روایت

روایت

پنجشنبه, 9 مې 2024

زندانيان بهر ته راویستل او وهل، ټکول او شکنجه کول

۱۴۰۱ کال د اسد میاشت وه په سربند نومي سيمه کي طالبانو د موټر څخه کښته کړم، د يوي پوستي په ټاور کي يې کښينولم، سترګي يې راوتړلي، وروسته يې يو موټر ته پورته کړم او د دوه ساعته مزل څخه وروسته يې د موټر څخه کښته کړم په دغه دوه ساعتونو کي يې زه دري ځله د موټر څخه کښته کولم او هر ځل به يې درولم او زما طرف ته به يې فيرونه کول او راته ويل به يې چي اقرار وکړم، ما ورته وويل چي زه يو عادي دوکاندار يم او تاسو کولای شي زما موټر وويني. زه يې داسي ځای ته يووړم چي هلته د شلو تنو په شاوخوا کي نور کسان هم زنداني وه.

دغه زندان چي د کندهار ولایت په يوه ليري پرته سيمه کي يې موقعيت درلود او په يو مولوي پوري اړوند ؤ، زندانیان پکښي ډير شکنجه کيدل، د شپي يوه يا دوه بجی به يې زندانيان بهر ته راویستل او وهل، ټکول او شکنجه کول به يې چي تر اوسه د شکنجي علايم زما پر بدن موجودي دي.

ورور مي تر ۱۵ ورځو وروسته په ما خبر شو او زه يې د دغه زندان څخه آزاد کړم.

ولي د طالبانو په زندان کي دغه زما اخیر ځل نه ؤ، دوهم ځل يې بيا د کندهار ښار له مربوطاتو څخه ونيولم او د طالبانو يوي امنيتي حوزی ته يې انتقال کړم، په دغه حوزه کي يې هم ډير ووهلم او وروسته يې قومانداني ته وليږدولم. د دغه ځای زندان به د شپي له خوا خاصو کسانو ته سپارل کيدلي او هغوی زندانيان د شپي د دوه بجو څخه وروسته وهل او شکنجه کوله.

موږ به د قوماندانی د زندان مسؤل مولوي ته ډير عذر کولي چي موږ د کندهار عمومي محبس ته وليږدوي، ځکه موږ اوريدلي وه چي هلته زندانيانو ته ډوډی ورکول کيږي او دلته به موږ ته ډوډی هم سمه نه راکول کیده او موږ به کله کله د لوږې د مرګ احساس کاوه. وروسته له ۸ ورځو وهلو ټکولو او شکنجو وروسته دا ثابته شوه چي زه بي ګناه يم او زه يې د زندان څخه آزاد کړم. زه فقط دومره وايم چي د دغه شکنجو او بدخوابیو له امله زما ذهني توازن خراب شوي او لا هم د دردونو څخه کړيږم.

په نورو ژبو فارسی/دری English