په افغانستان کې د خپل سرو او نا قانونه نیونو عوامل او پایلې
د ۲۰۲۴ میلادی کال د سپتامبر د میاشتې په ۱۹ نېټه د رواداری سازمان د اکس اسپیس له لارې په افغانستان کې د خپل سرو او نا قانونه نیونو عوامل او پایلې تر عنوان لاندې پروګرام جوړ کړ. په دغه ناسته کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې دبشری حقونو ناوړه وضعیت په ځانګړی توګه خپل سرې نیونې وارزول شوې. ویناوالو د مدون قضایی سیستم نشتون، پراخه تبعیض د اساسی حقونو نقض په ځانګړې توګه د ښځو، لږکیو او دبشری حقونو دملاتړو په وضعیت خبرې وکړی او پایلو ته یې لکه شکنجه، جنسې تېري او د عدالت نه شتون، هم اشاره وکړه وینا والو ځينې غوښتنې لکه دبشری حقونو دسرغړونو دقضیو مستند کول، دبشری حقونو د بنسېټونو ملاتړ او پر طالبانو د دېپلماتیک فشار راوړل هم اړين وبلل . په پای کې ګډونوالو وویل چې له یاد شوي وضعیت سره د مقابلې لپاره نړیواله همغږی او له قربانیانو ملاتړ ډېر مهم او اړین دی.
