موږ د بشري حقونو دوه بنسټونه، رواداري او فمينا په ليکلي بڼه د افغان ښځو د آزادۍ په مبارزه کي ستاسو د پيوستون غوښتنه کوو. لکه څرنګه چي پوهيږي، افغانستان په نړۍ کي د ښځو د حقونو تر ټولو ناوړه کړکيچ لرونکي دي، او د نړۍ يواځينی هيواد دي چي نجوني يې د ثانوي زده کړو څخه منع دي او ځواني ميرمني يې په پوهنتونو کي د زده کړو اجازه نلري. واک ته د بيا راګرځيدني څخه، طالبانو تر ۱۰۰ زیات داسي فرمانونه صادر کړي دي چي د ښځو حقونه او آزادۍ اغيزمنوي. د ښځو پر حقونو او حیثیت باندي د وروستي بريد په ترڅ کي، طالبانو يو داسي قانون رامنځته کړ چي د ښځو د ژوند ټول اړخونه جرم ګڼي، لکه په عامه ځايونو کي د هغوي د غږ پورته کولو او اوريدلو منع کول
په داسي حال کي چي د نړۍ په کچه سياسي مشران په افغانستان کي د ښځو او نجونو په وړاندي پاتي راغلي دي، موږ د ښځو د حقونو، د جنسيتي برابرۍ او د ټولنيز عدالت پر فعالينو، روڼ آندو، ليکوالانو، شاعرانو، سندرغاړو، موسيقارانو، هنرمندانو او اغیزلرونکو شخصيتونو غږ کوو چي زموږ سره ودريږي. په داسي حال کي چي طالبان يو ځل بيا هڅه کوي چي افغان ميرمني چوپي کړي او په بشپړه توګه يې له منځه يوسي، ولي افغان میرمني يې په وړاندي جګړي ته دوام ورکوي. د ورستي قانون په غبرګون کي افغان ميرمنو د سندرو او شعرونو په ويلو کمپاين پيل کړ، هغوي خپل ژوند په خطر کي واچاوه تر څو د ظلم پر وړاندي مبارزه وکړي