رسنیزه اعلامیه

رسنیزه اعلامیه

سه شنبه, 30 جون 2026

 د پاکستان مرګونی هوايي بریدونو د غندني اړوند مطبوعاتي اعلاميه

د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۸ نیټه، د پاکستان د نظامي ځواکونو د هوايي بریدونو په دوام کې، چې د افغانستان خاورې کي دننه ترسره کیږي، له بده مرغه بیا هم ملکي وګړي په نښه شوي دي. د “روادارۍ” لومړنۍ موندنې ښیي چې د تیرې شپې په بریدونو کې، چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ترسره شوي، پکښي ۲۸ تنه ملکيان وژل شوي او ۱۷۶ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د لاسته راغلو راپورونو پر بنسټ او د قربانیانو د کورنیو غړو او عیني شاهدانو سره د مرکو له مخې، د پاکستان نظامي ځواکونو جنګي الوتکو د افغانستان خاورې کي دننه د استوګني په سیمو باندې بریدونه کړي دي. په پکتیا ولایت کې بریدونه په دوو څپو کې ترسره شوي، داسې چې په لومړۍ څپه کې د ملکي خلکو د استوګني کورونه په نښه شوي او په دویمه څپه کې هغه کسان چې تر خاورو لاندې پاتې شویو د ژغورنې او مرستې لپاره ورغلي وو، د بیا بریدونو هدف ګرځیدلي دي چې دغه کړنه د ملکي تلفاتو د زیاتوالي سبب شوه.

د استوګني سیمو باندې بریدونه او د ملکي تلفاتو رامنځته کیدل د نړیوالو بشردوستانه حقونو د قوانینو څرګنده سرغړونه ګڼل کیږي او جګړييز جرم پیژندل کيدلای شي. د ملکي وګړو او د مرستې رسوونکو کسانو په نښه کول په ډاګه د تفکیک اصل، د احتیاط اصل او د اړتیا اصل سرغړونه ده چې دا اصول د نړیوالو بشردوستانه حقونو د قوانینو او د جنیوا څلورو کنوانسیونونو برخه ده. د وسله والو شخړو پر مهال د حاکمو قوانینو له مخې، شخړي ښکيلي خواوې مکلفې دي چې د نظامي او غیرنظامي اهدافو ترمنځ توپیر وکړي او د ډیرو زیانونو، په ځانګړي ډول د ملکي وګړو ته د زیان کمولو لپاره ټول ممکنه تدابیر ونیسي.

“روادارۍ” د قربانیانو کورنیو سره خپل تسلیت او خواخوږي څرګندوي، او د تیرې شپې د پاکستان د نظامي ځواکونو هغه هوایي بریدونه چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په میشتو سیمو شوي، غندي او د دغو بریدونو د دوام له امله خپله ژوره اندیښنه د ملکي وګړو په اړه څرګندوي. “روادارۍ” همدارنګه له نړیوالې ټولنې او نړیوالو مراجعو غوښتنه کوي چې د دغو قضیو د دقیق مستندولو سره، د مسؤلینو د محاکمې لپاره بیړني اقدامات وکړي او د مخنيوي تدابیرو په نیولو سره، د ورته بریدونو له تکرار څخه په کلکه مخنیوی وکړي.

په نورو ژبو فارسی/دری English