رسنیزه اعلامیه

رسنیزه اعلامیه

چهارشنبه, 18 مارچ 2026

مطبوعاتي اعلامیه: رواداري د کابل پر یو درمليز مرکز د پاکستان مرګونی هوايي برید غندي

د افغانستان پر ملکي اهدافو د پاکستان د نظامي ځواکونو د هوايې بریدونو په دوام، د ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشتي په ۱۶ مه نېټه په کابل ښار کي د « امید کمپ» په نوم د معتادينو د درملنې پر يو مرکز بريد وکړ، چي د لومړنيو معلوماتو له مخې، سلګونه ملکي وګړي پکښي وژل شوي او ټپيان شوي دي. ترلاسه شوي شواهد ښيې چي دغه بريد په « امید کمپ» کې د پراخې اولګېدنې سبب شوي او ملکي وګړو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

په داسي حال کي، چي د قربانيانو دقیق شمېر لا تر اوسه نه دي روښانه او يو شمېر کورنۍ لا هم په روغتونونو او روغتيايې مرکزونو کي د خپلو عزیزانو په لټه کې دي. رواداري ياده پيښه د نژدي څيړي او خپلي بشپړې موندني به په مناسب وخت کې له لازياتو جزياتو سره وروسته خپرې کړي.

دا ډول کړني د نړيوالو بشرپالو حقونو د بنسټيزو اصولو څخه ښکاره سرغړونه بلل کېږي، له دي ډلي د تفکيک اصل، د نظامي ضرورت اصل او د احتیاط اصل چي د جګړییز جرم په توګه پيژندل کېدای شي. د وسله والو شخړو اړوند قوانينو له مخې، ښکېلي خواوې مکلفې دي چي د نظامي او ملکي اهدافو ترمنځ توپير وکړي او د زياتو زیانونو د مخنيوي لپاره، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو د زيان د کمولو په موخه، ټول ممکن تدابير ونيسي. په دې لړ کي، درمليز او روغتيايي تاسيسات د جنيوا کنوانسیونونو له مخې ځانګړي ساتنه لري، او پر دي ډول ځايونو هر ډول قصدي بريد کولای شي د عاملينو لپاره جدي حقوقي پايلې ولري.  

رواداري، د دې مرګوني بريد د کلکي غندني او په افغانستان کي پر ملکې اهدافو د بريدونو د دوام په اړه د ژورې انديښني څرګندولو ترڅنګ، ټينګار کوي چې د ښکېلو لورو له خوا بايد د نړيوالو بشردوستانه حقونو بنسټيز اصول بې له قید او شرطه رعایت شي. د دې پېښې عاملين بايد د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې حساب ورکوونکي وګرځول شي. همدارنګه، موږ د وسله والو نښتو د سمدستي پای ته رسېدو، د اوربند د اعلان او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د سوله ييز حل غوښتنه کوو.

سربېره پر دي، رواداري له اړوندو نړيوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د ژوند او کرامت د ساتنې او د دې ډول بشري فاجعه ناکو پېښو د تکرار د مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته او عملي کړي. همدارنګه، له نړيوالې جزايي محکمې څخه غوښتنه کيږي چي د خپل سرزميني صلاحیت په چوکاټ کې په افغانستان کې ترسره شويو جرمونو په اړه دا پېښه هر اړخيزه وڅېړي او د عاملينو د حساب ورکولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

پاي

په نورو ژبو فارسی/دری English