کمپاينونه

په افغانستان کي د نجونو د زده کړو د ملاتړ لپاره د اقراء کمپاين 

رواداری د مصور سره په ګډه، تيره اونۍ د انجونو د زده کړو په اړه يو کمياين پيل کړ. د اقراء کمپاين موخه داده چي د نجونو د زده کړو د ملاتړ لپاره لا نوره همږغي رامنځته کړي. اقراء د عربي ژبي لفظ دی او معنی يې ويل يا لوستل دي او د قران کريم هغه آيات ته اشاره ده، چي په اسلام کي د نارينه ؤ او ښځو د زده کړو ارزښت پکښي بيان شوي دي. د کمپاين موخه د ښوونځيو د بيا پرانیستلو لپاره د حرکت رامنځته کول او فشار واردول دي. د دي برعلاوه، د انجونو لپاره د يو چوکاټ رامنځته کول دي چي پر بنسټ يې خپلي کيسې شريکي او غوښتنو په اړه غږ پورته کړي. اقراء د جون په ۱۴ نيټه يه کومه ورځ چي د نجونو په وړاندي د منځنيو زده کړو د بنديدو ويجاړونکي ۱۰۰۰ ورځي پوره شوي پيل شو. اقراء د افغانستان د رسنيو پاملرنه او عمومي ښکيلتيا ځانته جلب کړه. دغه کمپاين د جلاوطنه رسنيو، د افغانستان لپاره د بي بي سي پښتو او دري، آمريکا غږ، آزادۍ راډيو او نورو پلټ فورمونو له خوا چي په پراخه کچه اوريدونکي لري له لاري ورسيد. موږ د ښوونکو، والدينو او ښوونځيو د زده کوونکو له خوا د ملاتړ زرګونه پيغامونه ترلاسه کړه. د دغه کمپاين سره د افغانستان نامتو نارينه او ښځينه افغان سندرغاړي او شاعران يو ځای شوي دي. دا يو هيله بخښونکي پيل دي، او موږ پلان لرو چي راتلونکو مياشتو کي هغه نور هم د افغان نجونو او ښځو د زده کړو لپاره پراخ او پياوړي کړو  

د دغه کمپاين بنسټيز عنصر د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کي د نجونو کيسي او غږونه دي. د انجونو او ښځو د هويت د خونديتوب په موخه د هغوي نومونه او غږونه بدل شوي دي. د کمپاين په جريان کي رواداري او مصور د هغو بنسټونو، ډلو او ایتلافونو چي په افغانستان کي د نجونو د زده کړو په برخه کي ښکيل دي سلا مشورو ته دوام ورکړي، تر څو لاسرسی لا نور پراخ کړي او اتحادونه رامنځته کړي. دغه کمپاين پر هيوادوالو غږ کوي چي په خوندي توګه سره د ټولنيزو رسنيو له لاري ګډون وکړي. د روادارۍ او مصور سره مو خپل ليدلي حال شريک کړي، په مساجدو، ودونو او غونډو کي د نجونو د زده کړو په اړه خبري وکړي. کمپاين به د افغان بانفوذو شخصيتونو، هنرمندانو او لوبغاړو سره د دي مهم کار لپاره د هغوي د هڅولو او ملاتړ اخيستلو لپاره دوام ورکړي. د اقرا له لاري موږ د نورو افغان مدني ټولنو سره يو ځای هيله لرو، چي د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانیستلو لپاره حرکت او عامه فشار ته دوام ورکړو

په نورو ژبو فارسی/دری English