د طالبانو په زندانونو کې شکنجه او ناوړه چلند

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راپدېخوا، د بشر حقونو د نقض ډېر شمېر راپورونه خپاره شوي؛ په ځانګړي ډول د واکمنو چارواکو تر کنټرول لاندې د آزادۍ د سلب په ځايونو کې. د خپلواکو څارونکو بنسټونو او په دې موده کې د مخه نيوونکو قانوني ميکانيزمونو په نشتوالي کې طالبانو په خپلسري او غير قانوني ډول خلک نيولي، شکنجه کړي او ناوړه چلند يې ورسره کړی

دا  راپور د خپلسرو نيونو، اجباري تري تم کولو او شکنجې له قربانيانو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ، او په کره توګه د هغوی د تجربو او داستانونو د مستندولو په برخه کې، د آزادۍ د سلب په مرکزونو کې د شکنجې د بېلګو د ژور درک، د عامه پوهاوي د زياتوالي ،او همدا راز د شکنجې او ناوړه چلند د عاملانو د ځواب ويونکي کولو په موخه، د عدالت غوښتونکو پر بنسټ برابر شوی دی

البته شکنجه او ناوړه چلند په افغانستان کې نوې پديده نه ده او په دې هيواد کې په بېلابېلو نظامونو کې اوږده مخينه لري؛ خو په دې راپور کې راټول شوي داستانونه، له نيول شويو کسانو سره د چلند بوګنوونکی انځور وړاندې کوي او د طالبانو تر کنټرول لاندې د آزادۍ د سلب پر مرکزونو د حاکمو غيرانساني شرايطو عکاسي کوي. د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ، طالبان د هر ډول ځواب وينې، او بين المللي اصولو او موازينو ته له پاملرنې پرته؛ چې د شکنجې په بې قيد و شرطه ممنوعيت ټينګار کوي، خلک يې په خپلسري ډول نيولي، او وروسته يې له هغوی څخه د اعتراف او اقرار اخستلو لپاره له ويرولو، تنبيه کولو او يا تحقيرولو څخه استفاده کړې. له مرکه شويو څخه ترلاسه شوي اطلاعات هم ښيي چې شکنجه د مدني او عدالت غوښتونکو اعتراضونو د ځپلو او هم د مخکني حکومت له کارکوونکو او د طالبانو له منتقدينو څخه د غچ اخستنې د وسلې په توګه کارول شوې ده

په دې راپور کې مستند شوي اطلاعات ښيي چې طالبان له قانوني الزاماتو او د بشر حقونو د بنسټيزو اصولو له رعايتولو پرته، د خلکو د نيولو له لومړيو مرحلو څخه تر خوشې کولو پورې، په بېلابېلو بڼو خلک شکنجه کړي او ناوړه چلند يې ورسره کړی. دا چلندونه فزيکي او رواني شکنجې، جنسي ځورونې، د تورو تمبو شاته او په شخصي زندانونو کې د زياتې مودې لپاره ساتل، له روغتيايي خدمتونو څخه قصدي محرومول، مدافع وکيل ته له لاسرسي څخه محرومول، له کافي خوړو څخه محرومول او نور تحقيروونکي او غير انساني شرايط رامنځته کول رانغاړي. په ځينو مواردو کې، ډېری مهال حاکمو چارواکو او په ځانګړي ډول د دوی د استخباراتو د ادارې کارکوونکو، قربانيان د تفريح او ساتېرۍ لپاره هم شکنجه کړي، او همدا راز يو شمېر يې له خوشې کولو وروسته هم ځورولي دي

تمه کيږي چې په دې راپور کې وړاندې شوې موندنې او اطلاعات چې د قربانيانو لومړی لاس روايتونه دي، د بين المللي بنسټونو او ټولنو د جدي پاملرنې وړ وګرځي او د لا نورې څېړنې لپاره د بيړنيو اقداماتو او د طالبانو تر کنټرول لاندې د آزادۍ د سلب د مرکزونو وضعيت ته د رسېدنې لپاره زمينه برابره کړي، د شکنجې او ناوړه چلند د دوام مخه ونيسي او د قربانيانواغېزناک ملاتړ وکړي

د څېړنې کړنلاره

دغه راپور د کيفي څېړنې پر بنسټ جوړ شوی، او موخه یې له بنديانو سره د طالبانو د چلند ډول مستندول، په ځانګړې توګه له بندیانو سره له تاوتریخوالي د ډک او ناوړه چلند د بېلګو ثبتول دي

په دې څېړنه کې له ۳۴ هغو کسانو سره چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته نیول شوي او بندیان شوي، نېغ په نېغه مرکې شوې دي، او په مرکه شويو کې ۷ تنه یې ښځې دي. مرکه شوي کسان په هدفي ډول غوره شوي دي؛ رواداری له دغو کسانو څخه له ځینو سره په تېرو څو کلونو کې مستقیم تماس درلود، او یو شمېر نور د نورو مرکه شويو کسانو له لارې معرفي شوي دي. دغه کسان د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه تر ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۴مې نېټې په موده کي نیول شوي دي. ټولې مرکې د دې کسانو له خلاصون وروسته ترسره شوې دي، د ټولو ۳۴ مرکه شويو کسانو له دې ډلې ۲۲ تنه يې دا مهال له افغانستان څخه بهر ژوند کوي. همداراز، د دغو کسانو د بند موده له لږ تر لږه ۴ ساعتونو تر زيات نه زيات درې کلونو پورې ثبت شوې ده. مرکه شوي کسان د افغانستان له ۱۶ ولایتونو څخه دي، او له قومي، مذهبي، جنسي، او مسلکي پلوه متنوع ترکيب منعکسوي؛ چې پکې د پخواني حکومت کارکوونکي، مدني فعالان، خبریالان، او د بشر حقونو ملاتړي شامل دي

مرکې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له نهمه د جون تر دریمي نېټې پورې د رواداري د تجربه ‌لرونکي څېړونکي ډلي له خوا، د ټیلیفون له لارې او هم په حضوري بڼه ترسره شوې دي؛ دا کسان د شکنجې له قربانیانو سره د خبرو او مرکو تجربه لري. موږ په دې څېړنه کې له یو ډول او نیمه ساختتاري پوښتنلیک څخه کار اخیستی، او ټولې سرغړونې مو له نیونې تر خلاصون پورې د قربانیانو د تجربو او روایتونو پر بنسټ ثبت او مستندې کړې دي. مرکې په دوه ژبو، دري او پښتو ترسره شوې دي، او هرې مرکې له یو نیم ساعت څخه تر درې ساعتونو پورې وخت نیولی دی

همداراز، له مرکې مخکې د مرکه شویو کسانو اګاهانه او شفاهي رضايت تر لاسه شوی، او د څېړنې موخې، د خوندیتوب تدابیر، او د معلوماتو د کارونې څرنګوالی هم په تفصیل ورسره شریک شوی دی. د دې څېړنې د ګډونوالو د ساتنې او امنیت ډاډمنولو لپاره، ټول راټول شوي معلومات؛ د مرکه شویو کسانو د هویت اړوند د معلوماتو په ګډون، محرم او خوندي ساتل کېږي

د قربانیانو له مرکو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو د شننې لپاره، له کيفي شننې کار اخیستل شوی، او ټولې مرکې د پوښتنلیک د منځپانګې او د څېړنې د مهمو موضوعاتو پر بنسټ کوډ شوې او وېشل شوې دي. له همدې امله، دا راپور د قربانیانو د تجربو پر مستندولو او کيفي تحلیل ولاړ دی، او په بېلابېلو برخو کې چې کومې شمېرې وړاندې شوې دي، هدف یې یوازې د قربانيانو په داستانونو کې د مشترکو بېلګو او د بشر حقونو د نقض د شاخصونو پېژندنه ده، نه دا چې دغه وضعیت دې پر ټولو بندیانو او د طالبانو تر ولکې لاندې د آزادۍ د سلب په ټولو ځايونو تعمیم شي

د څېړنې محدودیتونه

دې ته په پام سره چې طالبانو معلوماتو ته پر لاسرسي سخت محدودیتونه لګولي، او په ځانګړي ډول د بشر حقونو د نقض د پېښو اړوند د معلوماتو خپرېدو مخه د زور، وېرولو او ګواښ له لارې نیسي؛ نو له قربانیانو سره د اړیکو محدوديت او د هغوی له خوا د خپلو تجربو له شریکولو څخه ډډه کول، د دې څېړنې لومړنی خنډ بلل شوی دی

لکه څنګه چې د دې راپور موندنې هم ښيي، طالبانو قربانیان له بند څخه تر خلاصون وروسته له نورو کسانو سره له خبرو او معلوماتو شریکولو څخه منعه کړي دي، او ډېری یې د بیا نیول کېدو او شکنجې له وېرې، په ازآد ډول د خپلو تجربو له بيانولو څخه ډډه کوي. سربېره پر دې، یو شمېر قربانیان د ځواب وينې پر ميکانيزمونو او د بشر حقونو پر بنسټونو د باور نه لرلو له امله مرکو ته نه دي حاضر شوي

له بل پلوه، د دې لپاره چې ترلاسه شوي معلومات په خپلواکه توګه وڅېړل شي رسمي اسنادو او اړوندو شواهدو ته لاسرسی ممکن نه و؛ ځکه چې لګول شويو محدودیتونو ته په پام سره، اوس مهال حقوق بشري بنسټونه د طالبانو تر ولکې لاندې د آزادۍ د سلب د مرکزونو د څار حق نه لري. د دې ټولو یادو شويو محدودیتونو سره سره، دا راپور توانېدلی چې د قربانیانو د مخامخ او لومړی لاس تجربو پر بنسټ، د بشر حقونو د نقض د تجربو یو باوري او پر ژوندیو تجربو ولاړ انځور؛  په ځانګړي ډول د طالبانو له خوا د شکنجې او ناوړه چلند يو تصوير وړاندې کړي

د يادونې وړ ده، چې د ځینو قضیو په اړه له کره معلوماتو، لکه د پېښو د نیټې او ځای له څرګندولو څخه ډډه شوې، څو د قربانیانو د هویت له څرګندولو ډډه وشي، او همداراز، د شکنجې د قربانیانو د انساني کرامت د درناوي لپاره، د دوی د داستانونو ځینې جزئیات قصداً حذف شوي دي

حقوقي چوکاټ

له شکنجې خلاصون د خلکو مطلق، نه سلبېدونکی او نه‌ ځنډېدونکی حق دی، چې د بشر حقونو په ګڼو بين المللي اسنادو کې په رسميت پېژندل شوی دی. په دې مبحث کې لومړی د شکنجې تعريف او عناصر ارزول کيږي، او وروسته به په لنډه توګه په اړوندو بين المللي اسنادو او د افغانستان په کورنيو قوانينو بحث وشي

د شکنجې تعریف

د شکنجې او نورو ظالمانه، غیر انساني یا سپکوونکو چلندونو یا سزاګانو د منع نړیوال کنوانسیون د ۱ مادې له مخې، شکنجه داسې تعریف شوې ده

«هر هغه عمدي عمل چې له امله یې یو شخص ته شدید فزیکي یا رواني درد یا کړاو ورکړل شي، د دې لپاره چې له هغه یا له بل چا نه معلومات یا اعتراف تر لاسه شي، شکنجه بلل کېږي. همداراز، که یو څوک د هغه عمل له امله چې هغه یا بل څوک یې ترسره کوي، یا اټکل کېږي چې ترسره به یې کړي، د مجازاتو، ګواښ یا زور لاندې ونیول شي، او دغه کړاو یا خو د دولتي مامور په تحریک، اجازه، رضايت یا غفلت سره ترسره شي، دا هم شکنجه ګڼل کېږي»

د استانبول پروتوکول د شکنجې له امله د درد او کړاو ډولونه، طریقې، او موخې په تفصیل سره بیان کړي، او دا د شکنجې د پیژندنې او مستندسازۍ لپاره یو مؤثر لارښود دی

د شکنجې تحقق شرایط او عناصر

د شکنجې د کنوانسیون له مخې، د شکنجې جرم هغه وخت رامنځته کېږي چې لاندې عناصر هم‌مهاله شتون ولري

 مادي عنصر

یعنې د داسې عمدي عمل ترسره کول یا نه ترسره کول، چې د شدید فزیکي یا رواني درد لامل شي. دا کیدای شي مستقیم عمل وي (لکه وهل، سپکاوی)، یا د مسؤلیتونو نه ترسره کول (لکه خواړه، دوا نه ورکول، د کورنۍ له اړیکو منع کول)

رواني عنصر

شکنجه باید د مخکېني قصد او نیت پر بنسټ ترسره شوې وي. هغه اعمال چې تصادفي وي یا له غلطۍ سره ترسره شي، حتی که درد هم رامنځته کړي، شکنجه نه ګڼل کېږي

د شکنجې عامل

شکنجه باید یا د دولت د مامور لخوا مستقیم، یا د هغه په رضایت، تحریک یا سکوت سره ترسره شوې وي. که دا عمل د عامو خلکو ترمنځ ترسره شي پرته له دولتي لاس‌وهنې، نو شکنجه نه ګڼل کېږي

د شکنجې هدف

د شکنجې تر شا موخه باید معلومات یا اعتراف تر لاسه کول، ګواښ، سزا ورکول، یا د تبعیض پر بنسټ درد ورکول وي

د درد او کړاو شدت

د پورتنیو څلورو عناصرو په پام کې نیولو سره، هر کله چې د یو عمل عمدي ترسره کول یا پرېښودل، قرباني ته تر ټولو زیات فزیکي یا رواني درد او کړاو ورسوي، نو دا عمل شکنجه بلل کېږي

په نورو ژبو فارسی/دری English