پوډکاسټ
دوشنبه, 2 جون 2025
په مدني مبارزه کې د کیــسو او روایتـونو اهمیت
روایتونه او کیسې په مدني خوځښتونو څه اغیز لري؟ شعر او ادبیاتو د افغانستان د تاریخ په بېلابېلو برخو د د بې عدالتي پر وړاندې خلکو په راټولولو کې څه تاثیر درلود؟ د هغو نجونو له روایتونو او کیسو څه زده کوو چې د اقراء په کمپاین کې یې ګډون کړی؟ د دوی پیغام خلکو ته څه دی؟
د جون په ۲مه ، ۲۰۲۵ دا بحث له مجیب مهرداد، سید سلیمان آشنا، زهرا نادر او د شفیقې خپلواک په کوربتوب مو دا پوښتنې راسپړلې. په پای کې موسکا سنګر نیازۍ، شفیقې یارقین او مریم میترا شعرونه ولوستل. کولی شئ دا خپرونه دلته واورئ.
