په افغانستان کې دښځو او نجونو د زدکړو دحق لپاره مدنی مبارزه ضرورتونه او کړنلارې
د 2024 میلادی کال د جولای په دوهمه نېټه د رواداری سازمان او مصور بنسیټ په افغانستان کې دښځو او نجونو د زدکړو دحق لپاره مدنی مبارزه ضرورتونه او کړنلارې تر عنوان لاندی پروګرام جوړه کړه دا پروګرام د اقراء کمپاین چې په افغانستان کی دښځو پر مخ د ښونځیو د تړلو د ۱۰۰۰ مې ورځی په هکله پیل شوی وو، برخه وه په دې پروګرام کې د زدکړواو بشري حقونو ۱۰۰ تنو کار پوهانو برخه واخیسته او پر مدنی همغږی د عامه پوهاوی لپاره د رسنیو نه پرګټه اخیستنه او دعدالت غوښتنی لپاره پر کورنیو او بهرنیو اړیکو جوړولو ټینګار وکړ. ویناوالو د نجونو د زدکړو په تاریخی تجربو او اوسنیو ستونزو خبرې وکړې او ځینی وړاندیزونه لکه د لومړیتوبونو پېژندل دبشری حقونو د سازمانونو تر منځ پر همغږی او له له موجوده ناورین سره دمقابلی لپاره د شته سرچینو نه په ښې ګټې اخيستنې، ټینګار وکړ. پروګرام کې ګډون کونکو د نجونو د زدکړودحق د دوام او وضعیت د ښه والی په موخه د عملی لارو چارو لپاره ژمنتیا څرګنده کړه.
