پوډکاسټ

پوډکاسټ سه شنبه, 2 جولای 2024

په افغانستان کې دښځو او نجونو د زدکړو دحق لپاره مدنی مبارزه ضرورتونه او کړنلارې

د 2024 میلادی کال د جولای په دوهمه نېټه د رواداری سازمان او مصور بنسیټ  په افغانستان کې دښځو او نجونو د زدکړو دحق لپاره مدنی مبارزه ضرورتونه او کړنلارې تر عنوان لاندی پروګرام  جوړه کړه دا پروګرام   د اقراء کمپاین چې په افغانستان کی دښځو پر مخ د ښونځیو د تړلو د ۱۰۰۰ مې ورځی په هکله  پیل شوی وو، برخه وه په دې پروګرام کې د زدکړواو بشري حقونو ۱۰۰ تنو کار پوهانو برخه واخیسته او پر مدنی همغږی د عامه پوهاوی لپاره د رسنیو نه پرګټه اخیستنه او دعدالت غوښتنی لپاره  پر کورنیو او بهرنیو اړیکو جوړولو ټینګار وکړ. ویناوالو د نجونو د زدکړو په تاریخی تجربو او اوسنیو ستونزو خبرې وکړې او ځینی وړاندیزونه لکه د لومړیتوبونو پېژندل دبشری حقونو د سازمانونو تر منځ پر همغږی او له له موجوده ناورین سره دمقابلی لپاره  د شته سرچینو نه په ښې ګټې اخيستنې، ټینګار وکړ.   پروګرام کې ګډون کونکو  د نجونو د زدکړودحق  د دوام  او وضعیت د ښه والی په موخه د عملی لارو چارو لپاره  ژمنتیا څرګنده کړه.