د ۱۹ کلني تازه کوژدن شوي انجلی د بدبخته ژوند کیسه، د ښوونځی په ګناه په عام محضر کي په درو وهل او زنداني کول.
د قرباني انجلی پلار رواداري ته د يوۍ مصاحبۍ په ترڅ کي د خپل لور سره د بي عدالتي بيان په ډیر غمجن او لړزاند اواز کي داسي وکړ:
لور مي د ښوونځی شاګرده وه، د طالبانو د امیر د امر څخه وروسته هم هغې په پټه د ښوونځي زده کړي کولي، چي درس ته په لار د يو شمير طالبانو له لوري ونيول شوه او وروسته يې په هغه د زنا اتهام وتاړه. محکمي بيله کومي څيړني په هغي تړل شوي تور ومانه او هغه يې په تعزيراتي توګه په عام محضر کي په ۳۹ درو او دري کاله زندان محکومه او وروسته يې دغه جزا ورباندي په عام محضر کي تطبیق کړه.
د قرباني د کورنۍ دغه غړي وويل چي ما ډيره هڅه وکړه ترڅو قاضيان پوه کړم چي د دوي پريکړه ناعدلانه ده او دوي هيڅ ډول ثبوت نلري او هيڅ ډول ثبوت هم نه دي وړاندي شوي چي دغه تور ثابت کړي ولي قاضيانو د برخورد څخه عقده ما ته څرګنديدله او هغوي خپله پريکړه بیله دليله او کوم ثبوت څخه په زور تطبیق کول غوښتل. موږ بیچاره يو، عدالت د څو تنو په لاس کي دي، هيڅوک وجود نلرلي چي موږ ورته خپل عرض وړي واي او د هغوي څخه مو د عدالت غوښتنه کړي وای. د قرباني پلار زياته کړه، محکمي حتی موږ ته نه کوم شاهد، نه کوم ثبوت او نه هم د متهم اقرار وړاندي کړ چي ثابته کړي زما لور داسي عمل تر سره کړي دي.
هغه په لړزان او بيچاره آواز وويل چي د دي پريکړي وروسته يې ټولي کورنۍ ضربه ليدلي دا په حقيقت کي زموږ د کورنۍ يوي غړي ته نه بلکي، زموږ ټولي کورنۍ ته يې داسي ناحقه جزا راکړه چي هيڅکله به يې هيره نه کړو. زموږ ټولنيز حیثیت له منځه تللي، د خپل کلي مي کډه کړي ځکه چا، چا ته به مي ويلای چي زما په حق ظلم شوي زما لور بي ګناه ده نو ځکه اوس راته ژوند يوازي په يوازي توب کي تيريږي او د ډير بيچارګي او مايوسي احساس کوم. په لنډه توګه، د طالبانو دغه ظلم مي د ټولي کورنۍ ژوند بدل کړي دي.