ناهيد سرابي د بروکينگز موسسې د «نړيوال اقتصاد او پراختيا» پروگرام «د تلپاتې پراختيا مرکز» کې مېلمه ده. هغه همدا راز د پراختيا په برخه کې خپلواکه مشاوره ده چې د پراختيا په پاليسۍ او پلان جوړونه کې لس کاله تجربه لري. ناهيد تر دې وړاندې د جمهوري افغانستان د ماليې وزارت د پاليسۍ د معينې په توگه دنده ترسره کړې. د ۲۰۲۱ کال په اگست کې د طالبانو له خوا د کابل له نيولو وړاندې نوموړې «د افغانستان پرانستې ټولنه» کې د مديره پلاوي غړې وه. سرابي د دولتي دندې له پرېښودو وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ پروگرام د استازولۍ مرستياله وه. هغه همدا راز «د ټول شموله سولې بين المللي کميسيون» او «د سولې د ابتکار اصول» کمشنره ده. ناهيد سرابي د آلمان له رور بوخوم پوهنتون څخه د پراختيا په مديريت کې فوق ليسانس سند لري، او د امريکا د لويديځ ميشيگان پوهنتون څخه د عملي اقتصاد ليسانس لري.
زمونږ په اړه
رواداري د بشري حقونو يو سازمان دی چي د ((برابر او سوله ييز افغانستان)) د لرليد په لرلو سره د بشري حقونو د کلتور د ودې او بنسټيز کولو په موخه، د خلکو په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو د درد او کړاو د کمولو په موخه جوړ شوی دي.
رواداري هڅه کوي چي د افغانستان د بشري حقونو غورځنګ پياوړی کړي او هم د بشري حقونو د نقض په اړه عدالت او ځواب وينه وکړي. رواداري د افغانستان دننه او بهر کي د اړونده وګړو او بنسټونو سره همکاري کوي.
موږ څه کوو؟
د بشري حقونو پراختيا
رواداري د افغانستان د بشري حقونو د پراختیا په موخه، خپل فعالیتونه او اړيکي د هيواد په داخل او بهر کي د نويو راڅرګنديدونکو بنسټونو او فعالینو سره پراخوې.
رواداري د افغانستان د بشري حقونو د پراختیا په موخه، خپل فعالیتونه او اړيکي د هيواد په داخل او بهر کي د نويو راڅرګنديدونکو بنسټونو او فعالینو سره پراخوې. موږ د بشري حقونو د مسائلو او موضوعاتو اړوند عامه بحثونه او مناظرې د افغاني ټولني د بېلابېلو پوړونو په ګډون سره لکه هنرمندان، کلتوري فعالان، علمی او اکاډميک اشخاص، ښوونکي او روغتيايې متخصصینو په لاره اچوو.
موږ د عامو خلکو سره د اړيکو لپاره د نوو او دوديزو رسنیو څخه په پراخه کچه ګټه اخلو. موږ د راتلونکي ليد د ښه پوهيدني لپاره د مدني فعالینو سره منظمي شخصي سلا مشورې ترسره کوو، او د ټولو افغانانو د بشري حقونو لپاره ګډ اقدام کوو.
څارنه، مستندسازي او راپور ورکول
رواداري په افغانستان کي د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ښځو، انجونو او محرومو ډلو د حقونو د نقض په تمرکز سره موثق او پر وخت معلومات وړاندي کوي.
رواداري په افغانستان کي د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ښځو، انجونو او محرومو ډلو د حقونو د نقض په تمرکز سره موثق او پر وخت معلومات وړاندي کوي.
رواداري په افغانستان کي د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ښځو، انجونو او محرومو ډلو د حقونو د نقض په تمرکز سره موثق او پر وخت معلومات وړاندي کوي. موږ په افغانستان کي د بشري حقونو د وضعيت څارنه او مستندسازي په سيمه کي د اطلاعاتو ورکوونکو (سيمه ييزو همکارانو) د يوي شبکي پرمټ تر سره کوو. موږ په کال کي ۴ راپورونه په دري، پښتو او انګليسي ژبو خپروو، ترڅو د بشري حقونو د وضعيت په اړه پوهاوي زيات کړو، د غلطو معلوماتو او اطلاعاتو رسولو سره مبارزه کوو او د ټوليزو پاليسيو له لاري د پوهاوي کړني تر سره کوو.
قرباني-محوره عدالت
د روادارۍ موخه داده چي د اجرا وړ ټولو قضايې او غیر قضايې میکانیزمونو څخه د ځواب ورکوونې د فضا د رامنځته کولو لپاره ګټه پورته کړي او په افغانستان کي د تاوتريخوالي د مرتکبینو لپاره د معافيت د ژور کلتور سره مبارزه وکړي.
د روادارۍ موخه داده چي د اجرا وړ ټولو قضايې او غیر قضايې میکانیزمونو څخه د ځواب ورکوونې د فضا د رامنځته کولو لپاره ګټه پورته کړي او په افغانستان کي د تاوتريخوالي د مرتکبینو لپاره د معافيت د ژور کلتور سره مبارزه وکړي. رواداري د نړيوالو مستندکوونکو او څارنيزو میکانیزمونو څخه ملاتړ کوي او معلومات ورکوي. موږ د افغانانو د ځواب ورکووني د پراختيا لپاره د موجوده میکانیزمونو لکه د عدالت نړيوالي محکمي او جزا نړيوالي محکمي او همدارنګه د ځواب ورکولو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د نوو رامنځته شوو ميکانيزمونو څخه ملاتړ کوو.
د دي برسيره، رواداري د قربانی محور او غیر قضايې لارو چارو څخه ګټه اخلي ترڅو د قربانیانو غږونو اوريدلو ته پاملرنه جلب کړي، او د افغانانو د ګډ درد څخه غوره پوهاوي رامنځته کړي.
زموږ د کار ډول
په افغانستان کي د بشري حقونو د نقض د مواردو اړوند د موثقو، پر وخت او هر اړخيزو معلوماتو راټولول.
د رسنيو او نورو دوديزو او نويو ابزارو په ځانګړي توګه د کلتوري او هنري کارونو څخه په ګټي اخيستني په افغانستان کي د بشري حقونو د ملاتړ لپاره د ملي او نړيوالي کچي پراختيا.
په ملي او سيمه آييزه کچه د پیوستون رامنځته کول او پياوړي کول او په ځانګړي توګه په افغانستان کي د بشري حقونو د ملاتړ اړتيا ته د اسلامي هيوادونو د پام اړول.
په افغانستان کي د بشري حقونو د اصولو او ارزښتونو د ساتني لپاره د ملي او نړيوالو بنسټونو سره ګډه عدالت غوښتنه. په افغانستان کي د بشري حقونو څخه د اغيزمن ملاتړ لپاره د بشري حقونو بين المللي جوړښتونو او ميکانيزمونو سره همکاري.
د قضايې او غير قضايې ځواب ويني د تامين لپاره د ټولو نړيوالو ميکانيزمونو په کاروني سره د مصؤنيت له ريښه لرونکي کلتور سره د مبارزي په موخه عدالت غوښتنه او دوامداره هڅې.
د افغانستان له ځانګړي ليدلوري د بشر حقونو له نړيوال بحث سره مرسته.
زموږ اصول
موږ په خپل ټولو کارونو او فعاليتونو کې، قرباني-محوره تګلوري تعقيبوو. موږ په خپل کار کې د محرمیت او راز ساتني اصل د رعايت او د خصوصي حریم د خونديتوب څخه ډاد تر لاسه کوو، په ځانګړي ډول د هغو اطلاعاتو او پېښو اړوند چې موږ ته روايت کېږی.
موږ د قربانیانو د هغوی د خپلوانو، همکارانو او نورو سرچېنو لخوا شریک شوي معلومات د دوی احتمالي حالت او د خپريدو پایلي بررسي کوو. موږ د همکارانو د امنيت او خونديتوب د ډاډ ترلاسه کولو وروسته معلومات حساسيت ته په کتني او په ټول دقت سره خپروو.
موږ په فعال ډول کور دننه او بهر کي، د افغانانو سره خپلې اړيکې پياوړي کوو. موږ همدارنګه هڅه کوو چي متحدين پيدا او په دي ډول د ګډ کار له لاري ګډو فعاليتونو ته زمینه رامنځته کړو.
موږ په دوامداره توګه د خپل کار عملي پايلي او اغېز يې پر قربانیانو د هغوی پر خپلوانو او نورو ډلو څېړو. موږ انعطاف پذیره یو او د دوی له اړتیاوو او غوښتنو سره همغږی کېږو.
زمونږ ارزښتونه

بې پرېتوب
موږ د بشري حقونو په برخه کي د پوه او مسلکي تجربو لرونکو کسانو ډله يو. موږ خپل دا تخصص په خپلو ټولو کارونو کي کاروو او دا ډاډ تر لاسه کوو چي زموږ کار د هر ډول مخکني قضاوت او شخصي اړخ نيوني څخه خلاص دی. زموږ تګلاره ددې اصولو او ارزښتونو څخه پيروي کوي.

توپيریا تنوع ته درناوی
موږ په افغانستان کي د موجوده توپيرونو څخه خبر يو، لکه د مخيني، تجربې او ليدلورو توپيرونه. موږ دا توپيرونه منو او هغو ته درناوی کوو، موږ باور لرو چي توپير يو ارزښت او د ځواک ټکی دی. موږ توپير ته ارزښت ورکوو او د خپل ټيم د توپير او د ليدلورو د توپير څخه ګټه اخلو.

شموليت
موږ باور لرو چې هر څوک د هغه وړتيا، جنس، جنسيت، قوميت، دين او يا سياسي تړلتيا ته له کتلو پرته بايد ټولو سرچينو، فرصتونو او شتمنيو ته برابر لاسرسی ولري. موږ خپله ټوله هڅه کوو چې د هويت بېلابېل پوړونه کشف او درک کړو او په خپل تحليل کې يې ځای کړو. موږ د دغه بنسټيز ارزښت پيروي کوو، څو ډاډ ترلاسه کړو چې د څارنې او خپلو نورو ټولو فعاليتونو په تر سره کولو کې په ټولشموله بڼه عمل وکړو.

ريښتينولي
موږ باور لرو چې رښتينولي د ډلو د رامنځته کيدو او ګډ کار لپاره اړينه ده. زموږ له نظره صداقت يا رښتينولي يعنې د هغه څه د حقيقت تبادله چې وينو يې، او له اجنډا پرته يې مستند ؤ. موږ په بشپړ صبر او زغم سره، قربانيانو ته غوږ نيسو او د خپل کار په ټولو مراحلو کې له هر چا سره چې کار کوو رښتيني يوو.

باور
د افغانستان لپاره د داسي هيله بښوونکي ليدلوري په لرلو سره چې د يو او بل په همکارۍ او پېرزوينې يې جوړوو، موږ هڅه کوو چې د افغانانو تر منځ باور او اعتبار رامنځته کړو. موږ غواړو چې د افغانستان خلک پوه شي چې موږ ټولو ته غوږ نيسو. موږ هره ورځ کار کوو چې د خپل ټيم په منځ کې او له خپلو شريکانو سره اعتماد رامنځته کړو. موږ په بې پرېتوب، شموليت او صداقت سره اعتماد او باور رامنخته کوو.

زده کړه
موږ منو چې ممکن تېروتنه وکړو. موږ په فردي او سازماني بڼه پرله پسې زده کړو ته ژمن يوو. موږ منو چې له خلکو سره په تعاملاتو کي، په ځانګړي توګه هغو افغانانو سره چې د هغوي لپاره د خدمت هڅې کوو، ښه زده کړه وکړو. موږ غواړو له تېرو تجربو، ماتو، زيانونو، او نيوکو زده کړه وکړو.

آزادي
موږ باور لرو چې هر څوک بايد بې له دې چې د بل چا ژوند، آزادۍ، يا د افرادو يا ډلو معاش ته ضرر ورسوي په آزاد ډول خپل تخصص وکاروي. موږ باور لرو چې هر څوک حق لري د خپل ژوند ډول وټاکي، او موږ د ټولو لپاره پر دغه آزادۍ باور لرو. موږ باور لرو، هر څوک بايد وتوانیږي له وېرې، توپيري چلندونو، ستم، بې عدالتۍ او فقر پرته ژوند وکړي.

برابري او انصاف
موږ سره له دې چې د افغانستان د خلکو تفاوت او تنوع په رسميت پيژنو، باور لرو چې ټول د قانون په وړاندې برابر دي. موږ د برابرۍ دفاع کوو او توپيري چلند که په هره بڼه او هر بنياد وي «نه» ورته وايوو. موږ هڅه کوو د افغانستان د متنوع ټولنې د اړتياوو لپاره منصفانه ځواب وړاندې کړو. موږ ځان ته په افغانستان کې له بېلابېلو ډلو په وړاندي د تاريخي او دوامدارو بې عدالتيو اړوند زده کړي ورکوو، او د بېلابېلو ډلو او افرادو اړتياوي په خپل کار کي د يو رښتني درک په توګه شاملوو.
مشورتي پلاوی

ناهيد سرابي
د مديره پلاوي غړې
ناهيد سرابي د بروکينگز موسسې د «نړيوال اقتصاد او پراختيا» پروگرام «د تلپاتې پراختيا مرکز» کې مېلمه ده. هغه همدا راز د پراختيا په برخه کې خپلواکه مشاوره ده چې د پراختيا په پاليسۍ او پلان جوړونه کې لس کاله تجربه لري. ناهيد تر دې وړاندې د جمهوري افغانستان د ماليې وزارت د پاليسۍ د […]

هما سعيد
د مديره پلاوي غړې
هما سعيد (پي. ايچ. ډي)، د بشر حقونو د بين المللي سازمانونو د څېړنې مشاوره ده. هما همدا راز په لوون بلژيک پوهنتون کې مشره څېړونکې ده چې له هغه ځايه يې په افغانستان کې پر انتقالي عدالت او اقتصادي-دولتي جرايمو باندې په تمرکز سره په جرم پېژندنه کې دکتورا ترلاسه کړې. هغه په افغانستان کې […]
هما سعيد (پي. ايچ. ډي)، د بشر حقونو د بين المللي سازمانونو د څېړنې مشاوره ده. هما همدا راز په لوون بلژيک پوهنتون کې مشره څېړونکې ده چې له هغه ځايه يې په افغانستان کې پر انتقالي عدالت او اقتصادي-دولتي جرايمو باندې په تمرکز سره په جرم پېژندنه کې دکتورا ترلاسه کړې. هغه په افغانستان کې د انتقالي عدالت په برخه کې د څو څېړنو او پاليسيو مؤلفه ده، د بېلگې په توګه «عدالت انتقالي و آسيب اجتماعي-اقتصادي: زمينخواری در افغانستان» (۲۰۲۲) کتاب يې چې د راتلج خپرندوی له خوا خپور شوی.

ریچل ريد
د مديره پلاوي رئيسه
ریچل مشاوره، هنرمنده او د بشر حقونو فعاله ده. دا مهال د ډاکټ (The Docket) پروژې لپاره د جنگي جرمونو يوه څېړنه رهبري کوي چې «د کلوني عدالت بنسټ» برخه ده. تر دې وړاندې هغه خپلواکه مشاوره وه چې تر ډېره يې د افغانستان په برخه کې له بېلابېلو بنسټونو سره کار کړی، لکه د […]
ریچل مشاوره، هنرمنده او د بشر حقونو فعاله ده. دا مهال د ډاکټ (The Docket) پروژې لپاره د جنگي جرمونو يوه څېړنه رهبري کوي چې «د کلوني عدالت بنسټ» برخه ده. تر دې وړاندې هغه خپلواکه مشاوره وه چې تر ډېره يې د افغانستان په برخه کې له بېلابېلو بنسټونو سره کار کړی، لکه د ملګرو ملتونو «د حقونو د پراختيا بين المللي سازمان»، نړيواله جزايي محکمه، ملاله صندوق او «د لومړۍ کرښې مدافعان». هغې اته کاله د «پرانستې ټولنې بنسټ» کې تېر کړل او په وروستيو کې د منا (منځنۍ آسيا او د افريقا شمال) لپاره مالاتړې مديره وه. هغې درې کاله په کابل کې د بشر حقونو له څار سره کار وکړ، او لومړی يې د بي بي سي لپاره د مشرې ژورناليستې په توگه افغانستان ته سفر وکړ او ۱۳ کلونه يې په افغانستان کې تېر کړل. هغه د انگلستان په لندن پوهنتون کې له گلډسميتس کالج څخه په هنر او سياست کې د فوق ليسانس سند لري او د انگلستان له اکسفورډ پوهنتون څخه په سياست، فلسفه او اقتصاد کې د ليسانس سند لري.

سياوش رهبري
د مديره پلاوي غړې
سياوش رهبری د حقوقي پراختيا په برخه کي متخصص او حقوق پوه دي. ښاغلي رهبری د «آسيا بنسټ» سره د حقوقي زده کړو او حقوقي مرستو په برخه کي کار کاوه او د «افغانستان خلاصه ټولنه» کي يې فني او مديريتي ملاتړ وړاندي کول. تر هغې وړاندې هغه له «آسيا بنسټ» سره د حقوقي مرستې او […]
سياوش رهبری د حقوقي پراختيا په برخه کي متخصص او حقوق پوه دي. ښاغلي رهبری د «آسيا بنسټ» سره د حقوقي زده کړو او حقوقي مرستو په برخه کي کار کاوه او د «افغانستان خلاصه ټولنه» کي يې فني او مديريتي ملاتړ وړاندي کول. تر هغې وړاندې هغه له «آسيا بنسټ» سره د حقوقي مرستې او حقوقي زده کړو په برخه کې کار کاوه او «د افغانستان پرانستې ټوله» کې يې مسلکي او مديتي ملاتړ کاوه.
ښاغلی رهبري په کابل او نيويارک کې «د بين المللي حقوقو بنسټ» د پروژې د مدير او ملاتړي مامور په توگه او «د ايران د بشر حقونو د اسنادو مرکز» سره د بشر حقونو د وکيل په توګه په نيو هيون کنتيکت کې کار کړی. هغه خپل کار د روانډا لپاره د بين المللي جزايي محکمې سره د انټرن په توګه پيل کړ. ښاغلی رهبري په امريکا کې د تگزاس پوهنتون د حقوقو پوهنځي څخه جي.ډي سند لري.

عبدالله احمدزی
د مديره پلاوي غړې
عبدالله احمدزی له ۲۰۱۴ کال څخه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې د اسیا بنسټ (The Asia Foundation) له خوا د هېواد د استازي په توګه دنده ترسره کړې ده. په دې دنده کې هغه د بېلابېلو پروګرامونو څارنه کوله، چې په کې حکومتولي او ټاکنې، اسلام او پراختیا، د […]
عبدالله احمدزی له ۲۰۱۴ کال څخه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې د اسیا بنسټ (The Asia Foundation) له خوا د هېواد د استازي په توګه دنده ترسره کړې ده. په دې دنده کې هغه د بېلابېلو پروګرامونو څارنه کوله، چې په کې حکومتولي او ټاکنې، اسلام او پراختیا، د ښځو پیاوړتیا، زده کړې، او د افغان خلکو کلنۍ سروې شامل دي. له دې مخکې، هغه له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د یاد بنسټ د هېواد مرستیال استازی و.
احمدزی یو مجرب پرمختیايي متخصص دی او د ټاکنو په اداره کې تخصص لري. هغه پخوا د افغانستان د خپلواکې ټاکنو کمېسیون (IEC) د اجراییوي رییس په توګه دنده ترسره کړې ده. د IEC د دارالانشا د مشر په توګه، هغه د پارلمان د ولسي جرګې د ۲۰۱۰ کال ټاکنې مدیریت کړې وې.
د IEC سره د دندې څخه مخکې، د ۲۰۰۶ کال له جون څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې، احمدزي د اسیا بنسټ سره د “حکومتدارۍ مرکز ته ملاتړ” پروژې لاندې په افغانستان کې کار کړی، لومړی د ملي ظرفیت لوړونې د لوړپوړي سلاکار په توګه او وروسته د مرستیال او بیا د پروژې د مشر په توګه. هغه د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ټاکنو ګډې مدیریتې کمېټې (Joint Electoral Management Body Secretariat) سره هم دندې ترسره کړې دي، لومړی د ساحوي مدیر او بیا د عملیاتو د مشر په توګه.
د خپل مسلک په پیل کې، له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې، احمدزی د افغانستان د اساسي قانون کمېسیون سره ښکیل و، چې د ۲۰۰۱ کال د بون تړون له مخې د نوي اساسي قانون د مسودې چمتو کولو لپاره رامنځته شوی و. هغه د اساسي قانون په لویه جرګه او د اساسي قانون په مسوده جوړولو کې ونډه اخیستې، چې په رسمي ډول د ۲۰۰۴ کال په جنوري کې تصویب شو.
احمدزی د پېښور په برینز ډیګري کالج (Brains Degree College) څخه د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) لیسانس لري او د هارورډ پوهنتون، جورج ټاون پوهنتون، او د ټاکنیزو خدماتو نړیوال بنسټ (International Foundation for Electoral Services) په څیر موسسو له لارې یې د حکومتولۍ، خدماتو وړاندې کولو، او ټاکنو په اړه مسلکي پراختیایي کورسونه بشپړ کړي دي.
کارکوونکي
د امنيتي اندېښنو له امله، د کارکوونکي د ځينو غړو نومونه او سوابق دلته نه دي ذکر شوي.

شهرزاد اکبر
رئيسه
شهرزاد اکبر د افغانستان د بشر حقونو فعاله ده چې دا مهال په تبعيد کې ژوند کوي. هغه په چتم هاوس کې اکاډميکه غړې او په آکسفورډ کې د وولفسان کالج مېلمنه استاده ده. شهرزاد د بشر حقونو، رسنيو او د ځوانانو د بسيجولو د فرهنگ په برخه کې متنوعه مسلکي مخينه لري. شهرزاد «د […]
شهرزاد اکبر د افغانستان د بشر حقونو فعاله ده چې دا مهال په تبعيد کې ژوند کوي. هغه په چتم هاوس کې اکاډميکه غړې او په آکسفورډ کې د وولفسان کالج مېلمنه استاده ده.
شهرزاد د بشر حقونو، رسنيو او د ځوانانو د بسيجولو د فرهنگ په برخه کې متنوعه مسلکي مخينه لري. شهرزاد «د بشر حقونو لپاره بين المللي خدمت» د مديره پلاوي غړې او «هیئت مشاوران انستیتو انتقالهای یکپارچه» غړې ده.
شهرزاد په کابل کې د مشاورې د يو شرکت تاسيس او اداره کول، «د افغانستان پرانستې ټولنې» د مديرې په توګه د افغانستان د مدني ټولنې او رسنيو ملاتړ، او د پراختيا په برخه کې له دولت سره کار کول په خپلې کاري تجربې کې لري.
د ۲۰۲۱ کال په اگست مياشت کې د طالبانو له خوا د کابل له نيولو وړاندې شهزراد اکبر «د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسیون» رئيسه وه.
شهرزاد اکبر په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ملگرو ملتونو د امنيت شورا او د ملگرو ملتونو د بشر حقونو شورا له لارې د بشر حقونو، محترمانه او منصفانه سولې او په بين المللي کچه د بشر حقونو د ښکاره نقض لپاره د ځواب وينې ملاتړ کړی دی.
د شهرزاد تاليفات په بين المللي رسنیو او افغانستان کې خپاره شوي دي، لکه په فارن افرز، واشنگټن پوسټ، سي اين اين، نيوزويک، جاست سکيوريټي، الجزيره او نور اکاډميک ژرنالونه.
شهرزاد له اکسفورډ پوهنتون څخه د ايم.فيل سند لري؛ هغې تر دې مخکې د امريکا له سميت کالج څخه ليسانس ترلاسه کړی.

صدف دشتی
مرستیال
اغلی صدف د روادري مرستیاله ده. نوموړې پخوانۍ دیپلوماته او په بروکسل کې د افغانستان په سفارت کې د سوداګریزې مشاورې په توګه دنده ترسره کړې ده. سربېره پر دې، هغې په تېرو اتو کلونو کې په مهمو دولتي او نادولتي ادارو کې د مدیریت په لوړو پوستونو کې دنده ترسره کړې ده. هغې د […]
اغلی صدف د روادري مرستیاله ده. نوموړې پخوانۍ دیپلوماته او په بروکسل کې د افغانستان په سفارت کې د سوداګریزې مشاورې په توګه دنده ترسره کړې ده. سربېره پر دې، هغې په تېرو اتو کلونو کې په مهمو دولتي او نادولتي ادارو کې د مدیریت په لوړو پوستونو کې دنده ترسره کړې ده. هغې د مالیې په وزارت کې د سکټوري پالیسي شننې د رییسې په توګه دنده ترسره کوله، چیرته چې هغې د خصوصي سکتور پراختیا لپاره د ملي لومړیتوبونو پروګرام (PSD NPP) د پراختیا مشري کوله.
له څلورو کلونو څخه زیاتې هغې د حرکت/افغانستان د پانګونې د اقلیم د اسانتیاوو په پروګرام کې د پروژو د رییسې په توګه کار کړی چې د DFID لخوا تمویل شوی چیرې چې هغې په ملي کچه د اصالحاتو پروژې پیل کړې (لکه د سوداګرۍ جواز ورکولو اصلاحات، په مرکزي بانک کې د کریډیټ راجستر سیسټم پراختیا. ، او د افغانستان په مالیې وزارت کې د عامه او خصوصي مشارکت واحد تاسیس کول). نوموړې په USAID کې د پروموټ پروژې د سیمه ییزې پروژې رییسې په توګه د کار کولو تجربه هم لري چې د ښځو ملکیت او رهبري شوي سوداګرۍ مالتړ کوي.
هغې د عامه پالیسۍ په برخه کې د فراغت وروسته خپلې زده کړې د آلمان د ایرفورت په پوهنتون کې د عامه پالیسۍ د ویلی برانډټ ښوونځي څخه د نړیوال سیاسي اقتصاد په تمرکز سره تعقیب کړې. نوموړې د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه په اقتصاد کې لیسانس لري. د هغې د ژبې وړتیا ته په کتو سره، هغه د مورنیو او ملي ژبو سربیره، په انګلیسي ژبه روان دی، د هغې د الماني او فرانسوي ژبو مهارتونه معتدل دي.
بسپنه ورکوونکي
په دې ویب پاڼه کې خپاره شوي ټول منځپانګې د روادري لخوا رامینځته شوي او اړینه نه ده چې د مرستندویانو نظرونه منعکس کړي
زموږ سره کار وکړئ
کاري فرصتونه
د اوس لپاره کاري فرصت موجود نه دي
د کار زده کړي فرصتونه
د اوس لپاره د کار زده کړي فرصتونه موجود نه دي
رضاکاري فرصتونه
د اوس لپاره رضاکاره فرصتونه موجود نه دي
رواداري په رسنيو کي
د رواداری لوګو
مهرباني وکړئ د رواداري لوګو په بېلابېلو بڼو کې ډاونلوډ کړئ