سريزه
دا څېړنه د ۲۰۲۱ کال په اگست مياشت کې واک ته د طالبانو له بېرته راگرځېدو وروسته په افغانستان کې د اسماعيلي شيعه مذهبي اقليت د بشري حقونو د وضعيت څېړنه او ارزونه کوي. دا څېړنه د افغانستان د ننه او بهر د اسماعيلي ټولنې د غړو له منځه قربانيانو او د هغوی د کورنيو له غړو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ تر سره شوې ده. اصلي موخه يې د بشر حقونو د نقض د تجربو او ښکاره بېلگو مستندول، د عامه پوهاوي لوړل، او د دې ټولنې د غړو له خوا تجربه شويو ننگونو او ستونزو ته د رسېدنې لپاره د عدالت غوښتني د هڅو ملاتړ دی.
ترلاسه شوي شواهد او اطلاعات ښيي چې طالبانو واک ته د بيا راستنېدو راهيسې، د دې مذهبي لږکي پر ژوند سازمان شوي او توپيريز محدوديتونه لگولي، او په دې موده کې د يادو اقليتونو پر وړاندې د بشر حقونو د سرغړونو او مذهبي ځورونې مرتکب شوي دي. لکه څنگه چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان اسماعيليان نه يواځې په بشپړ ډول له سياسي، اداري او ټولنيزو برخو څخه څنډې ته کړای شوي دي، بلکې په هدفي بڼه د دوی د مذهبي او کلتوري هويت د کمزوري کولو او ځپلو لپاره هم اقدام شوی دی دغه وضعيت په مستقيم ډول د دې ډلي پر امنيت، انساني کرامت او اساسي حقونو اغېز ښندلی دی.
که څه هم په افغانستان کې د اسماعيليه ټولنې ځورول او ورسره تبعيض تاريخي او کلتوري ريښې لري؛ خو د دې څېړنې موندنې ښيي چې واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو څخه، دغه تبعيض او ځورونې سیستماتیکه بڼه غوره کړې او د دې مذهبي لږکي د ژوند ټولو برخو ته غځېدلی دی.
ترلاسه شوي اطلاعات همداراز څرگندوي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې، په ځانگړي ډول په بدخشان ولايت کې پر اسماعيلي ماشومانو د حنفي فقهې زده کول تحميل کړي دي او هم يې د ښکاره تکفيرولو له لارې، د سازمان شويو فشارونو، وېرولو، په قتل گواښلو، نيولو، شکنجې او نورو تاوتريخجنو طريقو د دې ټولنې غړي د اسماعيليه مذهب پرېښودو او د سني مذهب منلو ته اړيستلي دي. د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ، په بدخشان ولايت کې هغه کسان چې د طالبانو ديني مدرسو ته د خپلو ماشومانو لېږلو سره يې مخالفت کړی و، له نقدي جريمې، شکنجې او د وژلو او د کور او مال د سوځولو له گواښ سره مخامخ شوي دي.
هممهاله، په دې راپور کې راټول شوي روايتونه ښيي چې د اسماعيليه ټولنې د غړو تر منځ د مذهبي هويت د ښکاره څرگندولو وېره د منفي تبليغاتو، تکفير، کلامي تبعيض او کرکې خپرولو له امله د پام وړ زياته شوې ده. د مذهبي مناسکو پر ترسره کولو د سختو محدوديتونو لگول، د نورو په مذهبي او عبادي مراسمو کې گډون ته اړکېدل، له دولتي ادارو څخه شړل او د مذهبي هويت له امله له کاري فرصتونو څخه محرومول، له اسماعيلي کورنيو سره د واده او خپلوۍ منعه کول، د ښوونيزو مرکزونو او عبادتځايونو پر فعاليت محدوديت لگول، گواښل، له محاکمې پرته وژنې، اجباري بې ځايه کېدل او د اسماعيليه ټولنې د اړوندو ملکيتونو او شتمنيو اجباري غصب، د بشر حقونو د نقض نور هغه جدي موارد دي چې مرکه شويو ورته اشاره کړې ده.
سره له دې، د دې څېړنې موندنو ښودلې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راوروسته، اسماعيليه ټولنه د بشر حقونو د جدي سرغړونو او د سيستماتيکې مذهبي ځورونې ښکار شوې ده؛ هغه وضعيت چې کيدلای شي د بشريت ضد جنايت مصداق وگڼل شي.
تمه کيږي چې د دې څېړنې پايلې او وړانديزونه د اړوندو بين المللي مراجعو د پاملرنې وړ وگرځي او د دې ټولنې د موجوديت د تضمين، د دوی د فرهنگي هويت د ساتل کېدو او د بنسټيزو آزاديو او حقونو د تامين لپاره يې د بيړنيو اقداماتو د طرحه کولو او پلي کولو بنسټ وگرځي.
د څېړنې تګلاره
په دغه څېړنه کې د ۵ ښځو په گډون له ۲۵ تنو قربانيانو او د هغوی د کورنيو غړو، په افغانستان کي د اسماعلیه ټولني د بشر حقونو مدافعینو او فعالانو سره، په تلفوني او مخامخ توگه مرکې ترسره شوې دي. مرکه شوي کسان پراخه جغرافيايي، ټولنيزه او سني تنوع منعکسوي، چې يوه برخه يې د رواداري د څېړنې د ټيم او سيمه ييزو همکارانو له خوا په گوته شوي او يو شمېر نور د مخکنيو مرکه شيو له لارې په گوته شوي دي. مرکې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له دريمي نېټې څخه د نوامبر مياشتې تر ۲۰ نېټې په زماني واټن کې، د رواداري د څېړونکو له خوا، د يو ډول او نيمه جوړښت لرونکې پوښتنپاڼې په کارولو ترسره شوې دي.
په بدخشان ولايت کې د اسماعيليانو د بشري حقونو د وضعيت د ترينگلتيا اړوند مخکنيو شواهدو او راپورونو ته په کتو، د دې څېړنې د مرکه شويو لويه برخه په هدفي ډول او د بشر حقونو د سرغړونو د مواردو د مستندولو په پار، له همدې ولايت څخه ټآکل شوي دي؛ خو د راپور محتوا پراخه ده او په نورو ولايتونو کې د دې مذهبي لږکۍ د بشري حقونو وضعيت هم څيړي. پر همدې بنسټ، نورې مرکې له کابل، پروان، باميان، بلخ او بغلان ولايتونو څخه دي چې د اسماعيليه ټولنې د غړو تر منځ د متنوعو تجربو د منعکسېدو امکان برابروي. د دې څېړنې زماني دوره د ۲۰۲۱ کال له اگست مياشتې څخه د ۲۰۲۵ کال تر ډسامبر پورې ده چې د اسماعيلي شيعه گانو د بشري حقونو وضعيت اړوند پر بنسټيزو بدلونونو تمرکز کوي.
مرکې په دري ژبه تر سره شوي دي او هرې مرکې له يونيم تر دوه ساعتونو وخت اخستی دی. ټولې مرکې د گډونوالو په اګاهانه رضايت ترسره شوې دي چې ډېری ګډونوال يې له افغانستانه بهر ژوند کوي. د رواداري څېړونکو د هرې مرکې له پېل کېدو مخکې، د څېړنې د موخو، امنيتي تدابيرو او د اطلاعاتو د ساتنې او کارونې د ډول په اړه له جزئياتو سره ټولو مرکه شويو ته معلومات ورکړي دي.
له مرکه شويو څخه ترلاسه شوي اطلاعات، د کيفي شننې له تګلاري څخه په استفادې تحليل شوي دي، او مرکې د پوښتنپاڼې منځپانگې او د څېړنې کليدي موضوعاتو ته په پاملرنې سره، کوډ شوې او ؤډل شوې دي. د همدې له مخې، هغه شمېرې چې د دې راپور په ډېرو برخو کې مطرح کيږي، د لويو سرغړونو د پېژندلو او د بشر حقونو د سرغړونو د بېلگو مستندولو په موخه دي، نه د دې مذهبي اقليت پر ټولو غړو د تعميم ورکولو لپاره.
د څېړنې محدوديتونه
رواداري د دې څېړنې په بهير کې د اسماعيليه ټولنې ۵۳ تنو ته، لکه قربانيانو او د هغوی خپلوانو، د مدني ټولنې فعالانو او د بشر حقونو مدافعينو ته مراجعه کړې ده، په دوی کې ۲۸ تنو په مرکو کې د گډون لپاره لېوالتيا وښوده. له ډېرو هڅو سره سره، هغو کسانو سره مرکه برابره نشوه چې تر جبر او فشار لاندې يې خپل مذهب بدل کړی دی. ځکه چې د ترلاسه شويو اطلاعاتو له مخې، دا کسان په پرله پسې توگه د طالبانو تر څار لاندې دي او له همدې امله هغوۍ ويريږي او له هر ډول نظر څرگندولو ډډه کوي. سربېره پر دې، په کليو او لرې پرتو سيمو کې انټرنيټي خدمتونو ته په لاسرسي کې محدوديتونه بله هغه ننگونه وه چې لا نورو قربانيانو ته په لاسرسي کې خنډ گرځېدلې.
له بل پلوه، يو شمېر کسان چې رواداري ورسره خبرې کړي، ويلي دي چې په افغانستان کې د اسماعيليه ټولنې د اوسني وضعيت په اړه اطلاعات ورکول د هغوی د مذهبي مراجعو پر غاړه دي. د دې کس په وينا، يادو مراجعو هم خپلو پيروانو ته توصيه کړې چې د ټولنې د ټولو غړو په خطر کې لوېدو د مخنيوی لپاره، له اعتراض، ستونزو مطرح کولو او د روان وضعيت په اړه له خبرو کولو ډډه وکړي.
په يادو مواردو سربېره چې مطرح شول، طالبانو اطلاعاتو ته پر لاسرسي او په ځانگړي ډول د بشر حقونو د سرغړونو اړوند د شواهدو په خپرولو پراخ او سخت محدوديتونه لگولي دي. همدا راز، رسمي اسنادو ته د لاسرسي نشتوالی او د ترلاسه شويو معلوماتو د خپلواکې څېړنې او کره والي د ازمويلو د امکان محدوديت، د دې څېړنې بله ننگونه وه؛ ځکه دا مهال طالبانو د بشر حقونو د څارنې او مستندولو هر ډول فعاليت بند کړی، او تر خپل کنټرول لاندې بنسټونو ته د لاسرسي يا خپلواکې څارنې اجازه نه ورکوي. سره له دې او د يادو محدوديتونو سره سره، دا راپور په افغانستان کې د اسماعيليه مذهبي اقليت د بشري حقونو د وضعيت مستند تصوير وړاندې کوي چې پر لومړي لاس شواهدو ولاړ دی.
د يادونې وړ ده چې په ځينو مواردو کې، د ولايتونو نومونه، نېټه او د هغو پېښو نور اړوند جزئيات چې د مرکه شويو د پېژندل کېدو امکان رامنځته کوي، په قصدي ډول له راپور څخه حذف شوي دي.
