د افغانو ښځو  لپاره د ولسي محکمې اړوند پوښتنې

شنبه, 2 اگست 2025 مقالې ډانلوډ کړئ

فهرست

    د افغانو ښځو او نجونو ناوړه حقوق بشري وضعیت او پر دوی باندې زیاتیدونکومحدودیتونوته په پام سره، د رسمي قضایي پروسو تر څنګ، د افغان میرمنو د غږ منعکسولو او د طالبانو د مسئول ګرځولو لپاره د يو بشپړ او ولسي ميکانيزم رامنځته کېدو جدي اړتيا  ليدل کېده. د دې اړتیا په پیژندو سره، د ۲۰۲۴ ميلادي کال په ډسمبر کې، د افغانستان د بشر حقونو څلورو بنسټونو، رواداري، د افغانستان د بشر حقونو او دموکراسی موسسه، د څیړنې او پراختیا بنسټ، او د بشر حقونو د مدافعانو (پلس) بنسټ تصميم ونيو چې د ایټالیا په روم ښار کې دايمي ولسي محکمې ته يو غوښتنليک وسپاره. دا غوښتنليک د بين المللي جرمونو، بشريت ضد جرمونو او په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د ښکاره سرغړونو د اورېدو او ورته د رسېدو لپاره، د يوې ولسي محکمې د رامنځته کولو په موخه وړاندې شو

    په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق بشري وضعیت او پر دوی د تپل شوي سيستماتيک کړاو په نظر کې نيولو سره دايمي ولسي محکمې دا غوښتنه د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې تاييد کړه، او هوکړه يې وکړه چې د ۲۰۲۵  په اوږدو کې به د  ښځو او نجونو د بشر حقونو وضعیت د څېړلو په موخه يوه استماعيه غونډه ترسره کړي

    دا مهال ياد بنسټونه د افغانستان دننه او بهر د ښځو او نجونو قربانیانو سره په مشوره، او د بشر حقونو د یو لړ بنسټونو، د مدني ټولنې بنسټونو او يو شمېر حقوقپوهانو او کارپوهانو په مرسته او ملاتړ د دې استماعيه غونډې د جوړېدو لپاره د تياري او پروګرام جوړونې په حال کې دي

    دا سند په کور دننه او بهر کې افغانانو او په ځانګړې توګه میرمنو او نجونو ته د معلوماتو چمتو کولو لپاره ترتيب شوی دی. د دې سند د ترتيبولو موخه د عامه پوهاوي د کچې لوړول، د افغانستان د خلکو د ملاتړ او ملګرتیا جلبول، او د افغان ښځو او نجونو لخوا د دې پروګرام مالکیت ته زمینه برابرول دي، څو له دې لارې د دې پروګرام د لا ولسي کېدو لپاره فرصت برابر شي، چې دا يوه بيړنۍ او حياتي اړتيا ده.  د دې سند په چمتو کولو کې هڅه شوې چې د دې پروسې لپاره اړین او اړوند معلومات په ساده او روښانه ډول د ټولو لپاره وړاندې شي

    په نورو ژبو فارسی/دری English