورکوي یا به د دوی په رسميت پيژندنې تمام شي؟

    که د افغانستان پر ضد د عدالت د نړيوالې محکمې ICJ قضيه رسميت پېژندنه نه غواړي يا په رسميت پېژندنې نه تماميږي، آيا طالبانو ته په مشروعيت ورکولو کې مرسته کولای شي؟

    د افغانستان پر وړاندې د عدالت بين المللي محکمې (ICJ) کې د قضیې پیل کولو لپاره ګامونه څه دي؟

    د عدالت نړيوالې محکمې ته له قضيې راوړلو وړاندې بايد دولتونه ”خبرې اترې“ وکړي، د دې څه معنا ده؟

    د افغانستان پر وړاندې د ICJ حکم څه کيدلی شي؟

    قضیه به څومره وخت ونیسي؟

    ایا د افغانستان پر وړاندې د یوې قضیې درج کول به سمدستي اغیزه ولري؟

    ایا د قانوني پلوه د ICJ امر قانون د اجرا وړ دی؟

    که چیرې افغانستان د ICJ له پریکړې سره سم عمل ونه کړي څه به پېښ شي؟

    د ICJ قضیه له افغان میرمنو سره څرنګه مرسته کولی شي، په ځانګړې توګه که چیرې په مستقیم ډول پریکړه پلې نه کړای شي؟

    د عدالت بين المللي محکمه (ICJ) کې د قضیې خطرات څه دي؟

    آيا طالبان ښځو سره د تبعيض د ټولو ټولو د له منځه وړلو کنوانسيون CEDAW څخه افغانستان ويستلی شي؟

    د ICJ قضیه څنګه د احتساب او عدالت پر نورو میکانیزمونو اغیزه کولی شي؟

    د عدالت د نړيوالې محکمې ICJ قضیه څنګه کولی شي د “جنسيتي اپارتايد” د سيستماتيک کوډ کولو هڅې پیاوړې کړي؟

    ولې ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي بين المللي کنوانسيون CEDAW د کمېټې پر ځای ICJ محکمې ته د ياد کميسيون لاندې یوه قضیه راوړئ؟ 

    ایا  د بشر حقونو د نورو تړونونو له مخې چې افغانستان تر پښو لاندې کړي دي، ICJ محکمې ته قضیه راوړل ممکن دي؟

    ولې د نورو لارو پر ځای د ICJ په قضیه کې سرچینې وکارول شي؟

    ایا، يا باید، افغان مدني ټولنه د افغانستان پر وړاندې د ICJ په قضیه کې رول ولوبوي؟

    ایا افغان وګړي محکمې ته شواهد وړاندې کولی شي؟

    دا څه مانا لري چې استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د افغانستان پر وړاندې د CEDAW له مخې د شخړې پروسه پیل کړې؟

    ایا نور هیوادونه کولی شي د افغانستان په وړاندې د CEDAW په شخړه کې اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ سره یوځای شي؟

    ایا هغه هیوادونه چې د CEDAW غړي نه دي یا د ICJ قضاوت یې نه دی منلی د قضیې ملاتړ کولی شي؟

    په وړاندیز شوې قضیه کې د پرانستې ټولنې Open Society او روادرای رول څه دی؟

    په نورو ژبو فارسی/دری English