د استرالیا، کاناډا، جرمني او د هالینډ پاچاهۍ د بهرنیو چارو وزارتونو ته عمومي بلنه
د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر ۲۵
د عمل د نوښت له اعلان څخه دوه کاله وروسته، د افغانستان ښځې د افغانستان په اړه د دې مهمې حقوقي پروسې د ICJ-CEDAW د اقداماتو د بيا پیل، زیاتې روڼتیا او دوامداره مشورو غوښتنه کوي.
د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۵مه، استرالیا، کاناډا، جرمني او هالینډ د ښځو پر وړاندې د هر ډول تعصب او توپيري چلند د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) له مخې د ښځو او نجونو د حقوقو د سیسټماټیکو سرغړونو له امله د طالبانو د ځواب ویونکي کولو لپاره خپل ژمنتیا اعلان کړه، چې ممکن د جزا نړیوالې محکمې (ICJ) ته د قضیې وړلو لامل شي. موږ د دې مهم او تاریخي نوښت هرکلی وکړ او ورته هیله مند شوو.
نن، چې موږ د دې اعلان دویمه کلیزه کي يو، لا هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت د ناورین زیږوونکي خرابوالي شاهدان یو. طالبانو د ښځو پر وړاندې خپله جګړه سخته کړې ده ترڅو خپل بنسټيز شوی جنسیتي اپارټایډ رژیم نور هم پیاوړی کړي. په ورته وخت کې، د CEDAW نوښت د وضعیت او تمه کیدونکو راتلونکو ګامونو په اړه محدود عامه معلومات شتون لري. د سرغړونو شدت او دوامداره زیاتوالي ته په پام سره، د پروسې په اړه روڼتيا ورځ تر بلې مهمه کیږي.
طالبان نوي ځپونکي قوانین او فرمانونه صادروي، د ښځو او نجونو پر وړاندې ظلم او توپيري چلندونه عادي کوي او هر ډول مخالفت جرم ګڼي. د ۲۰۲۶ کال په پیل کې، د طالبانو د محاکمو لپاره جزايې اصولنامه معرفي کړه چې په عملي توګه پر جنسیت ولاړو سرغړونو ته معافیت ورکوي، چې په کې بد چلند کوونکی مېړه یوازې له ۱۵ ورځو حبس سره مخ کیږي، هغه هم یوازې په هغه صورت کې چې ښځه وکولی شي د نښو، ټپونو او ماتو شویو هډوکو ثبوت وړاندې کړي. سربیره پردې، د زوجینو د تفریق فرمان په ضمني ډول د ماشومانو ودونه قانوني کوي او په ازدواجي اړیکو کې د ښځو بنسټیز اختیار له منځه وړي.
د دي برسيره، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پراخ او هراړخیز تطبیق په ټول هیواد کې د ښځو او نجونو په وړاندې د سخت او تاوتریخوالي ډک ځپلو لامل شوی. یوه وروستۍ بېلګه یې د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کي په هرات ولایت کي د لسګونو ښځو د خپلسري نیولو او زنداني کولو د اندیښنې وړ زیاتوالی دی. ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول ښوونیزو موسسو، کاري فرصتونو، اړینو روغتیایی خدماتو او عامه ځایونو لکه پارکونو، رستورانتونو او تفریحي مرکزونو ته له لاسرسي څخه محرومې یا محدودې شوې دي. هیڅ بل ملت خپلې ښځې او نجونې د داسې افراطي او سختو دولتي محدویتونو لاندې نه دي راوستلي لکه څنګه چې اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي.
په افغانستان کې د ښځو ژوند ته د جدي خطرونو سره سره، دوی د طالبانو د ظلم په وړاندې په شجاعانه او نوښتګرو لارو له دي ډلي د پټو درسي ټولګیو او ولسي شبکو له لارې مقاومت ته دوام ورکوي،. د افغانستان د ښځو لپاره ولسي محکمې ته د هغوئ شهادتونه او بیانونه د دوئ د بنسټیزو حقونو د چوپ کولو او له منځه وړلو لپاره د طالبانو د بې رحمانه کمپاین پر وړاندې د هغوئ مقاومت او ټینګښت نور هم روښانه کوي.
د CEDAW نوښت د دې خبرې د ثابتولو لپاره یو مهم فرصت دی چې د ښځو او نجونو د حقونو سیسټماټیکي سرغړونې د نړیوالو قوانینو له مخې پايلي لري. خو د ۲۹مې مادې د بهیر له پیل څخه نږدې دوه کاله تېرېدو سره، تر اوسه داسې هېڅ ښکاره او علني نښه نه لیدل کېږي چې خبرې اترې د اختلاف د حل پر لور روانې وي. برعکس، طالبان پر ښځو او نجونو د محدودیتونو پراخولو او بنسټیز کولو ته دوام ورکړی، او د وضعیت د بېرته ښه کېدو یا د پام وړ پرمختګ هېڅ معنا لرونکې نښه نه لیدل کېږي. څرنګه چي ليدل کيږي د بشري حقونو سرغړوني د ژوريدو په حال کي دي، نو له همدې امله موږ له پورته ياد شوو څلورو حکومتونو څخه غوښتنه کوو چې د ۲۹ مې مادې له مخې رسمي منځګړیتوب (حکمیت) لورته ګام پورته کړي. د دې کار ترسره کول د دې تاریخي نوښت شتون او اعتبار ژوندی ساتي، او ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې شوې ژمنې د هماغې بیړنۍ اړتیا، روڼتیا او مانا لرونکو مشورو سره تعقیبېږي کوم چې موجوده وضعیت یې غوښتنه کوي.
د دې اعلامیې د ټولو لاسلیک کوونکو د بشپړ نوملړ د لیدلو لپاره، مهرباني وکړئ انګلیسي نسخه وګورئ.
