پوډکاسټ

پوډکاسټ چهارشنبه, 1 مې 2024

 د قربانیانو له پاره عدالت: حل لارې او فرصتونه

د ۲۰۴کال دمې دمیاشتې په ۳۱ نېټه د رواداری سازمان د اکس اسپس له لارې( د قربانیانو له پاره عدالت: حل لارې او فرصتونه) تر سرلیک لاندې پروګرام جوړ کړ.پروګرام  عدالت ته د افغانستان  دبشری حقونو دقربانیانو د لاس رسې پر عملې لارو چارو خبرې او شننو ته ځانګړی شوی وو. ویناوالو عدالت ته د قربانیانو دلاس رسي په مخ کې پر شته تاریخي ستونزو خبرې وکړې او دغو نقضونو ته درسیدګۍ ملی او بین المللی جوړښتونه یی وارزول اود کورنۍ او بهرنۍ سیاسې ارادې په شتون ټنګار وشو. دغونډ په لړ کې د افغانستان په قضایی او اجرایی نظام کې شته ستونزو ته اشاره وشوه او او دبشری حقونو د نقض قضیو ته د رسیدګی لپاره  د یوه شفاف او ځواب ویونکي میکانیزم شته والۍ اړین وبلل شو او د بشری حقونو او اسلامی ارزښتونو ترمنځ په همغږی ټینګار وشو.