هما سعيد (پي. ايچ. ډي)، د بشر حقونو د بين المللي سازمانونو د څېړنې مشاوره ده. هما همدا راز په لوون بلژيک پوهنتون کې مشره څېړونکې ده چې له هغه ځايه يې په افغانستان کې پر انتقالي عدالت او اقتصادي-دولتي جرايمو باندې په تمرکز سره په جرم پېژندنه کې دکتورا ترلاسه کړې.

هغه په افغانستان کې د انتقالي عدالت په برخه کې د څو څېړنو او پاليسيو مؤلفه ده، د بېلگې په توګه «عدالت انتقالي و آسيب اجتماعي-اقتصادي: زمين‌خواری در افغانستان» (۲۰۲۲) کتاب يې چې د راتلج خپرندوی له خوا خپور شوی.