نن ورځ، د جزايې عدالت په نړیواله ورځ، موږ، افغان او نړیوال د بشري حقونو او مدني ټولنې بنسټونه، نړیوالې ټولنې ته یادونه کوو چې نړیوال قانون یوازې هغه وخت پياوړي وي چي په اغیزمنه توګه عملي او پلي شي. په داسې حال کې چې موږ د اګست په ۱۵مه د طالبانو لخوا د افغانستان د واکمنۍ پنځم کال ته نږدې کېږو، د افغانستان په اړه د نړیوالي ټولني غبرګون له يوي مهمې او برخلیک ټاکونکې څلورلاري سره مخ دي. په تېرو پنځه کلونو کي په تدريجي ډول د بشري حقونو د سرغړونو عادي کیدل او د حساب ورکونې په پلي کولو کې پاتې راتلل، طالبان نور هم زړور کړي دي، چې له امله يې پر افغان ښځو او نجونو سیستماتیک ظلم او ځپنه زیاته کړی دی. نن ورځ، موږ د نړیوالې حقوقي حساب ورکونې د سمدستي او همغږې بیا راژوندي کیدو غوښتنه کوو، ترڅو د بې سزا پاتې کیدو کلتور له منځه يووړل شي، کوم چې د نړۍ د ښځو د حقونو د تر ټولو سخت بحران د رامنځته کوونکو ساتنه کوي. .
په افغانستان کې اوسنی کړکیچ په تشه فضا کې نه دی رامنځته شوی؛ بلکې دا د هغو لسیزو ژور او ناحل شوې معافیت مخامخ پايله ده چي د (حساب روکوني پرته معافیت) يې رامنځته کړي دي. ، چې له امله يې د بېلابېلو ښکېلو لورو له خوا د جګړو او بشري حقونو د سرغړونو پرلهپسې دورو د قربانیانو نسلونه له حقیقت، عدالت او جبران څخه بېبرخې پرېښي دي. د افغانستان د ښځو، نجونو او ټولو متنوعو ټولنو لپاره، نړیواله حساب ورکونه يوازي یو انتزاعي حقوقي مفهوم نه دی؛ بلکې دا په نړیوال نظم او د نړیوال بشري حقونو په جوړښت کې زموږ د باور لپاره د سنجش معیار دی. له عامه ژوند څخه د ښځو سیستماتیک حذف کولو، له شپږم ټولګي څخه پورته د زده کړې بندیز، په کار، تګ راتګ ازادۍ او بیان باندې سخت محدودیتونه هر اړخیز عدالت غواړي. د طالبانو ظالمانه او توپېري پالیسۍ په مستقیم ډول د نړیوالو قوانينو له مخي د افغانستان لازمي مکلفیتونه نقض کوي، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیو (CEDAW) په ګډون. سربېره پر دې، د ناوړه چلند دغه پراخ او سیستماتیک کمپاین د جنسیت پر بنسټ د ځورونې (Gender Persecution) په نوم د بشریت ضد جرم ګڼل کیدای شي، چې یو ډېر دروند نړیوال جرم ګڼل کېږي. د همدې جرم له امله، د جزا نړیوالې محکمې (ICC) لا د وړاندي د طالبانو د دوو مشرانو د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
موږ باید په څرګنده توګه روښانه کړو چې حساب ورکونه د انزوا معنی نلري. د عدالت غوښتنه دا معنا نه لري چې د اړیکو دروازې وتړل شي یا حیاتي بشري مرستې ودرول شي. برعکس، دا د اصولي تعامل غوښتنه کوي؛ داسې یو چوکاټ چې له طالبانو سره هر ډول تعامل پکې په کلکه د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو، د څرګندو او عملي پرمختګونو پورې مشروط وي. همدارنګه، د نړیوالو حقوقي مکلفیتونو سره مطابقت، او د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه ښځو، نجونو، قربانیانو، ژغورل شویو، د بشري حقونو مدافعینو، اقلیتونو، او نورو څندې ته شویو ټولنو د معنی لرونکې، خوندي او اغیزمن ګډون پر بنسټ ولاړي وي.
د ظلم او ځپني د دې بنسټیز شوي سیستم له منځه وړلو لپاره، نړیواله ټولنه باید د “ټولو وسیلو” تګلاره استفاده کړي، او د عدالت د ټينګښت لپاره ټول موجوده میکانیزمونه او وسایل په هم مهاله او همږغي توګه وکاروي.
موږ د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو او پراخې نړیوالې ټولنې غږ کوو چې د لاندې سپارښتنو په اړه بيړني او اغیزمن ګامونه پورته کړي. دا هغه سپارښتني دي چې افغان مدني ټولنې په په پرلپسي ډول وړاندي کړي دي، او د افغانستان د ښځو لپاره د تاریخي ولسي محکمې په پریکړه کې هم پري بيا ټينګار شوې دي:
- د نړیوالې جزايې محکمې (ICC) د تحقیقاتو ګړندۍ کول او د نیولو د حکمونو پلي کول: موږ د نړیوالې جزايې محکمې لخوا په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په وړاندې د انسانیت ضد جرمونو، په ځانګړې توګه د جنسیتي ځورونې او نورو جرمونو په اساس د نیولو د حکمونو د صادرولو تاریخي ګام څخه هرکلی کوو. خو د نیولو حکمونه تر هغه چي عملي نشي، محدود اغیز لري. موږ د نړیوالې جزايې محکمې له څارنوال او غړو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې چي د حساب ورکووني بهیر او پرمختګ ته دوام ورکړي، د راتلونکو ګامونو په اړه شفافیت ډاډمن کړي، او نه یوازې د دغو کسانو بلکې د نورو مسؤلو مشرانو د نیولو هڅې هم وکړي. نړیواله جزايې محکمه د افغانستان د قضيې د څيړنې د صلاحيت له مخې د ټولو قربانيانو پر وړاندي مکلفیت لري او باید د تحقیقاتو ساحه تر طالبانو پوري محدوده نکړي. د مثال په توګه، د اسلامي دولت خراسان څانګې (ISKP) ځواکونو د هزاره-شیعه ټولنو او نورو مذهبي اقلیتونو باندې د لسګونو غیرقانوني بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی، چې زرګونه کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي. د طالبانو او اسلامي دولت خراسان څانګې د غړو پر وړاندې د قضیو د تعقیب سربیره، د نړیوالې جزايې محکمې څارنوال باید د د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو په ګډون د هغو ادعا شویو جرمونو په اړه هم قضیې پر مخ یوسي چې د جګړې د ټولو نورو ښکېلو لورو له خوا ترسره شوي دي.
- د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) غړو هېوادونو لخوا عاجل اقدام او شفافیت: موږ د اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ له هغه مهم حقوقي نوښت څخه هرکلی کوو چې موخه یې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) له مخې د افغانستان حساب ورکول دي. لکه څنګه چې دا پروسه پرمخ ځي، موږ پر دغو هېوادونو غږ کوو چې د اخلافاتو د حل له کړنلاریزو پړاوونو څخه ژرتر ژره عملي -حقوقي اقداماتو ته واوړي. سربیره پردې، موږ د دې قضیې د پرمختګ په اړه د بشپړي روڼتيا غوښتنه کوو او پر دې ټینګار کوو چې له افغان مدني ټولنې، حقوقي متخصصینو او ژوندي پاتې شویو قربانیانو سره دوامدارې، خوندي او د قربانیانو پر اړتیاوو ولاړې مشورې باید په رسمي او بنسټیز ډول رامنځته او دوام ومومي، څو د هغوی ژوندۍ تجربې په مستقیم ډول د دې قضیې د حقوقي ستراتیژۍ په جوړولو او پلي کولو کې منعکسې شي.
- د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم (IIMA) لپاره بشپړ تمول او پياوړتيا: موږ د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم له جوړیدو هرکلی کوو. دغه میکانیزم باید سمدستي او په بشپړ ډول فعال شي، کافي مالي او تخنيکي منابع ورته برابري شي، او د هغه خپلواکي په کلکه خوندي وساتل شي. په دې درک سره چې ریښتینی عدالت د بحران اصلي لاملونو ته رسیدګي غواړي، د میکانیزم د پراخ صلاحیت ملاتړ باید په بشپړه توګه وشي، تر څو د افغانستان د اوږدې جګړې په بهیر کې د ټولو ښکېلو لورو له خوا د تېر او روانو جدي سرغړونو په اړه څېړنې وکړي او د ټولو قربانیانو لپاره د عدالت د تأمین زمینه برابره کړي. همدارنګه، دغه میکانیزم باید د جنسیت او د ماشومانو د حقونو تخصصي وړتياوي ولري، او له قربانیانو او ژغورل شویو سره د خوندي، دوامدارو او بنسټیزو لارو چارو رامنځته کول او ساتل تضمین کړي.
- د سیمه ایزې مدني ټولنې د مستند کولو لپاره بودیجه او ملاتړ: د نړیوالې حساب ورکونې میکانیزمونه د افغان مدني ټولنې بنسټونو، د بشري حقونو مدافعینو، او د مستند کولو شبکو په زړور او حیاتي کار تکیه لري؛ چې هم د هېواد دننه او هم په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي. موږ پر نړیوالو بسپنه ورکوونکو غږ کوو چې په مستقیم ډول د افغانستان دننه او په تبعید کې د لومړۍ کرښې لوبغاړو ته انعطاف منونکی، اوږدمهاله مالي او سیاسي ملاتړ برابر کړي. د سرغړونو مستند کول د عدالت لپاره یو بنسټيز شرط دی؛ نړیواله ټولنه باید په فعاله توګه د افغان بشري حقونو مدافعین خوندي کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی مستند شوي اسناد په خوندي توګه نړیوالو حساب ورکونې بهيرونو ته ورسيږي.
- د جنسیتي اپارتاید قانوني پيژندنه: موږ د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو غږ کوو چې په ښکاره ډول “جنسیتي اپارتاید” اصطلاح د بشريت ضد جرم په توګه د بشریت ضد جرمونو د معاهدې په مسوده کې په رسمیت وپیژني او قانوني بڼه ورکړي. په افغانستان کې د روان وضعیت د هغه د اصلي او رښتیني نوم له مخې پېژندل، د یوه هر اړخیز نړیوال حقوقي حللارې د رامنځته کولو لپاره حیاتي اهمیت لري.
- ځانګړي راپور ورکوونکي ته حیاتي سیاسي او مالي ملاتړ چمتو کول: موږ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي، ښاغلي ریچارډ بېنیټ، او د هغه له ماموریت څخه خپله ژوره مننه څرګندوو، کوم چې د خپلواکې څارنې، راپور ورکولو، او مستند کولو لپاره یوه اړینه حیاتي کرښه پاتې ده. موږ د ملګرو ملتونو پر غړو هېوادونو غږ کوو چې د ماموریت لپاره د نه کمیدونکي سیاسي ملاتړ او قوي مالي سرچینو په چمتو کولو سره د ځانګړي راپور ورکوونکي اغیز اعظمي کړي.
- په افغانستان کې د وضعیت په اړه د بنسټيزو تحقیقاتو پیل کول او د نړیوالو جرمونو څارنه: د نړیوال صلاحیت د اصل له مخې دي څيړني او د جرمونو څارنې ترسره شي. موږ د نړۍ په کچه پر ملي څارنوالیو غږ کوو چې د نړیوال قضاوت د اصل لاندې په افغانستان کې د ترسره شویو ظلمونو په اړه تحقیقات پیل کړي. په دې برخه کې، له هغو افغان مدني ټولنو سره همکاري چې د سرغړونو په مستندکولو کې ښکېلې دي، حیاتي اهمیت لري.
موږ اجازه نه شو ورکولی چې لنډمهاله سیاسي ګټې د افغانستان راتلونکی وټاکي، قربانیان او ژوندي پاتې شوي کسان د ناهیلۍ پر لور بوځي، او نړۍ دې ته اړ کړي چې هېرول غوره کړي. د دې کړکېچ له پیلېدو پنځه کاله وروسته، او په داسې حال کې چې نړۍ د جزايي عدالت نړیواله ورځ لمانځي، پر نړیوال نظم د باور کمزوري کېدل باید د بېړنیو، عملي او مشخصو حقوقي او سیاسي اقداماتو له لارې ځواب شي. د افغانستان ښځې او مدني ټولنه لا هم مقاومت ته دوام ورکوي؛ اوس د نړۍ مشران، د ملګرو ملتونو بنسټونه او نړیوالې محکمې او قضایي ارګانونه باید سیاسي زړورتیا وښيي او د دوی ترڅنګ ودرېږي.
د دې اعلامیې د ټولو لاسلیک کوونکو د بشپړ نوملړ د لیدلو لپاره، مهرباني وکړئ انګلیسي نسخه وګورئ.
