د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راپدېخوا، د بشر حقونو د نقض ډېر شمېر راپورونه خپاره شوي؛ په ځانګړي ډول د واکمنو چارواکو تر کنټرول لاندې د آزادۍ د سلب په ځايونو کې. د خپلواکو څارونکو بنسټونو او په دې موده کې د مخه نيوونکو قانوني ميکانيزمونو […]
سريزه ترلاسه شوي شواهد او اطلاعات ښيي چې د هدفي، انفجاري او ځانمرګو بريدونو د شمېر کمېدو سره سره، چې له امله يې په ۲۰۲۴ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شوې؛ په دې کال کې د تېر ۲۰۲۳ کال په پرتله د ژوند د حق د نقض ډېرې بڼې د پام وړ […]
سريزه دا مهال افغانستان د نړۍ يواځنی هيواد دی چې ښځې او نجونې پکې منځنيو او لوړو زدکړو ته لاسرسی نه لري. د ملګرو ملتونو تعليمي، علمي او فرهنګي سازمان ويلي چې قدرت ته د طالبانو له راستنېدو راپدېخوا، له ۱.۴ ميليون څخه ډېرې په شرايطو برابرې نجونې په عمدي توګه ښوونځی ته له تګ […]
سريزه په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د انفجاري او ځانمرګو بريدونو د کموالي له امله د ژوند د حق د نقض د پېښو له کموالي سره هم مهاله، د اجباري تري تم کولو، په شکنجه کې د وژلو، د خپلسرو نيولو او بنديانولو او د ظالمانه او غير انسانی […]
سريزه افغانستان کې واک ته د طالبانو د بيا راګرځېدو نږدې درې کاله تيريږي. په دې موده کې په هيواد کې سلګونه رسنۍ د خپلو فعاليتونو بندولو ته اړيستل شوې دي. طالبانو په ايډيالوژيک چلند سره، په سيستماتيکه او هدفي بڼه د بيان پر آزادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق محدوديتونه لګولي دي. […]
سريزه د رواداري د څېړنو موندنې ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د بشر حقونو وضعيت په بېلابېلو ابعادو کې لا خراب شوی دی. د ژوند حق په بېلابېلو بڼو نقض شوی، لکه هدفي، مرموزې او له محاکمې پرته وژنې، او په ځانګړي ډول د مخکني حکومت پر کارکوونکو او د […]
سريـزه د ۲۰۲۱ کال د اگست پر ۱۵ مه، طالبان واک ته راستانه شول او د لومړي اقدام په توگه يې د ماشومانو د ځانگړو قوانینو په گډون ډیری پخواني قوانین لغوه اعلان کړه. له هغه وخته تر اوسه چې له دوه کلونو ډیره موده تېره شوې، طالبانو نه د ماشومانو د بنسټيزو حقونو د […]
سريزه دغه راپور د ۲۰۲۳ کال په لومړيو ۶ مياشتو کې په افغانستان کې د بشر حقونو د وضعيت د ارزونې او تحليل په موخه، د مدني او سياسي حقونو د نقض او د ښځو د بشري حقونو د وضعيت پر مهمو پېښو تمرکز کوي. د دې راپور د موندنو پر بنسټ، په ياده موده […]
سريزه په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بيا راگرځېدو سره سم د افغانستان عدلي او قضايي نظام له منځه لاړ. طالبانو د دوی په وينا د «اسلامي امارت» د رامنځته کولو لپاره مخکني قوانين لغوه کړل، د محاکمو، څارنوالۍ او عدليې وزارت مسلکي کارکوونکي يې په ډله ييزه توگه له دندو لرې […]
سريزه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د آزادۍ او شخصي امنيت د حقونو نقض له شته ننګونو او اندېښنو څخه دي، چې په دې هيواد کې د ډار او وېرې د فضا رامنځته کېدو لامل شوي. د روادارۍ د موندنو او معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې پر هيواد له […]