د بشر حقونو د سرغړونو د افغانو قربانيانو د کورنيو لپاره د عدالت لارې

چهارشنبه, 10 دسمبر 2025 مقالې ډانلوډ کړئ

فهرست

    افغانستان له مجازاتو او تاوتريخوالي څخه د معافيت ښکاره بېلگه ده. لسگونه کاله شخړه او مستبد حاکميت د بشر حقونو د بې شمېره نقضونو د قربانۍ لامل شوی، لکه جنگي جنايتونه، د بشريت ضد جنايتونه، او احتمالاً نسل وژنه. مرتکبان له معافيت څخه برخمن دي، په داسې حال کې چې د قربانيانو کورنۍ او پاتې کسان له عدالت څخه محروم دي. د ۲۰۰۴ کال څخه وروسته سیاسی نظام د سولې او ولسواکۍ په ټينگولو کې پاتې راغی، اجازه يې ورکړه چې له مجازاتو څخه معافيت دوام و مومي او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بېرته راستنېدو زمينه يې برابره کړي. واک ته له راستنېدو څخه، طالبانو قانوني حفاظتي يا ساتونکي ضمانتونه تعليق کړي، د ځواب وينې بنسټونه يې له منځه وړي او د ټولو تېرو جرمونو لپاره يې عمومي عفوه کړې ده. په دې توگه يې روانې منظمې سرغړونې له هيڅ حل لارې پرته، د ننه په افغانستان کې ممکنې کړې دي. پر همدې بنسټ، له افغانستانه بهر د عدالت تعقيبول اړين او فوري دي.

    دا راپور د ځواب ويلو اړوند ميکانيزمونه په لنډه توگه معرفي کوي. په داسې حال کې چې هيڅ ميکانيزم په يواځې ځان بشپړ عدالت نه رامنځته کوي، د ظرفيتونو او محدوديتونو پېژندل يې د قربانيانو د کورنيو له ملاتړ، له معافيت سره مبارزې، بين‌المللي پاملرنې ساتلو، ملي روغې جوړې او د قانون له حاکميت سره مرسته کوي.

    دا ليکنه «د بشر حقونو د سرغړونو د افغان قربانيانو لپاره د عدالت لارې» تر سرليک لاندې د ۲۰۲۴ کال په می مياشت کې د خپور شوي راپور دويم سمون دی. دویم سمون د ځواب ويلو په برخه کې وروستيو پرمختگونو ته په کتو، همدا راز د لومړي راپور د گډونوالو او لوستونکو د ارزښتمنو نظرياتو ترلاسه کولو او د دې رپوت د شفافيت، دقت او قابليت لپاره ترتيب شوی دی.

    د راپور جوړښت

    دا راپور د قرباني محوره عدالت د لارښودو اصولو په تعريف او مرور سره پيليږي. له لوستونکو غوښتنه کيږي چې په دې راپور کې د پيژندل شويو ميکانيزمونو د مرور پر مهال، دغه اصول په نظر کې ونيسي؛ ځکه چې له قربانيانو او د هغوی له کورنيو سره د چلند د ارزولو لپاره وسيله او ابزار رامنځته کوي.

    ورپسې د افغانو قربانيانو د کورنيو او مدني ټولنې ته د ځواب ويلو (بين‌المللي) قضايي او غيرقضايي ميکانيزمونه په دوه برخو کې راوړل کيږي. د لا اسانه درک او د ميکانيزمونو د پرتله کېدو لپاره له ورته چوکاټونو څخه چې لاندې ليست شوي دي، گټه اخستل کيږي:

    • څه دی: د بنسټ يا بهير پېژندنه
    • محرکونه: د فعالولو حقوقي او سياسي شرايط.
    • پايلې: ممکنې پايلې، لکه تعقيبونه، قضايي احکام يا د خسارې جبران.
    • تعامل او همکاري: د قربانيانو د گډون فرصتونه، مدني ټولنه او د بشر حقونو مدافعين.
    • له افغانستان سره اړيکه: پر افغانستان د صلاحيت درلودل او له افغانستان سره د تعامل لنډه مخينه.

    د دې هر يو ميکانيزم عام او خاص خطرونه او محدوديتونه د هرې برخې په پای کې وړاندې کيږي.

    قرباني محوره عدالت او لارښود اصول

    قرباني محوره عدالت هغه کسان د ځواب ويلو د ميکانيزمونو د پاملرنې په مرکز کې راولي، چې د بشر حقونو له سرغړونو او بين‌المللي جرايمو څخه يې تر ټولو ډېره صدمه ليدلې ده. دا چلند له يوې خوا د قربانيانو حقوقي هويت (چې د حقوقي چلندونو لپاره لکه مشارکت او د خسارې جبران لپاره اړين دی) او له بل پلوه د قربانيانو د کورنيو انساني هويت په رسميت پيژني او د هغوی پر زغم، پياوړتيا او ژوندۍ تجربې تاکيد کوي. د عدالت د سنتي بېلگو پر خلاف چې عمدتاً پر مرتکبينو يا دولتونو تمرکز کوي، دا چلند د قربانيانو د کورنيو او خپلوانو امنيت، واک او کرامت ته د محوري موضوع په توگه لومړيتوب ورکوي.

    لارښود اصول عبارت دي له:

    • ضرر نه رسول: هغه اصل چې د قربانیانو د کورنيو او پاتې کسانو په امنيت ساتنه او ښه ژوند باندې تمرکز کوي او دا تضمينوي چې د عدالت بهيرونه يې له نويو خطرونو سره مخامخ نه کړي او بيا ورته ضرر و نه رسيږي.
    • شعوري رضايت: يعنې دا الزام چې شاهدۍ، روايتونه او شواهد د قربانيانو د پاتې کسانو په داوطلب، مخکې تر مخکې او شعوري توافق سره راټول او وکارول شي.
    • محرميت او ساتنه: د قربانيانو د پاتې کسانو د هويت، شهادتونو او شواهدو اړوند د معلوماتو د ساتنې دنده ده، همدا راز د غچ اخستنې، ټاپې لگولو او ضرر رسولو د مخنيوي لپاره د قربانيانو د کورنیو د اړوندو اطلاعاتو خوندي ساتنه.
    • بې پرې والی: دا ژمنه ده چې د عدالت بهيرونه د کومې گټې او سياسي لوري په خدمت کې نه وي، چې د عدالت پر بهيرونو د قربانيانو د پاتې کسانو باور او اعتبار پياوړی شي.
    • د شخړې اړوند حساس اوسېدل: له دې څخه خبرتيا چې د عدالت بهيرونه د ټولنې پر اړیکو اغېز درلودلای شي، او د شته درزونو يا خپگانونو د لا زياتېدو څخه د ځان ساتلو اړتيا.
    • فعال گډون: دا اصل چې وايي د قربانيانو کورنۍ او پاتې کسان بايد ونډه وال او شريک وگڼل شي، چې د دوی غږونه او نظريات د ځواب ويلو ستراتيژۍ رامنځته کوي، لکه د لومړيتوبونو او چلندونو اړوند تصميمونه.
    • پرله پسې اطلاع رسونه: د قربانيانو کورنۍ او پاتې کسان حق لري چې د عدالت د بهيرونو له پرمختگ څخه خبر وساتل شي. منظمې اطلاع رسونې شفافیت، گډون او باور رامنځته کوي.
    • د ميکانيزمونو بشپړوالی: د دې پېژندنه چې هيڅ يو بهير نشي کولای بشپړ عدالت رامنځه کړي او دا چې قضايي او غيرقضايي، سيمه ييزې او بين‌المللي لارې که رامنځته شي امکان لري چې لا اغېزناکې اوسي.
    • ريښتيني توقعات: دا منل چې عدالت ډېری مهال تدريجي دی، او قدم په قدم لاسته راوړنې او اړين اقدامات پر مخ روان دي، چې د قربانيانو د کورنيو گډون او هيله ژوندۍ وساتي.

    قرباني محوره عدالت دا تضمينوي چې افغان قربانيان او کورنۍ يې نه يواځې په حقوقي بهيرونو کې په رسميت وپېژندل شي، بلکې د فعالو فعالانو په توگه له مجازاتو څخه معافيت سره په مبارزه کې هم پياوړي کړای شي.

    په نورو ژبو فارسی/دری English