سريزه
دا راپور له سیمې څخه د راټولو شویو شواهدو، د قربانیانو د روایتونو او له سیمهییزو سرچینو څخه ترلاسه شویو نورو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی. د دې راپور اصلي موخه په افغانستان کې د ملکي وګړو پر ژوند د پاکستان د پوځي بریدونو د بشري او حقوقي اغېزو ارزونه، د قربانیانو ملاتړ، د ځواب ویلو پیاوړتیا او د عامه پوهاوي لوړول دي. دا راپور د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د پاکستان د پوځي بریدونو له امله د نړیوالو بشرپالو حقونو د مستندو سرغړونو پېښې رانغاړي او له دې ټاکلې مودې بهر پېښې پکې نه دي شاملې.
د دې څېړنې د موندنو او راټولو شویو شواهدو پر بنسټ، د پاکستان پوځي ځواکونو د یادې مودې په ترڅ کې د خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل ولایتونو کې ګڼ شمېر پوځي بریدونه ترسره کړي دي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي، له ۲۹ زرو څخه ډېری کورنۍ بېځایه شوې او سلګونه استوګنیز کورونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او نورې ملکي ودانۍ او ملکي زېربناوې په بشپړه توګه يا ځينې برخې يې ویجاړې شوې دي.
همدارنګه، د پاکستان د هوايي ځواکونو له خوا د کابل ښار پر یوه روغتیايي او د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د ترسره شوي برید له امله، د دغه مرکز کي لږترلږه ۳۰۰ تنه ناروغان او کارکوونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي. د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ، دا اقدام د نړیوالو بشرپالو حقونو د بنسټيزو اصولو څرګنده سرغړونه ده او د جنګي جرم مصداق ګڼل کېدای شي.
له بلې خوا، راټول شوي معلومات ښيي چې د پاکستان پوځي ځواکونو د دوو میاشتو لپاره د نورستان ولایت د کامدېش او برګمټال ولسوالیو یوازینۍ مواصلاتي لار، چې دغه ولسوالۍ یې د دې ولایت له مرکز او د کونړ او ننګرهار له ولایتونو سره نښلولې، په بشپړ ډول تړلې وه. دې اقدام په عملي توګه یادې ولسوالۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې وې او د هغو د اوسېدونکو لاسرسی یې خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو ته له جدي ستونزو سره مخ کړی و.
سره له دې، راټول شوي شواهد ښيي چې د پاکستان د پوځي ځواکونو د بریدونو اغېزې یوازې د انساني تلفاتو او مادي زیانونو پورې محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې پر قربانیانو، د هغوی پر کورنیو او سیمهییزو ټولنو یې ژورې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې هم پرېښې دي. پرلهپسې وېره، د خوندیتوب د احساس له منځه تلل، د ماشومانو د زدهکړو ګډوډېدل، د بېوزلۍ زیاتېدل او بېځایه کېدل هغه ګډ موارد دي چې د دې څېړنې د ډېری مرکه شویو کسانو په روایتونو کې په څرګند ډول بیان شوي دي. دغه بېلګې ښيي چې د جګړې اغېز ان له بریدونو وروسته هم د ملکي وګړو پر ژوند سیوری غوړولی او عادي ژوند ته د هغوی د بېرته ستنېدو بهیر یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
مخينه
په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې څو ځله د امنیتي کړکېچونو او وسلهوالو نښتو شاهدې پاتې شوې دي. دغه کړکېچونه، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې، پر پاکستاني پوځي او امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان د وسلهوالو بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله، لا پسې سخت شوي دي. د پاکستان حکومت څو ځله د افغانستان طالبان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړي او ادعا یې کړې چې د دې ډلې غړي د افغانستان پر خاوره، په ځانګړي ډول د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې موجود دي او له هماغه ځایه پر پاکستان خپل بریدونه تنظیموي او ترسره کوي. خو د طالبانو چارواکو دا تورونه رد کړي دي. سره له دې، تحریک طالبان پاکستان په دې موده کې په ګڼو مواردو کې په رسمي ډول پر پاکستاني ځواکونو د بریدونو مسؤلیت منلی دی.
د دغو کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، پاکستاني ځواکونو په ګڼو مواردو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر عنوان لاندې د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي دي. په مقابل کې، طالب ځواکونو هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې او د پاکستان دننه د پاکستاني ځواکونو پر مورچلو وسلهوال بریدونه کړي دي. د دواړو لورو ترمنځ نښتې، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې، لا پسې سختې شوې دي او د دې راپور د چمتو کېدو تر وخته پورې لا هم دوام لري.
په دې راپور کې ارزول شوي بریدونه یوازې په یوې پېښې یا یوې ټاکلې سیمې پورې محدود نه دي، بلکې په ټاکلې مودې کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د هوايي، ځمکنیو او ګډو بریدونو په بڼه تکرار شوي دي. د دغو بریدونو د پام وړ برخه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د استوګنې پر هغو سیمو او کلیو ترسره شوې، چې د زرګونو ملکي کورنیو د اوسېدو ځایونه دي او د استوګنې د کورونو ترڅنګ ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، جوماتونه او نور عامه تاسیسات هم پکې شامل دي.
سره له دې، د رسنیو، د بشري حقونو د سازمانونو او نورو سرچینو له خوا خپاره شوي راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د پاکستاني پوځي ځواکونو بریدونو د ملکي وګړو لپاره پراخې پایلې درلودلې دي او په دې موده کې د پام وړ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. همدارنګه، د استوګنې کورونه او ځینې عامه او خدماتي تاسیسات زیانمن شوي یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. سربېره پر دې، د پاکستان د بریدونو له امله د رامنځته شوې تاوتریخوالي او ناامنۍ په پایله کې ګڼې کورنۍ اړې شوې دي چې خپل د اوسېدو ځایونه پرېږدي.
د طالبانو د ځواکونو او د پاکستان د پوځي ځواکونو ترمنځ د وسلهوالو نښتو ماهیت ته په پام، چې د دواړو لورو له خوا د یو بل په قلمرو کې متقابل بریدونه پکې شامل دي، اوسنی وضعیت د نړیوالو بشرپالو حقونو له نظره د یوې نړیوالې وسلهوالې جګړې ځانګړنې لري. له همدې امله، د پاکستان د پوځي بریدونو بشري اغېزې د نړیوالو بشرپالو حقونو د قواعدو او بنسټیزو اصولو، په ځانګړي ډول د نړیوالو وسلهوالو جګړو د اړوندو قواعدو په رڼا کې ارزول شوې دي.
د څېړنې تګلاره
دا راپور له سیمې څخه د راټولو شویو شواهدو، له قربانیانو، عیني شاهدانو او نورو سیمهییزو سرچینو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی او د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې اړوندې پېښې په ځان کي رانغاړي. د دې څېړنې ساحه یوازې د افغانستان په قلمرو کې د پاکستان د پوځي بریدونو له امله د نړیوالو بشرپالو حقونو د سرغړونو په مستندولو او ارزولو پورې محدوده ده، او هغه پېښې یا د نړیوالو بشرپالو حقونو د سرغړونو احتمالي موارد چې د پاکستان په قلمرو کې رامنځته شوي، اړینو سرچینو او معلوماتو ته د محدود لاسرسي له امله، د دې راپور موضوع نه ده.
د شواهدو د مستندولو بهیر او له قربانیانو، عیني شاهدانو او نورو سیمهییزو سرچینو سره مرکې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۲۱مې ترسره شوې دي، او ترلاسه شوي معلومات د کیفي او کمي ګډې څېړنیزې لاري چاري په کارولو سره شنل شوي او ارزول شوي دي.
د دې څېړنې په بهیر کې له ۲۲ نارینهوو سره، چې قربانیان، د هغوی د کورنیو غړي، عیني شاهدان، د روغتیايي مرکزونو کارکوونکي، سیمهییز مشران او نورې اړوندې سرچینې پکې شاملې وې، په انلاین ډول مرکې شوې دي. مرکه شوي کسان له هغو ولایتونو څخه ټاکل شوي چې په یاده موده کې د پاکستاني ځواکونو د وسلهوالو بریدونو شاهدان ؤ. د مرکه شویو کسانو یوه برخه د څېړنې ډلې او د رواداري د څارونکو له خوا پېژندل شوې وه او بله برخه د پخوانیو مرکه شویو کسانو له لارې ورپېژندل شوې وه.
د روادارۍ د څېړونکو یوې ډلې، مرکې د یوې واحدې او نیمهجوړښت لرونکې پوښتنپاڼې پر بنسټ، په پښتو او فارسي ژبو ترسره کړې دي او هرې مرکې له یو نیم ساعت څخه تر دوو ساعتونو پورې وخت نیولی دی. د هرې مرکې له پیل مخکې، د څېړنې موخې، امنیتي تدابیر او د معلوماتو د ساتنې او کارونې څرنګوالی مرکه شویو کسانو ته په تفصیل سره تشریح شوی او د هغوی شعوري شفاهي رضایت ترلاسه شوی دی.
همدارنګه، د رواداري څارونکو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۳۰مې پورې د خوست، پکتیکا، پکتیا، ننګرهار، نورستان، کندهار، هلمند او کابل په ولایتونو کې د انساني مرګ ژوبلې، د استوګنې د کورونو، عامه تاسیساتو او ملکي زېربناوو د ویجاړېدو، اجباري بېځایه کېدو او ملکي وګړو ته د اوښتو نورو زیانونو اړوند شواهد مستند کړي دي. دغه معلومات له روغتیايي مرکزونو، سیمهییزو شوراګانو، دولتي ادارو او نادولتي بنسټونو، او همدارنګه له سیمهییزو سرچینو، عیني شاهدانو او د قربانیانو له کورنیو سره د مرکو له لارې راټول شوي دي.
په دې راپور کې د نړیوالو بشرپالو حقونو د سرغړونو اړوند د منعکس شویو پېښو د معلوماتو د کرهوالي د ارزونې لپاره، له تکمیلي شواهدو، لکه انځورونو، ویډیوګانو، د روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو له اسنادو، او د رسنیو او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا له خپرو شویو راپورونو څخه ګټه اخیستل شوې ده. نو د ټولو راپور شویو پېښو له ډلې یوازې هغه پېښې په وروستیو ارقامو کې شاملې شوې دي چې لږ تر لږه د دوو خپلواکو سرچینو له خوا تأیید شوې وې. هغه پېښې چې د لاسرسي د محدودیتونو یا د کافي شواهدو د نشتوالي له امله یې د تأیید امکان نه و برابر، له وروستیو ارقامو څخه ایستل شوې دي.
سربېره پر دې، له مرکه شویو کسانو څخه ترلاسه شوي اطلاعات د څېړنې د اصلي موضوعاتو پر بنسټ کوډ شوي، شنل شوي او له راټولو شویو نورو شواهدو او معلوماتو سره پرتله او تطبیق شوي دي.
د څېړنې محدوديتونه
د دې څېړنې د ارزول شوې مودې په ترڅ کې، د پاکستان د پوځي بریدونو له امله د زیانمنو شویو ملکي وګړو لویه برخه د افغانستان د کلیو او ليرې پرتو سیمو اوسېدونکي ؤ، چې یا یې انټرنېټي خدمتونو ته منظم او کافي لاسرسی نه درلود او یا هم د انلاین مرکو لپاره له کارېدونکو پلاتفورمونو سره بلد نه ؤ. له همدې امله، رواداري ونه توانېده چې په دغو سیمو کې له ډېرو مرکه شویو کسانو سره اړیکه ټینګه کړي. همدارنګه، یو شمېر قربانیانو او عیني شاهدانو د امنیتي اندېښنو له امله په مرکو کې له ګډون څخه ډډه کړې او ځینو نورو بیا د عدالت پر میکانیزمونو او د بشري حقونو پر سازمانونو د بېباورۍ له امله، خبرو او مرکو ته نه دي حاضر شوي.
سربېره پر دې، یو شمېر قربانیانو، چې د رواداري څېړونکو ورسره اړیکه نیولې وه، د اطلاعاتو وړاندې کول او د شواهدو د مستندولو په بهیر کې ګډون د خپل ورځني ژوند لپاره بېاغېزې بللي او د خپلو اصلي اړتیاوو په توګه یې روزي ګټلو او مادي مرستو ته اشاره کړې ده؛ دا واقعیت د قربانیانو د بېړنیو اړتیاوو او د ځواب ویلو د بهیرونو د اوږدمهاله ماهیت ترمنځ شته واټن څرګندوي.
له بلې خوا، د ناامنۍ او وسلهوالو نښتو دوام، او هممهاله د طالبانو له خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې د سختو محدودیتونو لګول، له هغو نورو ننګونو او محدودیتونو څخه ؤ، چې د دې راپور د چمتو کولو لپاره د شواهدو د مستندولو او د اړتیا وړ اطلاعاتو د راټولولو پر بهیر یې اغېز کړی دی. په دې توګه، له یوې خوا د وسلهوالو نښتو د دوام له امله ځینو سیمو ته د مستقیم لاسرسي امکان نه و برابر، او له بلې خوا طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو د څارنې او مستندولو اړوند هر ډول فعالیت منعه کړی دی؛ دې وضعیت د اطلاعاتو د راټولولو او کرهوالي د ارزونې بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
سره له دې، او د هغو محدودیتونو په پام کې نیولو سره چې پورته یې یادونه وشوه، ښايي د ملکي وګړو پر ژوند د پاکستان د پوځي بریدونو د پایلو او اغېزو ریښتیني اړخونه او همدارنګه د نړیوالو بشرپالو حقونو د سرغړونو د پېښو ریښتینی شمېر، له هغه څه ډېر وي چې په دې راپور کې مستند شوي دي.
