رسنیزه اعلامیه

رسنیزه اعلامیه

شنبه, 11 اپریل 2026

هرات ولایت کې د شیعه ګانو د وژونکي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د ۲۰۲۶ کال د اپریل په ۱۰مې نیټې، وسله‌والو برید‌ګرو، چې موټرسایکلونو باندې سپاره وو، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د «دهمیري» کلي کې د اهل تشیع مذهب هيوادوالو یوه ډله باندي بريد وکړ، چې په پایله کې یې، د نارینه، ښځینه او ماشومانو په ګډون یو شمېر ووژل شول او یا ټپیان شول.

د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، د سیمې اوسیدونکي چې د «سید محمد آقا» زیارت سره نږدې د «دعای ندبه» لوستلو لپاره راټول شوي وو، د خوشحالۍ پر مهال د دې وسله‌والو د ډزو موخه وګرځیدل.

همدارنګه، تر لاسه شوي شواهد ښیي چې دا برید یو هدفمند او سازمان‌یافته ماهیت درلود؛ ځکه چې برید‌ګرو، د امنیتي ځواکونو د ناوخته رارسیدو او پر یوه نسبتاً اوږد ځنډ د دوام له امله، لومړی ښځې او ماشومان له نارینه وو جلا کړل، او بیا يې نارینه ووژل.

پر مذهبي غونډو بریدونه او د مذهبي لږکيو موخه ګرځول، له دې سربیره چې یو خورا اندیښمنوونکی عمل او د بشري حقوقو د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده، د حاکمو چارواکو له خوا د هيوادوالو د امنیت د ټينګښت کمزورتیا هم ښیي. برسیره پر دې، حاکمو چارواکو په سخته سره د وژل شویو او ټپیانو د کره شمیرو د ثبت او خپرولو مخه نیولې ده، کوم چې عملاً پدې برخه کې معلوماتو ته د لاسرسي مخه نیسي.

رواداري د قربانیانو د کورنیو سره د ژورې همدردۍ او همبستګۍ د څرګندولو ترڅنګ، دا وژونکی برید په ټينګه غندي، او د حاکمو چارواکو څخه غواړي چې پدې اړه شفافه، هراړخیزه، او بې‌طرفه پلټنه وکړي؛ د دې بریدګرو او د هغوی د پلان جوړوونکو پیژندنه وکړي؛ او د قوانینو سره سم هغوی د محاکمې او سزا وړ وبولي. همدارنګه، موږ د مسؤلينو څخه غواړو چې د خپلو قانوني دندو پر بنسټ، د هيواد د وګړو د امنیت د تامین لپاره، او ځانګړي توګه د مذهبي لږکيو د ساتنې لپاره، اغیزمن او سمدستي اقدامات وکړي او د داسې بریدونو د تکرار مخه ونیسي.

همدا راز، د نړیوالي ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو څخه هیله کیږي چې دا خواشينونکې پیښه د نړیوالو معیارونو سره سم وڅیړي، او افغانستان کې د مذهبي لږکيو د لوړ زیانمنیدو کچي په پام کي نيولو سره، د هغوی د ملاتړ، څارنې، او د ساتنې میکانیزمونو د پیاوړتیا لپاره اړین اقدامات وکړي.

په نورو ژبو فارسی/دری English