د طالبانو د محکمو د «جزايي اصولنامې» د پلي کېدو د پایلو په اړه مطبوعاتي اعلاميه

رواداري په دې وروستيو کې د طالبانو د محکمو د «جزايي اصولنامې» یوه نسخه ترلاسه کړې، چې څرګندوي دا سند د دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله له لوري تر لاسليک وروسته، د قضايي بنسټونو د پلي کېدو لپاره ولايتونو ته لېږل شوی دی. ياده اصولنامه په ۳ بابونو، ۱۰ فصلونو او ۱۱۹ مادو کې […]

په بریالیتوب سره د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې د ترسره کېدو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د افغانو ښځو لپاره ولسي محکمه د روادارۍ بنسټ، د افغانستان د بشري حقونو او ډموکراسۍ مؤسسې، د څېړنې او پراختيا بنسټ او د بشري حقونو د مدافعینو د ټولنې په ګډ ابتکار، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې نېټې پورې د قاضیانو پلاوي او څارنوالانو ، د بشري حقونو د متخصصینو، […]

د طالبانو د څلورو کلونو واکمني: افغاني ښځې د حقونو او عدالت لپاره مبارزې ته دوام ورکوي

د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راپدېخوا چې طالبان واک ته ورسېدل، چې اوس يې څلور کاله پوره کيږي، د افغانستان خلک د بشر حقونو په برخه کې له بې مخينې کړکيچ سره مخامخ دي. په دې موده کې، طالبانو د خلکو بشري حقونه په پراخ او سيستماتيک ډول، په فاحش او جدي توګه […]

د ولسي دایمي محکمي په ملاتړ د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې جوړښت

د افغانستان د مدني ټولنې د څلورو بنسټونو ايتلاف وياړي چې د ولسي دایمي محکمي تر چتر لاندې د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې جوړښت اعلان کړي. دا يو بېساری نوښت دی چې په افغانستان کې د جنسیتي ځورونې پر وړاندې د معافيت کلتور ته غبرګون ښيي او د طالبانو د ظلم او […]

په افغانستان کي د بشریت ضد جنایت په تور د نړیوال جزایي محکمې لخوا د متهمینو د نیولو د حکم په اړه مطبوعاتي اعلامیه

نن، د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۸مه نېټه، نړیوالې جزایي محکمې (ICC) د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د دې ډلې د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ. دا حکم په افغانستان کي د هغو جنایتونو پر بنسټ صادر شوی چې د جنسیت پر بنسټ د تعذیب په بڼه ترسره […]

د جزا نړيوالي محکمي له لوري په افغانستان کي د بشریت ضد جنایت په تور د تورنو کسانو د نيولو غوښتني په اړه رسنيزه اعلاميه

نن پنجشنبه د جنوری ۲۳مه ورځ د جزا نړيوالي محکمي په افغانستان کي د جنسیتی تعذیب چي د بشریت ضد جنایت حسابيږي په تور هیبت الله آخندزاده د طالبانو رهبر او عبدالحکیم حقانی د دي ډلي د ستري محکمه د ریيس د نيولو غوښتنه کړي. دا غوښتنه به د قضایي بورډ له خوا چې د […]

د طالبانو ډلي له خوا په افغانستان کي د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د اجرا له امله د بشري حقونو د نقض اړوند

رواداري د افغانستان د وګړو د بنسټيزو آزاديو او حقونو په اړه «د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون»د پايلو په اړه ژوره خواشيني څرګندوي. دغه قانون چي د اسلامي شريعت څخه د افراطي، سليقوي او سختګيرانه تفسيرونو پر بنسټ رامنځته شوي دي، د زور ويلو، ازاديو د ځپلو او انساني کرامت د […]

افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا راګرځیدني د دریم کال او د پراخو بشري حقونو د نقض اړوند

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ طالبان د افغانستان قدرت ته بيا را را وګرځېدل او ددې هيواد د چارو مشري يې پر غاړه واخيسته. په دې راتګ سره يې د افغانستان د ښاروندو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو ناوړه اغېزې وښېندلې. ځکه دې ډلي په تدريجې […]

د بشري حقونو د نړيوالي ورځي او د روادارۍ د لومړي کليزي په پار

د بشري حقونو د نړيوالي اعلاميې د تصويب د ۷۵مي کليزي د رارسيدو سره همهاله، رواداري په افغانستان کي د بشري حقونو د وضعيت د خرابيدو له امله ژوره انديښنه څرګندوي. د تېرو دوو کلنو په لړ کي چي طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، موږ د هيوادوالو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو په پراخه […]

له ټولنې څخه د ښځو حذف ول، د بشري حقونو دوامداره سرغړونې او د رسنیو محدودیتونه: په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پایلې

د ۲۰۲۱ کال د اگست پر ۱۵مه، د طالبانو اسلامي امارت بياځلي پر افغانستان مسلط شو. له هغې وخته تر اوسه دوه کاله تيريږي، او په دې موده کې موږ په بېلابېلو برخو کې د مهمو بدلونونو شاهدان وو، چې د بشر حقونو پر وضيت يې خورا منفي او زيانمنوونکې اغېزې او پايلې درلودې. لکه […]