یو کال مخکې، د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر ۲۵مه، آسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ هيوادونو اعلان وکړ چې افغانستان د CEDAW پر بنسټ د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې له امله مسؤل ګرځوي. دا نوښت د دې پوره وړتيا لري چې د عدالت د نړیوالې محکمې (ICJ) پر وړاندې یوه قضیه پايلې ته ورسوي، دا به يو تاريخي ګام وي چې طالبان به د ښځو د حقونو سلبولو او د افغانستان د نړيوالو مکلفيتونو د نقضولو اړوند ځواب ويلو ته اړباسي.
د څلورو هیوادونو د اعلان په برخه کې، جرمني د ښځو د حقونو له افغان مدافعینو سره یو لړ مشورې تنظیم کړې؛ لومړی ځل په مجازي ډول د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې، او دويم ځل په برلين کې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې مخامخ مشورې ترسره شوې. له دویم ځل مشورو وروسته د افغانستان د بشر حقونو د ټولنې پیغام روښانه او ثابت و. دوی د پروسې پر مخکښو هيوادونو غږ وکړ چې: له بېلابېلو افغان ټولنو سره په خوندي او معنا لرونکو مشورو کې خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکړي، په دې پروسه کې د افغان میرمنو ټولشموله ګډون تضمین کړي، شفافیت ته پکې ژمنتیا موجوده وي، او همدا راز، د پروسې اړوند پوهاوی زيات او د سويلي هيوادونو او هغو هيوادونو په ګډون چې اکثريت پکې مسلمانان دي، د پروسې لپاره پراخ ملاتړ رامنځته کړي.
د تېر کال په اوږدو کې، په افغانستان کې جنسیتي سرغړونو ته د غبرګون ښودلو اړوند د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۴مه، د اروپایي اتحادیې محکمې (CJEU) پریکړه وکړه، چې د افغانو میرمنو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي اقداماتو ټوليز اغیز د ځورونې مترادف دی، نو ځکه د کډوالو په توګه د دوی پیژندنه یوازې د دوی د جنسیت او تابعیت پر بنسټ توجیه کوي. د ۲۰۲۵ کال په جون کې، د ملګرو ملتونو (CEDAW) يا ښځو سره د هر ډول تاوتريخوالي د له منځه وړلو د کنوانسيون کمېټې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ راوروسته د دې تړون د لوري په توګه د افغانستان لومړۍ بيا کتنه ترسره کړه. په دې بیاکتنه کې، د CEDAW کمیټې له بالفعل چارواکو څخه وغوښتل چې د ښځو د حقونو لپاره د اساسي قانون له خوا منل شوي او تقنیني محافظتونه اعاده کړي، د تبعیض ضد قوانین بیرته نافذ کړي، او د ICC او ICJ په ګډون د ځواب ويلو له نړیوالو میکانیزمونو سره بشپړه همکاري وکړي.
دې کمېټې دا غوښتنه هم وکړه چې: د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي او جنسيتي ځورونې څخه د راوتلو کسانو لپاره دې درملنې او د خسارې جبران ورکړل شي، د لا نورو سرغړونو د مخنیوي لپاره دې سمدستي اصلاحات رامنځته شي، سیمه يير لوبغاړي دې تبعیضي چوکاټونو ته مشروعيت نه ورکوي، او په جلا وطنۍ کې دې د افغان مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د ډلو ملاتړ وهڅول شي.
سربېره پر دې، د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۸مه نېټه، نړیوالې جنایي محکمې (ICC) د روم د اساسنامې د ۷ (۱) (h) مادې له مخې، د جنسيتي ځورونې اړوند د بشریت ضد د جرم له امله (د طالبانو د ستر رهبر) هیبت الله اخوندزاده، او (د طالبانو د قاضي القضات) عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ. د ICC د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا تورونه د طالبانو لخوا د ښځو، نجونو او “نورو هغو کسانو د په نښه کولو پر بنسټ ؤ، چې د جنسیت، جنسیت پیژندنې یا څرګندونې اړوند د طالبانو پالیسۍ سره يې مطابقت نه درلود، او په سياسي برخه کې د هغو اشخاصو د په نښه کولو له امله، چې د نجونو او ښځو ملاتړي ګڼل شوي دي”.
دا اقدامات ښځو سره د هر ډول تاوتريخوالي د له منځه وړلو کنوانسيون CEDAW پر بنسټ د عدالت د نړيوالې محکمې ICJ د يوې قضيې وړاندې کولو هڅې بشپړوي، چې د بشر حقونو له نړيوال قانون څخه د سرغړونې له امله د دولت په کچه مسؤلیت باندې تمرکز کوي.
د آسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د ياد اعلان په کلیزه کې، موږ د کارپوهانو د کاري ډلې (EWG) غړي پر دې څلورو هيوادونو غږ کوو چې: (۱) دې مهم نوښت سره خپله ژمنتیا پیاوړې کړي؛ (۲) چې د روانې پروسې اړوند د لا نور شفافیت په راوستولو سره د دوی خبرې په عمل بدلې کړي؛ او (۳) له افغان مېرمنو، ژوندي پاتې شویو، او مدني ټولنې سره معنا لرونکې ښکېلتیا ډاډمنه کړي. په داسې حال کې چې لا هم افغانې مېرمنې د تاوتریخوالي او محدودیتونو د ډېریدو له امله کړيږي، موږ اندیښنه لرو چې د طالبانو د عادي کېدو رجحان په زياتېدو دی.
د پروسې په اوږدو کې د شفافیت زیاتوالی به پر دې نوښت د باور جوړولو په برخه کې پرله پسې مرسته وکړي. سربیره پر دې، په افغانستان کې د ښځو د حقونو بېرته پر ځای کول، د ښځو بشري حقونو او کرامت ته د ژمنو متنوعو شریکانو د پياوړي اتحاد، همغږۍ او اصولي عمل ته اړتیا لري.
په پای کې، موږ د سويلي هیوادونو او د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د غړو هيوادونو په ګډون له نورو دولتونو څخه هم په کلکه غواړو چې د ICJ له نوښت سره یوځای شي او ملاتړ یې وکړي. د ICJ د احتمالي قضیې لپاره د نړیوال ملاتړ زیاتوالی به، په داسې وخت کې چې دوی زياته اړتيا ورته لري، په افغانستان کې میرمنو او نجونو ته د هیلې پياوړی پیغام ورکړي.
د عدالت په نړیواله محکمه (ICJ) کې د افغانستان لپاره د احتمالي قضیې/قضيو اړوند د کارپوهانو کاري ډله د افغانانو په مشرۍ یو فورم دی، چې د مدني ټولنې فعالان، حقوقي کارپوهان، د ژوندي پاتې شویو مدافعین، او د بنسټونو مشران سره یوځای کوي. دا ډله د ستراتیژیک او اصولي ګډ کار د همغږي کولو هڅه کوي، چې له اوسنيو يادو پیلونکو هیوادونو سره راتلونکې قضیه/قضيې او وکالت پیل کړي، قانوني او دفاعي توکو ته وده ورکړي، او له عامه پيغام رسولو څخه تر قانوني اجراآتو پورې د قضیې/قضيو اړوند پر پرېکړه کولو باندې اغیز وښندي.
همدا راز د دې ډلې موخه دا ده چې، د اغیزمنو ټولنو غږونه لوړ کړي، د عدالت او حساب ورکونې لپاره دوامدار ملاتړ رامنځته کړي، په ځانګړې توګه د میرمنو، نجونو او نورو محرومو ډلو لپاره، او د افغانستان اړوند د پراخې بين المللي حساب ورکونې له هڅو سره همغږي ډاډمنه کړي.
د دې سند د ټولو لاسلیک کوونکو بشپړ لېست لپاره، مهرباني وکړئ انګلیسي متن ته مراجعه وکړئ.