عبدالله احمدزی

عبدالله احمدزی له ۲۰۱۴ کال څخه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې د اسیا بنسټ (The Asia Foundation) له خوا د هېواد د استازي په توګه دنده ترسره کړې ده. په دې دنده کې هغه د بېلابېلو پروګرامونو څارنه کوله، چې په کې حکومتولي او ټاکنې، اسلام او پراختیا، د ښځو پیاوړتیا، زده کړې، او د افغان خلکو کلنۍ سروې شامل دي. له دې مخکې، هغه له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د یاد بنسټ د هېواد مرستیال استازی و.

احمدزی یو مجرب پرمختیايي متخصص دی او د ټاکنو په اداره کې تخصص لري. هغه پخوا د افغانستان د خپلواکې ټاکنو کمېسیون (IEC) د اجراییوي رییس په توګه دنده ترسره کړې ده. د IEC د دارالانشا د مشر په توګه، هغه د پارلمان د ولسي جرګې د ۲۰۱۰ کال ټاکنې مدیریت کړې وې.

د IEC سره د دندې څخه مخکې، د ۲۰۰۶ کال له جون څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې، احمدزي د اسیا بنسټ سره د “حکومتدارۍ مرکز ته ملاتړ” پروژې لاندې په افغانستان کې کار کړی، لومړی د ملي ظرفیت لوړونې د لوړپوړي سلاکار په توګه او وروسته د مرستیال او بیا د پروژې د مشر په توګه. هغه د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ټاکنو ګډې مدیریتې کمېټې (Joint Electoral Management Body Secretariat) سره هم دندې ترسره کړې دي، لومړی د ساحوي مدیر او بیا د عملیاتو د مشر په توګه.

د خپل مسلک په پیل کې، له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې، احمدزی د افغانستان د اساسي قانون کمېسیون سره ښکیل و، چې د ۲۰۰۱ کال د بون تړون له مخې د نوي اساسي قانون د مسودې چمتو کولو لپاره رامنځته شوی و. هغه د اساسي قانون په لویه جرګه او د اساسي قانون په مسوده جوړولو کې ونډه اخیستې، چې په رسمي ډول د ۲۰۰۴ کال په جنوري کې تصویب شو.

احمدزی د پېښور په برینز ډیګري کالج (Brains Degree College) څخه د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) لیسانس لري او د هارورډ پوهنتون، جورج ټاون پوهنتون، او د ټاکنیزو خدماتو نړیوال بنسټ (International Foundation for Electoral Services) په څیر موسسو له لارې یې د حکومتولۍ، خدماتو وړاندې کولو، او ټاکنو په اړه مسلکي پراختیایي کورسونه بشپړ کړي دي.